EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

جامعه - اتم فصل

۱د حکمت خاوند څوک دی؟

څوک د یو موضوع په څرګندولو پوهیږي؟

د یو انسان حکمت د هغه څېره روښانوي

او د هغه سخت صورت نرموي

د خدای د وېرې او د پاچا د اطاعت په اړه نصیحتونه

۲زما نصیحت دا دی چې د پاچا د حکم څخه اطاعت وکړه، ځکه خدای له هغه سره وعده کړې ده. ۳نو د هغه د حضور څخه په تللو کې بیړه مه کوه او د هغو خلکو سره مه یوځای کېږه چې د هغه په ضد دسیسې جوړوي، ځکه پاچا هر هغه څه کولای شي چې زړه یې وغواړي. ۴په حقیقت کې، د پاچا حکم تر هرڅه لوړ دی او هېڅوک هغه ته نه شي ویلی چې ته څه کوې؟ ۵څوک چې د هغه حکم ومني نو هغه به په هېڅ یوه دسیسه کې برخه وانخلي، او هوښیار سړی په مناسب وخت او سم قضاوت باندې پوهیږي. ۶که څه هم انسان ډېرې بدبختۍ ګالي خو د هر مقصد دپاره مناسب وخت او سم قضاوت ټاکل شوی دی.

۷انسان نه پوهیږي چې راتلونکی به څه ډول وي، نو څوک کولای شي بل چا ته ووایي چې څه به پېښیږي؟

۸لکه څنګه چې هېڅوک د ژوند د ساه د ساتلو اختیار نه لري

همدا شان هېڅوک د خپل مرګ د ورځې اختیار هم نه لري

لکه څنګه چې هېڅوک د جګړې په وخت د رخصتۍ اجازه نه لري

همدا شان هېڅوک په خپلو بدکاریو ځان نه شي ژغورلی

۹کله چې ما په خپل زړه کې هر هغه څه ته چې د اسمان لاندې تر سره کیږي فکر وکړ، نو ومې لیدل چې کله کله یو انسان په بل انسان باندې واک او اختیار لري او هغه ته زیان رسوي.

۱۰نو بیا ما ولیدل چې د بدکارانو مړي ښخ شوي وو. هماغه بدکاران چې سپېڅلي ځای ته تلل راتلل، په هغه ښار کې چې هغوی بد کارونه تر سره کړي وو، د خلکو له خوا ستایل کېدل. نو دا حالت هم لوګی او پوکی دی. ۱۱کله چې بدکارانو ته د هغو د بدو کارونو په خاطر سمدلاسه د سزا پرېکړه ونه شي، نو د انسانانو زړه د بدکارۍ په لور هڅول کیږي. ۱۲که څه هم یو ګناهکار ښایي سل وارې بد کارونه وکړي او لا هم اوږد ژوند ولري، بیاهم زه پوهېږم چې دا به له خدای څخه وېرېدونکو خلکو سره ښه په مخ ځي، ځکه چې دوی له هغه څخه په وېره کې ژوند کوي. ۱۳خو له بدکار انسان سره به دا ښه په مخ نه ځي، او د هغه د ژوند ورځې به د سیوري په څېر اوږدې نه وي، ځکه چې هغه له خدای څخه په وېره کې ژوند نه کوي. ۱۴دلته د لوګي او پوکي څخه ډک حالت د ځمکې په مخ موجود دی:

ځینې نېکان هغه څه تر لاسه کوي

چې بدکاران د هغه مستحق دي

خو بیا ځینې بدکاران هغه څه تر لاسه کوي

چې نېکان د هغه مستحق دي

نو له ځان سره مې وویل: «دا حالت هم لوګی او پوکی دی.»

۱۵نو زه له ژوند نه د خوند اخیستلو سپارښتنه کوم، ځکه چې د اسمان لاندې له دې نه بل ښه کار نشته چې انسان وخوري، وڅښي او خوشحاله اوسي. نو دا خوشحالي به د هغه د ژوند په موده کې او د هغه په زیار او زحمت کې له هغه سره مل وي چې خدای هغه ته د اسمان لاندې ورکړې ده.

د خدای د کارونو پټ راز

۱۶کله چې ما د حکمت د پېژندلو هڅه وکړه ترڅو د ځمکې په مخ چې هر کار تر سره کیږي وڅېړم، که څه هم دا کار د یو کس د شپې یا د ورځې له خوب کولو څخه مخنیوی کوي، ۱۷نو بیا ما ټول هغه کارونه ولیدل چې خدای تر سره کړي وو. په حقیقت کې، هېڅوک دا پټ راز نه شي پیدا کولای چې د اسمان لاندې خدای کوم کارونه تر سره کړي دي. انسان د خپل ټول زیار او زحمت سره سره چې د هغه په لټولو کې یې وباسي، لا هم نه شي کولای دا راز پیدا کړي. حتی که یو پوه او هوښیار سړی دعوه وکړي چې زه د خدای په کارونو پوهېږم، خو په حقیقت کې، هغه به هېڅکله دا راز پیدا نه کړي.

د څېړونکي کتاب - ٨ فصل

WISDOM & POETRY

https://pashtozeray.org//east_afghan_bible/

يوسفزئ

https://pashtozeray.org//yousafzai_bible/ecclesiastes-8/