ختیځ افغانستان
EA Icon - Prophetic
نبوي

مکاشفه - یوویشتم فصل

نوی اسمان او نوې ځمکه

۱بیا ما یو نوی اسمان او نوې ځمکه ولیدله، ځکه چې لومړنی اسمان او لومړنۍ ځمکه ورک شول او بحر نور نه ؤ. ۲ما سپېڅلی ښار یعنې نوی اورشلیم ولیده چې د خدای له خوا د اسمان نه راښکته کېده او داسې تیار کړای شوی ؤ لکه چې ناوې د خپل مېړه دپاره سینګار شوې وي. ۳ما د تخت نه یو لوړ اواز واورېد چې ویل یې: «ګورئ، اوس د خدای د اوسېدلو ځای د خلکو په منځ کې دی. خدای به د هغوی سره اوسیږي. هغوی به د هغه قوم وي او هغه په خپله به د هغوی په منځ کې د هغوی خدای وي. ۴خدای به د هغوی د سترګو ټولې اوښکې وچې کړي. نور به مرګ، ویر، ژړا او درد نه وي، ځکه چې پخواني شیان تېر شوي دي.»

۵هغه کس چې په تخت ناست ؤ، ویې ویل: «ګورئ، زه ټول شیان نوي کوم.» همدارنګه هغه راته وویل: «دا ولیکه، ځکه چې دا خبرې د باور وړ او رښتیا دي.» ۶او بیا یې ماته وویل: «دا وشول! زه الف او یا، شروع او پای یم. هرڅوک چې تږی وي زه به هغه ته د چینې څخه د ژوندون اوبه په وړیا توګه ورکړم. ۷څوک چې بریالی شي، هغه به د دې ټولو برکتونو وارث شي. زه به د هغه خدای یم او هغه به زما اولاد وي. ۸خو د وېرېدونکو، بې ایمانانو، فاسدانو، قاتلانو، زناکارانو، جادوګرانو، بت پرستانو او ټولو دروغجنو خلکو ځای به د اور په بحیره او سوځېدونکو ګوګړو کې وي. دا دوهم مرګ دی.»

نوی اورشلیم

۹بیا د هغو اوو فرښتو څخه یوه فرښته چې د اوو بلاګانو نه ډک جامونه ورسره وو، ماته راغله او ویې ویل: «راشه، زه به تاته ناوې یعنې د وري ښځه دروښایم.» ۱۰بیا کله چې زه د روح القدس تر اغېزې لاندې وم، فرښتې زه د یو ډېر لوړ غره څوکې ته بوتلم او د اورشلیم سپېڅلی ښار یې چې د خدای له خوا د اسمان څخه راښکته کېده، راته وښوده. ۱۱دا ښار د خدای په جلال روښانه ؤ. هغه د قیمتي تیږو په شان ځلېده او د لعل او بلور په شان صفا ؤ. ۱۲دې ښار لوی او لوړ دېوالونه درلودل او دولس دروازې یې لرلې او په هره دروازه کې یې فرښته ولاړه وه. په دروازو باندې د اسراییلو د قوم د دولسو قبیلو نومونه لیکل شوي وو. ۱۳درې دروازې د ختیځ خواته، درې د شمال خواته، درې د جنوب خواته او درې دروازې د لوېدیځ خواته وې. ۱۴د ښار دېوال په دولسو بنیادونو باندې جوړ شوی ؤ او په هغو باندې د وري د دولسو رسولانو نومونه لیکل شوي وو.

۱۵کومې فرښتې چې زما سره خبرې کولې د هغې په لاس کې د سرو زرو یو متر ؤ چې د ښار او د هغه د دروازو او دېوالونو اندازه ورباندې معلومه کړي. ۱۶ښار د مربع په شکل جوړ شوی ؤ چې اوږدوالی او پلنوالی یې یو شان ؤ او فرښتې د هغه متر په وسیله دا ښار اندازه کړ چې دولس زره ستادیا ؤ. د هغه اوږدوالی، پلنوالی او لوړوالی یو برابر ؤ. ۱۷بیا هغې دېوالونه اندازه کړل چې یو سل او څلور څلوېښت کیوبټ لوړوالی یې درلود چې دا د انساني معیار له مخې ؤ چې فرښتې ورڅخه هم کار اخیسته. ۱۸دېوال د لعلونو څخه جوړ شوی ؤ په داسې حال کې چې خپله ښار د سوچه سرو زرو نه جوړ شوی ؤ او د ښیښې په شان صفا ؤ. ۱۹د ښار د دېوالونو بنیادونه په ډول ډول قیمتي تیږو باندې سینګار کړای شوي وو. اولنی بنیاد د لعلونو، دوهم د لاجوردو، درېم د سپینو عقیقو، څلورم د زمردو، ۲۰پنځم د سرو عقیقو، شپږم د جیګري عقیقو، اووم د زبرجدو، اتم د شینچکي یاقوتو، نهم د زیړو یاقوتو، لسم د شنو عقیقو، یوولسم د فېروزې او دولسم د بانجاني یاقوتو څخه جوړ شوی ؤ. ۲۱هغه دولس دروازې دولس مرغلرې وې، یعنې هره دروازه د یوې مرغلرې څخه جوړه شوې وه. د ښار لوی سرک د سوچه سرو زرو او د ښیښې په شان صفا ؤ.

۲۲ما په ښار کې د خدای کور ونه لیده، ځکه چې مطلق قادر څښتن خدای او وری خپله د دې ښار د خدای کور دی. ۲۳هغه ښار د لمر یا د سپوږمۍ رڼا ته اړتیا نه لري، ځکه چې د خدای جلال هغه روښانه کوي او وری د هغه څراغ دی. ۲۴د هغه په رڼا کې به قومونه ګرځي او د نړۍ پاچاهان به د خپل شان او شوکت سره هغه ته ورننوځي. ۲۵د ښار دروازې د ورځې له خوا هېڅکله نه بندیږي او هلته به هېڅ شپه نه وي. ۲۶هغوی به د قومونو شان او شوکت او عزت دې ښار ته راوړي. ۲۷خو هېڅ ناپاکه شیان به دې ښار ته ورننوتلی نه شي او نه به هغه څوک چې د کرکې وړ کارونه کوي او نه دروغجن خلک. یوازې هغه کسان به هغه ښار ته ورننوځي چې نومونه یې د وري د ژوندون په کتاب کې لیکل شوي دي.