۱نو ای ګرانو ملګرو، څرنګه چې زمونږ سره دا وعدې شوې دي، نو راځئ چې خپل ځانونه د هغو شیانو څخه چې زمونږ جسم او روح ناپاکه کوي، پاک کړو او د خدای له وېرې خپل سپېڅلتوب پوره کړو.
د پولوس خوشحالي
۲مونږ ته په خپلو زړونو کې ځای راکړئ. مونږ د هېچا سره بد نه دي کړي. مونږ څوک بې لارې کړي نه دي او د هېچا نه مو د ځان دپاره غلطه ګټه نه ده اخيستې. ۳زه دا ستاسو د ملامتولو دپاره نه وایم، ځکه لکه څنګه چې مخکې مې درته ویلي وو، تاسو زمونږ په زړونو کې داسې ځای لرئ چې په مرګ او ژوند کې به درسره یو. ۴زه په تاسو باندې ډېر زیات باور لرم او په تاسو باندې ویاړ کوم. تاسو زه ډېر وهڅولم او د ټولو ستونزو سره سره چې مونږ یې لرو، تاسو زه خوشحاله کړم.
۵کله چې مونږ مقدونیې ته ورسېدلو، نو مونږ ونه شو کولای چې ارام وکړو، بلکې د هرې خوا نه د ستونزو سره مخ شولو. مونږ د نورو سره په شخړو کې وو او په زړونو کې مو وېره وه. ۶خو خدای چې غمجنو او د ماتو زړونو خاوندانو ته تسلي ورکوي، نو د تیتوس په راتللو سره یې مونږ ته تسلي راکړه. ۷یوازې د هغه په راتللو سره نه، بلکې د هغې تسلۍ په اړه چې تاسو هغه ته ورکړې وه، هغه مونږ ته په دې هکله وویل چې تاسو څومره زما د لیدلو په ارمان یئ، ستاسو د ژور خفګان او وفادارۍ په هکله چې زما په اړه یې لرئ، نو زه نور هم ډېر خوشحاله شوم.
۸حتی که تاسو زما په لیک باندې خفه شوي هم یئ، خو زه یې په لیکلو باندې پښېمانه نه یم. که څه هم کله چې ما ولیدل چې هغه لیک تاسو د لږ وخت دپاره خفه کړي وئ، نو په هغې باندې زه لږ پښېمانه وم. ۹خو اوس زه خوشحاله یم، په دې خاطر نه چې تاسو خفه شوي وئ، بلکې په دې چې ستاسو خفګان ستاسو د دې سبب شو چې توبه وباسئ. ځکه چې ستاسو خفګان د خدای د ارادې له مخې ؤ، ترڅو زمونږ له خوا تاسو ته هېڅ زیان ونه رسیږي. ۱۰ځکه هغه غم او خفګان چې د خدای د ارادې له مخې راپیدا کیږي، هغه د توبې سبب کیږي، ترڅو خلاصون ومومو او په هغه کې هېڅ پښېماني نشته، خو دنیاوي غم او خفګان د مرګ سبب کیږي. ۱۱ګورئ، هغه خفګان چې د خدای د ارادې له مخې په تاسو راغی، هغه په تاسو کې کوم شیان راپیدا کړل: څومره جدیت او زړورتیا، د ځانونو نه د دفاع کولو شوق، قهر، وېره، لېوالتیا، غیرت او بدو کارونو ته د سزا ورکولو غوښتنه. تاسو خپل ځانونه ثابت کړل چې په هر کار کې بې ګناه یئ. ۱۲که څه هم ما تاسو ته په دې لیک کې سخت شیان ولیکل، خو دا په دې خاطر نه وو چې څوک غلط کارونه کوي یا د چا سره بدي کیږي، بلکې مقصد دا ؤ چې د خدای په حضور کې تاسو ته دا ښکاره شي چې زمونږ سره څومره مینه او علاقه لرئ. ۱۳په دې باندې زمونږ د ټولو تسلي وشوه.
نه یوازې دا چې زمونږ تسلي وشوه، بلکې کله چې مونږ د تیتوس خوشحالي ولیدله نو نور هم خوشحاله شولو، ځکه چې د هغه روح ستاسو ټولو په وسیله تازه شو. ۱۴ما هغه ته وویل چې زه په تاسو باندې څومره ویاړم او تاسو زه ناامیده نه کړم. لکه څنګه چې ستاسو په هکله زما ټولې خبرې رښتیا وې، نو د تیتوس په وړاندې په تاسو باندې زمونږ ویاړ هم رښتیا ثابت شو. ۱۵کله چې هغه ستاسو فرمانبرداري چې د هغه څخه مو وکړه، یادوي او څنګه په وېره او لړزېدلو سره مو هغه قبول کړ، نو ستاسو سره د هغه مینه نوره هم زیاتیږي. ۱۶زه خوشحاله یم چې کولای شم په تاسو باندې پوره باور ولرم.
2 Corinthians 7
PAUL’S EPISTLES
https://pashtozeray.org//east_afghan_bible/
يوسفزئ
https://pashtozeray.org//yousafzai_bible/2-corinthians-7/