EA Icon - Historical Books
تاریخي

اول تواریخ - درویشتم فصل

د لاویانو دندې

۱کله چې داود ډېر زوړ شو، نو خپل زوی سلیمان یې د اسراییلو پاچا وټاکه.

۲داود د اسراییلو ټول مشران او همدارنګه کاهنان او لاویان یو ځای راوغوښتل. ۳بیا داود هغه لاویان وشمېرل چې عمرونه یې لږ تر لږه دېرش کاله وو او د هغوی ټولو شمېر اته دېرشو زرو تنو ته ورسېده. ۴هغه وویل: «څلورویشت زره لاویان به د څښتن د کور د کار څارنه کوي، شپږ زره به مامورین او قاضیان وي، ۵څلور زره تنه به د دروازو ساتونکي وي او څلور زره تنه نور به د موسیقۍ د آلو په غږولو سره چې ما د دې مقصد دپاره ورکړې دي، د څښتن ستاینه کوي.»

۶بیا داود لاویان د هغوی د قبیلو له مخې په درېو ډلو ووېشل: جرشون، قهات او مراري.

۷جرشون دوه زامن درلودل: لعدان او شمعي. ۸لعدان درې زامن درلودل: یحییل، زیتام او یوییل. ۹دا د هغو طایفو مشران وو چې د لعدان له اولادې څخه وو. شمعي درې زامن درلودل: شلومیت، حزیییل او هاران. ۱۰‏-۱۱وروسته د شمعي څلور نور زامن د هغوی د عمر له مخې دا وو: یحت، زینا، یعوش او بریعه. خو یعوش او بریعه ډېر اولادونه نه درلودل، نو د هغوی اولاده د یوې کورنۍ په توګه وشمېرل شوه.

۱۲قهات څلور زامن درلودل: عمرام، یزهار، حبرون او عزییل. ۱۳عمرام د هارون او د موسی پلار ؤ. هارون او د هغه اولادونه د ټولو سپېڅلو شیانو مسؤولان غوره شوي وو. هغوی څښتن ته د خوشبویۍ په سوځولو او خلکو ته د هغه په نوم د برکت په ورکولو سره د څښتن خدمت کاوه. ۱۴‏-۱۵د خدای نبي موسی د جرشون او د الیعازر پلار ؤ او هغوی لاویان ګڼل کېدل. ۱۶د جرشون په زامنو کې مشر یې شبوییل ؤ. ۱۷الیعازر یوازې یو زوی درلود چې رحبیا نومېده، خو رحبیا ډېر اولادونه درلودل.

۱۸د قهات دوهم زوی یزهار نومېده او د هغه مشر زوی، شلومیت د خپلې طایفې مشر ؤ. ۱۹د قهات درېم زوی حبرون، څلور زامن درلودل: یریا، امریا، یحزییل او یقمعام. ۲۰د قهات کشر زوی عزییل، دوه زامن درلودل: میکا او یشیه.

۲۱مراري دوه زامن درلودل: محلي او موشي. محلي د العازار او د قیس پلار ؤ. ۲۲العازار هېڅ زامن نه درلودل، یوازې لوڼې یې درلودلې او هغوی د خپل تره یعنې د قیس د زامنو سره ودونه وکړل. ۲۳د مراري دوهم زوی موشي درې زامن درلودل: محلي، عیدر او یریموت.

۲۴دا د لاوي اولاده وه چې طایفه په طایفه او کورنۍ په کورنۍ یې د هر یو نوم ثبت شوی ؤ. د هغه له اولادې څخه هرڅوک چې د شلو یا له شلو څخه د زیاتو کالو په عمر ؤ، د څښتن د کور په کار کې یې برخه درلودله.

۲۵داود وویل: «د اسراییلو څښتن خدای خپل قوم ته سوله ور په برخه کړې ده او هغه به هم په اورشلیم کې د تل دپاره واوسیږي. ۲۶نو لاویان به نور دې ته مجبور نه وي چې سپېڅلې خېمه او هغه شیان د یو ځای نه بل ځای ته یوسي چې د عبادت دپاره ورڅخه کار اخیستل کیږي.» ۲۷د داود د وروستنۍ لارښوونې له مخې د ټولو لاویانو نومونه چې د شلو کالو عمر ته رسېدل، د خدمت دپاره ثبتېدل. ۲۸دا لاندې وظیفې لاویانو ته سپارل کېدلې: هغوی به د هارون د اولادې سره د څښتن د کور په چارو کې مرسته کوله چې د کور په حوېلۍ او کوټو باندې پام وکړي او په دې باندې ځان پوه کړي چې هرڅه چې په عبادت کې ورڅخه کار اخیستل کیږي، باید پاک وساتل شي. ۲۹هغوی د هغې ډوډۍ مسؤولان وو چې خدای ته وړاندې کېدله، د غلې دانې د نذرانې دپاره د اوړو، د فطیرې نرۍ ډوډۍ، هره نذرانه چې د ډوډۍ په شان پخیدله او د هغو اوړو مسؤولان هم وو چې د زیتونو د تېلو سره ګډیدل. دغو لاویانو به دا نذرانې تللې او اندازه کولې.

۳۰لاویانو به هر سهار او ماښام د څښتن شکر ادا کاوه او د ستاینې سندرې به یې ورته ویلې. ۳۱هغوی به هغه وخت هم شکر ادا کاوه او د ستاینې سندرې به یې ویلې کله چې د هر سبت په ورځ باندې قربانۍ وړاندې کېدلې او همدارنګه به یې د نوې میاشتې په اخترونو او د نورو دیني اخترونو په دوران کې همداسې کول. لاویانو ته دا وظیفه ورسپارل شوې وه چې په منظم ډول د څښتن عبادت وکړي. لاویان مجبور وو چې تل په کافي اندازه سړي وټاکي چې د څښتن په کور کې خپله وظیفه تر سره کړي، د دې دپاره چې د اړتیا وړ کار سرته ورسیږي. ۳۲هغوی ته دا مسوولیت ور په غاړه شو چې په سپېڅلې خېمې او د څښتن په کور باندې پام وکړي او د هغو کاهنانو سره چې د هارون د اولادې او د هغوی له خپلوانو وو، د څښتن د کور په ټولو چارو کې مرسته وکړي.