انجیل

مرقس - اتم فصل

عیسی څلور زره کسانو ته خواړه ورکوي

(متي ۱۵‏: ۳۲‏ - ۳۹)

۱په هغو ورځو کې یوځل بیا ګڼ شمېر خلک راټول شول او د هغوی سره د خوړلو دپاره هېڅ شی نه ؤ، نو عیسی خپل شاګردان راوغوښتل او ورته ویې ویل: ۲«په دې خلکو باندې زما زړه سوځي، ځکه چې درې ورځې کیږي هغوی زما سره دي او هېڅ شی ورسره نشته چې ویې خوري. ۳که چېرې هغوی خپلو کورونو ته وږي رخصت کړم نو په لاره کې به بې حاله شي، ځکه چې په هغوی کې ځینې یې د لېرې ځایونو څخه راغلي دي.»

۴شاګردانو یې ځواب ورکړ: «په دې دښته کې څوک دومره خلکو ته ډوډۍ ورکولای شي؟»

۵عیسی پوښتنه وکړه: «تاسو سره څو ډوډۍ دي؟» هغوی ځواب ورکړ: «اووه ډوډۍ.»

۶نو عیسی خلکو ته وویل چې په ځمکه کښېني. بیا یې هغه اووه ډوډۍ راواخیستلې، د خدای شکر یې وویست، ډوډۍ یې ماتې کړې او شاګردانو ته یې ورکړلې چې په خلکو باندې یې ووېشي او شاګردانو همداسې وکړل. ۷د هغوی سره یو څو واړه ماهیان هم وو. عیسی په هغو هم شکر وویست او شاګردانو ته یې وویل چې هغه هم ووېشي. ۸خلکو هغه وخوړل او ټول ورباندې ماړه شول او د ډوډۍ د پاتې شویو ټوټو نه اووه ټوکرۍ ډکې شوې. ۹په هغه ځای کې نژدې څلور زره کسان وو. عیسی هغوی رخصت کړل، ۱۰او سمدلاسه د خپلو شاګردانو سره په کشتۍ کې سپور شو او د دلمانوته سیمې ته لاړ.

د فریسیانو له خوا د معجزې غوښتنه

(متي ۱۶: ۱‏ - ۴)

۱۱فریسیان راغلل او د عیسی سره یې بحث پیل کړ او د دې دپاره چې هغه وازمایي، نو د هغه څخه یې وغوښتل چې دوی ته یوه اسماني معجزه وښایي. ۱۲هغه یو سوړ اوسېلی وویست او ویې ویل: «د دې زمانې خلک ولې معجزه غواړي؟ په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې دې خلکو ته به هېڅ یوه معجزه ونه ښودل شي.» ۱۳بیا عیسی هغوی پرېښودل او بېرته په کشتۍ کې کښېناست او د بحیرې بلې غاړې ته لاړ.

د فریسیانو او هیرودیس د تعلیم څخه لېرې اوسئ

(متي ۱۶‏: ۵‏ - ۱۲)

۱۴شاګردانو دا هېر کړي وو چې د ځان سره ډوډۍ یوسي او په کشتۍ کې د هغوی سره یوازې یوه ډوډۍ وه. ۱۵عیسی هغوی ته امر وکړ او ویې ویل: «پام کوئ، د فریسیانو او هیرودیس د خمیرې نه به ځانونه ساتئ.» ۱۶نو شاګردانو په خپل منځ کې سره بحث پیل کړ او ویې ویل: «هغه ځکه دا خبره کوي چې زمونږ سره ډوډۍ نشته.»

۱۷عیسی پوه شو چې هغوی څه وایي، نو د هغوی څخه یې پوښتنه وکړه: «تاسو ولې په دې هکله بحث کوئ چې ډوډۍ درسره نشته؟ ایا تاسو تر اوسه خبر نه یئ او نه پوهېږئ؟ ایا ستاسو زړونه سخت شوي دي؟ ۱۸تاسو سترګې لرئ خو لیدلی نه شئ او غوږونه لرئ خو اورېدلی نه شئ؟ ایا تاسو ته په یاد نه دي ۱۹چې کله ما پنځه ډوډۍ په پنځه زره کسانو ووېشلې، نو تاسو د هغې ډوډۍ د پاتې شویو ټوټو څخه څو ټوکرۍ ډکې کړې؟» هغوی وویل: «دولس ټوکرۍ.» ۲۰نو عیسی پوښتنه وکړه: «چې کله مې اووه ډوډۍ په څلورو زرو کسانو ووېشلې، د هغو د پاتې شویو ټوټو څخه مو څو ټوکرۍ ډکې کړې؟» هغوی وویل: «اووه ټوکرۍ.» ۲۱نو عیسی وویل: «تاسو لا تر اوسه هم نه پوهېږئ؟»

