EA Icon - Pauls Epistles
د پولوس رسول خط

فیلیپیان ‮د کتاب پېژندنه‬

د کتاب پېژندنه

دا لیک پولوس هغې لومړنۍ کلیسا ته چې هغه د روم د مقدونیې په ولایت کې جوړه کړې وه، لیکلی دی. پولوس رسول د فیلیپیې په ایماندارانو باندې ډېر ګران ؤ چې د هغه سره به یې مالي مرستې کولې او پولوس په دې لیک کې د هغوی څخه مننه وکړه. پولوس د دې ښار د ایماندارانو نه ډېره ښه خاطره لرله.

پولوس دا لیک هغه وخت ولیکه چې د روم په ښار کې بندي ؤ. که څه هم ځینو وعظ کوونکو د هغه سره د سیالۍ کولو په خاطر د هغه مخالفت کاوه، خو هغه د هغې خوشحالۍ په هکله خبرې کولې چې د عیسی مسیح د ایماندارانو په برخه به شي. هغه د خپل بندیتوب د موقع نه ګټه اخلي، ترڅو هغوی په دې ډاډه کړي چې د هغو ستونزو سره سره چې د هغه او د هغوی په وړاندې موجودې دي، بیاهم هغوی په خوشحالۍ سره په خدای باندې خپل باور ټینګ وساتي. پولوس د هغوی څخه غواړي چې د دې په ځای چې د خپل ځان نه راضي او مغرور اوسي، باید د عیسی مسیح عاجزانه فکر غوره کړي. پولوس هغوی ته یادونه کوي چې د هغوی ژوند د مسیح سره په یووالي کې دی او دا د خدای یو نعمت دی چې د ایمان په وسیله د هغوی په برخه شوی دی، نه د موسی په شریعت باندې په عمل کولو سره لکه څنګه چې ځینو دروغجنو استاذانو تعلیم ورکاوه.

پولوس د هغې خوشحالۍ او سوکالۍ په هکله لیکي چې خدای یې هغو کسانو ته ورکوي چې د مسیح سره په یووالي کې ژوند کوي. دا لیک په مسیحي ژوند کې د خوشحالۍ، ډاډمنۍ، یووالي او ایمان ساتلو د لیک په توګه بیان شوی دی.

د موضوعګانو لست

  • سلامونه او دعاګانې: ۱: ۱ - ۱۱
  • د پولوس شخصي حالت او د ژوند مقصد: ۱: ۱۲ - ۲۶
  • د ایماندارانو یووالی او مسیحي عاجزي: ۱: ۲۷ – ۲: ۱۸
  • د تیموتاوس او اپافرودیتوس د خدمت مثالونه: ۲: ۱۹ - ۳۰
  • په خوشحالۍ سره په مقصد پسې هلې ځلې ۳: ۱ – ۴: ۹
  • د خدای د مرستو او د فیلیپیانو د تحفو څخه مننه کول: ۴: ۱۰ - ۲۰
  • وروستني سلامونه: ۴: ۲۱ - ۲۳
Verified by MonsterInsights