د کتاب پېژندنه
تیموتاوس د کوچنۍ اسیا یا اوسنۍ ترکیې څخه ؤ. د هغه مور یهودۍ او پلار یې یوناني ؤ. تیموتاوس د پولوس رسول په وسیله په عیسی مسیح باندې ایمان راوړ او د افسیس د کلیسا د یو ځوان مشر په توګه یې پرمختګ وکړ. تیموتاوس په پولوس رسول باندې لکه د خپل زوی په شان ګران ؤ او د زېري رسولو په ډېرو سفرونو کې به یې هغه د ځان سره بیولو. پولوس رسول په تیموتاوس باندې پوره باور درلود او د افسیس د کلیسا دروند مسوولیت یې هغه ته سپارلی ؤ.
دا لیک په لومړۍ مرحله کې په کلیسا کې د غلطو عقیدو په هکله خبرداری ورکوي او پولوس تیموتاوس ته حکم کوي چې د دې غلط تعلیم مخنیوی وکړي او هغوی اصلاح کړي. هغه دروغجن استاذان په دې عقیده وو چې مادي دنیا یوه د شرارت نه ډکه دنیا ده. د هغوی په نظر خلاصون یوازې د یوې پټې او د راز نه ډکې پوهې او د داسې کارونو په سرته رسولو سره لکه د ځینو خوړو څخه د ځان ساتنې او د واده نه کولو له لارې تر لاسه کېدای شي.
همدارنګه په دې لیک کې هغه لارښوونې شاملې دي چې د کلیسا د اداري او عبادتي کارونو په هکله دي او هغه ځانګړتیاوې هم په کې بیان شوي دي چې د کلیسا مشران او خدمتګاران یې باید ولري. په دې لیک کې پولوس تیموتاوس ته ویلي دي چې د ایماندارانو د مختلفو ډلو لکه زړو او کونډو ښځو او د کلیسا د مشرانو سره باید څنګه چلند وکړي.
تیموتاوس ځوان ؤ، خو خدای ورته نعمتونه ورکړي وو او هغه یې د افسیس د کلیسا د لارښوونې دپاره ټاکلی ؤ. د دې لیک اصلي مقصد دا دی چې زېری د ایماندارانو په ژوند کې عملي او ښکاره بدلون راولي، نه دا چې تش په خولې د ایمان دعوه کوي. پولوس تیموتاوس ته دا لارښوونه هم کوي چې څنګه باید خپل ژوند په پاکوالي کې تېر کړي او د ایماندارانو دپاره باید نمونه او مثال اوسي.
د موضوعګانو لست
- سلامونه: ۱: ۱ - ۲
- د کلیسا او د هغې د مشرانو دپاره لارښوونې: ۱: ۳ – ۳: ۱۶
- تیموتاوس ته د هغه د خدمت په هکله لارښوونې او حکمونه: ۴ – ۶ فصلونه