عیسی په بیت صیدا کې یو ړوند ته شفا ورکوي

۲۲عیسی او شاګردان یې بیت صیدا ته ورسېدل. هلته ځینو خلکو عیسی ته یو ړوند سړی راوست او هغه ته یې زاري وکړه چې په هغه باندې خپل لاس کېږدي. ۲۳عیسی هغه ړوند له لاسه ونیوه او د کلي څخه یې دباندې بوته. بیا یې د هغه په سترګو باندې لاړې پورې کړې او خپل لاسونه یې ورباندې کېښودل او پوښتنه یې ترې وکړه: «ایا څه شی وینې؟» ۲۴د هغه سترګې بینا شوې او ویې ویل: «هو، زه خلک وینم چې ګرځي او راګرځي، خو هغوی راته د ونو په شان ښکاري.» ۲۵عیسی یوځل بیا د هغه په سترګو باندې خپل لاسونه کېښودل او هغه بیخي بینا شو، د سترګو نظر یې بېرته جوړ شو او هرڅه یې ښه لیدلی شول. ۲۶عیسی هغه خپل کور ته رخصت کړ او ورته ویې ویل: «ته کولای شې چې بېرته خپل کور ته لاړ شې، خو په کلي کې مه ګرځه.»

د عیسی په هکله د پطروس اقرار

(متي ۱۶‏: ۱۳ - ۲۰ او لوقا ۹: ۱۸‏ - ۲۱)

۲۷بیا عیسی او شاګردان یې د قیصریې فیلیپوس شاوخوا کلیو ته لاړل. هغه په لاره کې د خپلو شاګردانو څخه پوښتنه وکړه: «خلک څه وایي چې زه څوک یم؟» ۲۸هغوی ځواب ورکړ: «ځینې وایي چې ته تعمید ورکوونکی یحیی یې، ځینې وایي چې الیاس نبي یې او نور وایي چې د پیغمبرانو څخه یو پیغمبر یې.» ۲۹بیا عیسی پوښتنه وکړه: «تاسو څه وایئ چې زه څوک یم؟» پطروس ځواب ورکړ: «ته مسیح یې.» ۳۰بیا عیسی هغوی ته په کلکه حکم وکړ چې د هغه په هکله دې هېچا ته څه ونه وایي.

عیسی د خپلو کړاوونو او مرګ په هکله پېشګویي کوي

(متي ۱۶‏: ۲۱ - ۲۸ او لوقا ۹: ۲۲ - ۲۷)

۳۱بیا عیسی خپلو شاګردانو ته تعلیم ورکول پیل کړ چې د انسان زوی به خامخا زیات کړاوونه وزغمي او د یهودیانو د مشرانو، مشرانو کاهنانو او د شریعت د عالمانو له خوا به رد کړای شي او وبه وژل شي او په درېمه ورځ به بیا راژوندی شي. ۳۲هغه په دې هکله ښکاره خبرې وکړې. نو پطروس هغه ګوښه کړ او د داسې خبرو نه یې منع کړ. ۳۳خو عیسی مخ راواړاوه او خپلو شاګردانو ته یې وکتل او پطروس یې ورټلو او ورته ویې ویل: «زما له مخې نه لېرې شه شیطانه! ته د انسانانو په شان فکر کوې، نه د خدای په شان.»

۳۴بیا عیسی خلک او خپل شاګردان راوغوښتل او هغوی ته یې وویل: «که څوک وغواړي چې زما د پیروانو څخه اوسي، نو باید د خپل ځان څخه تېر شي، خپل صلیب دې راواخلي او ما پسې دې راځي. ۳۵ځکه څوک چې وغواړي خپل ځان وساتي نو هغه به له لاسه ورکړي، خو که څوک زما او زما د زېري په خاطر خپل ژوند له لاسه ورکړي، نو هغه به وژغوري. ۳۶د یو چا دپاره به څه ګټه وي چې ټوله نړۍ لاسته راوړي خو خپل ځان له لاسه ورکړي؟ ۳۷انسان د خپل ژوند په بدل کې څه شی ورکولای شي؟ ۳۸که چېرې څوک په دې بې ایمانه او ګناهکاره زمانه کې په ما او یا زما په کلام شرمیږي، نو د انسان زوی به هم کله چې د خپل پلار په جلال کې د سپېڅلو فرښتو سره راځي، په هغه وشرمیږي.»

Mark 8

GOSPEL

https://pashtozeray.org//east_afghan_bible/

يوسفزئ

https://pashtozeray.org//yousafzai_bible/mark-8/