خط

دوهم یوحنا ‮د کتاب پېژندنه‬

د کتاب پېژندنه

د یوحنا رسول دوهم لیک یوې غوره مېرمنې او اولادونو ته یې د ۸۵ نه تر ۹۵ میلادي کلونو په شاوخوا کې لیکل شوی دی. د غوره شوې مېرمنې معنی په هغه ځای کې سیمه ییزه کلیسا ده او د هغې اولادونه د هغې کلیسا د غړو په معنی ده. کومو خلکو چې دا لیک تر لاسه کړی دی، یوحنا هغوی هڅولي دي چې د عیسی سره مینه ولري او همدارنګه یو د بل سره مینه وکړي او په خپل ایمان کې ټینګ پاتې شي. یوحنا د دروغجنو استاذانو په هکله خبرداری ورکوي او هغوی ته وایې چې که چېرې کوم څوک درشي او هغه تعلیم درنه کړي چې مسیح درکړی ؤ، هغه په خپل کور کې د مېلمه په توګه قبول نه کړئ.

د موضوعګانو لست

  • سلامونه: ۱: ۱ - ۳
  • د مینې غوره والی: ۱: ۴ - ۶
  • د غلطو عقیدو په هکله خبرداری: ۱: ۷ - ۱۱
  • وروستنۍ خبرې: ۱: ۱۲ - ۱۳