ختیځ افغانستان
EA Icon - Pauls Epistles
د پولوس رسول خط

افسسیان - پنځم فصل

په رڼا کې ژوند

۱لکه د خدای د ګرانو اولادونو په شان د هغه نه پیروي وکړئ. ۲په مینې سره ژوند وکړئ، لکه څنګه چې مسیح زمونږ سره وکړه او خپل ځان یې زمونږ دپاره د خوشبویه نذرانې او قربانۍ په توګه خدای ته وړاندې کړ.

۳خو ستاسو په هکله دې د هېڅ ډول جنسي بد اخلاقي او حتی د هېڅ ډول ناپاکۍ او حرص خبرې نه وي، ځکه چې دا د خدای د خلکو سره مناسب نه دي. ۴په تاسو کې دې چټلې، کم عقلې خبرې او یا بې ادبه ټوکې هم نه وي، ځکه چې دا ټولې بېځایه خبرې دي، بلکې د هغو په ځای د خدای شکر ادا کړئ. ۵ډاډه اوسئ چې هېڅ ډول جنسي بد اخلاق، ناپاک یا حریص انسان ته (ځکه چې حرص یو ډول بت پرستي ده) د مسیح او خدای په پاچاهۍ کې میراث نشته.

۶مه پرېږدئ چې څوک مو په پوچو او بې معنی خبرو وغولوي، ځکه چې د همدې شیانو له امله د خدای غضب په هغو خلکو باندې نازلیږي چې نافرمانه وي. ۷نو د داسې خلکو سره په کارونو کې مه شریک کېږئ. ۸که څه هم تاسو یو وخت په تیاره کې وئ، خو اوس په څښتن کې په رڼا کې یئ. نو د رڼا د اولادونو په شان ژوند کوئ. ۹ځکه چې د رڼا مېوه نېکي، عدالت او حقیقت دی. ۱۰کوښښ وکړئ، ترڅو دا معلومه کړئ چې څښتن په څه شي خوشحالیږي. ۱۱د تیارې په بې ګټې کارونو کې برخه مه اخلئ، بلکې هغه رسوا کړئ. ۱۲حتی د هغو کارونو په هکله خبرې کول چې هغوی یې په پټه کوي، هم د شرم خبره ده. ۱۳خو په کوم شي باندې چې رڼا وځلیږي، نو هغه به ښکاره شي، ۱۴ځکه چې رڼا هرڅه ښکاره کوي. نو له همدې امله ویل شوي دي:

«ای ویده، راویښ شه

او د مړو نه راپاڅېږه

نو د مسیح رڼا به په تا باندې وځلیږي.»

۱۵نو پام کوئ چې څه ډول ژوند کوئ. د کم عقلو په شان ژوند مه کوئ، بلکې د هوښیارانو په شان ژوند کوئ. ۱۶د هرې موقعې نه ښه ګټه واخلئ، ځکه چې زمانه خرابه ده. ۱۷نو کم عقل کېږئ مه، بلکې په دې ځان پوه کړئ چې د څښتن رضا څه ده. ۱۸په شرابو ځانونه مه مستوئ، ځکه چې ستاسو ژوند تباه کوي، بلکې د روح القدس نه ډک شئ. ۱۹د یو بل سره زبورونه، مذهبي او روحاني سندرې وایئ او د زړه له کومي څښتن ته سندرې او خوږې نغمې وایئ. ۲۰د هرڅه دپاره تل پلار خدای ته زمونږ د څښتن عیسی مسیح په نوم شکر وباسئ.

د ښځو او مېړونو ترمنځ اړیکې

۲۱همدارنګه مسیح ته د درناوي په خاطر د یو بل تابعداري کوئ. ۲۲ای ښځو، د خپلو مېړونو داسې تابعدارې اوسئ لکه څنګه چې د څښتن عیسی مسیح تابعداري کوئ. ۲۳ځکه چې هر مېړه د خپلې ښځې سر دی لکه څنګه چې مسیح د کلیسا یعنې د خپل بدن سر دی او هغه خپله د هغې خلاصوونکی دی. ۲۴نو لکه څنګه چې کلیسا د مسیح تابع ده، همداسې دې ښځې هم په هر شي کې د خپلو مېړونو تابع اوسي.

۲۵ای مېړونو، د خپلو ښځو سره داسې مینه کوئ لکه څنګه چې مسیح د کلیسا سره کوله او خپل ځان یې د هغې دپاره قربان کړ. ۲۶هغه داسې وکړل، ترڅو کلیسا د اوبو او کلام په وسیله ووینځي او هغه پاکه او سپېڅلې کړي. ۲۷هغه داسې وکړل، ترڅو د ځان دپاره داسې د شان او شوکت نه ډکه کلیسا تیاره کړي چې بې داغه، بې ګونجې او کوم بل عیب په کې نه وي، بلکې سپېڅلې او بې عیبه وي. ۲۸همدارنګه مېړونه باید د خپلو ښځو سره داسې مینه وکړي لکه څنګه چې د خپل بدن سره یې کوي. هرڅوک چې د خپلې ښځې سره مینه کوي، نو د خپل ځان سره مینه کوي. ۲۹هېڅوک هم د خپل بدن نه کرکه نه کوي بلکې هغه ته خواړه ورکوي او پام ورباندې کوي، لکه څنګه چې مسیح یې د کلیسا دپاره کوي، ۳۰ځکه چې مونږ د هغه د بدن غړي یو. ۳۱لکه څنګه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي: «له همدې امله سړی خپل مور او پلار پرېږدي او د خپلې ښځې سره یوځای شي او دواړه یو بدن شي.» ۳۲دا یو لوی راز دی او زه د مسیح او کلیسا په هکله خبرې کوم. ۳۳خو په هر حال، په تاسو کې دې هر مېړه باید د خپلې ښځې سره د خپل ځان په شان مینه وکړي او هره ښځه هم باید د خپل مېړه درناوی وکړي.