د کتاب پېژندنه
پولوس رسول دا لیک د ۵۱ څخه تر ۵۲ میلادي کلونو ترمنځ لیکلی دی. پولوس په دې لیک کې هم لکه د خپل لومړني لیک په شان د تسالونیکیانو د ښار ایماندارانو ته د عیسی مسیح نړۍ ته د بیا راتګ په هکله خبرې کوي. د تسالونیکې په کلیسا کې د مسیح د راتللو په هکله ډول ډول نظرونه پیدا شوي وو چې د هغوی په منځ کې د ذهنونو د خرابېدلو سبب شوي وو. پولوس په دې لیک کې دا عقیده داسې بیانوي چې د څښتن د بیا راتللو وخت لا پخوا رارسېدلی دی. همدارنګه پولوس دې ته اشاره کوي چې مخکې له دې چې مسیح بېرته راشي نو بدي او شرارت به د یو نامعلوم شر اچوونکي کس په مشرۍ خپل وروستني حد ته ورسیږي چې د مسیح سره به مخالف وي.
د تسالونیکې یو شمېر ایمانداران د مسیح بیا راتللو ته دومره لېوال شوي وو چې خپل ورځني کارونه یې پریښي وو او په تنبلۍ سره یې خپل ژوند تېراوه. پولوس په ټینګه د هغوی څخه غواړي چې سره له دې چې ستونزې او تکلیفونه به موجود وي، خو په خپل ایمان کې ټینګ پاتې شي او د خوړو د لاسته راوړلو دپاره باید د پولوس او د هغه د ملګرو په شان زیار وباسي او ښو او نېکو کارونو ته دوام ورکړي.
د لیک په پای کې پولوس د هغوی دپاره دعا کوي او د خدای څخه چې د سولې او سلامتۍ سرچینه ده غواړي چې هغوی ته په هر حالت کې د زړونو سکون ورکړي.
د موضوعګانو لست
- سلامونه: ۱: ۱ - ۲
- د کړاوونو د زغملو دپاره د ایماندارانو هڅول: ۱: ۳ - ۱۲
- د مسیح د بېرته راتللو په هکله تعلیم: ۲: ۱ - ۱۷
- د مسیحي ژوند په هکله نصیحت: ۳: ۱ - ۱۵
- اخرنۍ خبرې: ۳: ۱۶ - ۱۸