د کتاب پېژندنه
دا لیک پطروس رسول په ۶۷ میلادي کال کې د لومړنیو ایماندارانو ډلې ته لیکلی دی. د دې لیک اصلي مقصد د دروغجنو استاذانو د تعلیم او د هغه اخلاقي فساد په وړاندې ودرېدل دي چې د دې غلط تعلیم څخه سرچینه اخلي. پطروس خپلو اورېدونکو او لوستونکو ته مشوره ورکوي چې د خدای او څښتن عیسی مسیح د رښتیني پېژندنې په وسیله د غلط تعلیم سره مبارزه وکړي. دا پوهه هغوی ته په خپله د عیسی د عیني شاهدانو له خوا ورکړل شوې ده چې عیسی یې لیدلی او د هغه تعلیم یې اورېدلی ؤ.
په هغه ټکي باندې چې پطروس په دې لیک کې ډېر ټینګار کوي، هغه د عیسی مسیح بېرته راتګ دی، ځکه چې په هغه وخت کې یو شمېر خلک په دې عقیده وو او تعلیم یې ورکاوه چې عیسی مسیح بېرته نه راځي. خو پطروس رسول هغوی ته وایي چې څښتن صبر کوي، ځکه چې نه غواړي څوک تباه شي، بلکې غواړي چې ټول د خپلو ګناهونو څخه توبه وباسي.
د موضوعګانو لست
- سلامونه: ۱: ۱ - ۱۲
- د خدای بلنه او غوره کول: ۱: ۳ - ۱۲
- د مسیح د جلال شاهدان: ۱: ۱۶ - ۲۱
- جعلي پیغمبران او استاذان: ۲: ۱ - ۲۲
- د څښتن د راتللو ورځ: ۳: ۱ - ۱۸