- د لوقا انجیل د ۶۰ نه تر ۷۰ میلادي کلونو پورې د لوقا په نامه یو سړي لیکلی دی. لوقا یو غیریهودي ډاکتر او د پولوس رسول د نژدې ملګرو څخه ؤ. لوقا د پولوس سره د عیسی مسیح د زېري په رسولو کې مرسته کوله او زیات سفرونه یې ورسره کړي دي. هغه دا زېری چې د عیسی مسیح په هکله دی، د تیوفیلوس په نوم یو سړي ته چې یو لوړ رتبه مامور ؤ، لیکلی ؤ (لوقا ۱: ۱ - ۴). لوقا د څو عیني شاهدانو څخه معلومات راټول کړ او د روح القدس په لارښوونه یې د هغه څخه یو منظم او سم راپور د عیسی د ژوند په هکله جوړ کړ.
لوقا په دې انجیل کې دا بیانوي[...] د یحیی د زېږېدنې په هکله پېشګويي
د عیسی مسیح د زېږېدنې په هکله پېشګويي
مریم د الیزابت لیدلو ته ورځي
د مریم د ثنا او صفت سندره
د یحیی زېږېدنه
د زکریا پېشګويي
د عیسی زېږېدنه
شپنو ته د فرښتو زېری
په عیسی باندې نوم ایښودل
خدای ته د عیسی وقف کېدل
عیسی په ناصرې کې لوی شو
دولس کلن عیسی د خدای په کور کې
د تعمید غسل ورکوونکي یحیی وعظ
عیسی د تعمید غسل اخلي
د عیسی شجره
د عیسی ازمایښت
په جلیل کې د عیسی د کار پیل
د ناصرې خلک عیسی نه مني
عیسی پېریانو نیولي سړي ته شفا ورکوي
عیسی ډېرو خلکو ته شفا ورکوي
عیسی په کنیسه کې وعظ کوي
عیسی خپل لومړني شاګردان ټاکي
عیسی یو جذامي ته شفا ورکوي
عیسی یو شل ته شفا ورکوي
عیسی لاوي خپل شاګرد ټاکي
د روژې په هکله پوښتنه
د سبت په هکله پوښتنه
عیسی د سبت په ورځ ناروغانو ته شفا ورکوي
عیسی د خپلو شاګردانو څخه دولس رسولان ټاکي
عیسی خلکو ته تعلیم او شفا ورکوي
خوشحالي او غم
د دښمنانو سره مینه
د نورو په هکله قضاوت کول
ونه د خپلې مېوې څخه پېژندل کیږي
پوه او ناپوه ګلکاران
عیسی د رومي منصبدار نوکر ته شفا ورکوي
عیسی د یوې کونډې زوی راژوندی کوي
د عیسی په هکله د یحیی پوښتنه
عیسی د فریسي شمعون په کور کې
هغو ښځو چې د عیسی سره یې مرسته وکړله
د دهقان مثال
د مثالونو مقصد
د دهقان مثال تفسیر
د څراغ مثال
د عیسی مور او ورونه څوک دي؟
عیسی توفان ودروي
عیسی پېریانو نیولي سړي ته شفا ورکوي
د عیسی له خوا د ایمان په خاطر شفا ورکول
د دولسو شاګردانو لېږل
د هیرودیس پرېشاني
پنځو زرو کسانو ته خواړه ورکول
د عیسی په هکله د پطروس اقرار
عیسی د خپل مرګ په هکله پېشګويي کوي
د عیسی د څېرې بدلېدل
عیسی د یو هلک څخه پېریان وباسي
عیسی د دوهم ځل دپاره د خپل مرګ په هکله پېشګويي کوي
د ټولو نه لوی څوک دی؟
څوک چې ستاسو مخالف نه دی هغه ستاسو طرفدار دی
د سامرې کلی د عیسی د منلو څخه انکار کوي
د عیسی څخه د پیروۍ کولو شرطونه
د دوه اویا شاګردانو لېږل
هغه ښارونه چې خلک یې توبه نه وباسي
د دوه اویا شاګردانو بېرته راستنېدل
د عیسی خوشحالي
د یو نېک سامري مثال
عیسی د مرتا او مریم سره لیدنه کوي
عیسی خپلو شاګردانو ته د دعا کولو په هکله تعلیم ورکوي
عیسی او د پېریانو مشر بعلزبول
د پېري بېرته راتلل
رښتینې خوشحالي
د معجزې غوښتنه
د بدن څراغ
عیسی فریسیان او د شریعت عالمان ملامتوي
د منافقت په خلاف خبرداری
د چا نه باید ووېرېږو
د خلکو په مخکې د مسیح په هکله اقرار کول
د یو کم عقل شتمن مثال
په خدای توکل کول
اسماني شتمني
بېداره نوکران
وفادار او بې وفا نوکر
د عیسی په سبب بېلتون
د وخت پېژندل
د خپل مدعي سره روغه جوړه کول
توبه وباسئ
د بې مېوې انځر د ونې مثال
عیسی د سبت په ورځ یوې ښځې ته شفا ورکوي
د شړشمو د تخم مثال
د خمیرې مثال
د تنګې دروازې مثال
د اورشلیم دپاره د عیسی خفګان
عیسی یو ناروغ سړي ته شفا ورکوي
عاجزي او مېلمه پالنه
د لویې مېلمستیا مثال
د مسیح د شاګردۍ بیه
د بې خونده مالګې مثال
د ورک شوي پسه مثال
د ورکې شوې سکې مثال
د ورک شوي زوی مثال
د ځیرک ناظر مثال
شریعت او د خدای پاچاهي
د شتمن سړي او ایلعازر مثال
د وسوسه کولو او بخښنې په هکله تعلیم
قوي ایمان
د یو نوکر وظیفه
عیسی لسو جذامیانو ته شفا ورکوي
د خدای د پاچاهۍ راتګ
د یوې کونډې او قاضي مثال
د یو فریسي او مالیه ټولوونکي مثال
عیسی ماشومانو ته برکت ورکوي
شتمن خلک او د خدای پاچاهي
عیسی د درېم ځل دپاره د خپل مرګ په هکله پېشګويي کوي
عیسی یو ړوند سوالګر بینا کوي
عیسی د زکي کور ته ځي
د لسو نوکرانو مثال
عیسی په بریالیتوب سره اورشلیم ته ننوځي
عیسی د اورشلیم په حال ژاړي
عیسی د خدای د کور څخه سوداګران شړي
د عیسی د اختیار په هکله پوښتنه
د انګورو د باغ او باغوانانو مثال
د مالیې ورکولو په هکله پوښتنه
د قیامت د ورځې په هکله پوښتنه
مسیح د چا زوی دی؟
عیسی د شریعت د عالمانو په خلاف خبرداری ورکوي
د یوې کونډې ښځې نذرانه
د خدای د کور د ورانېدلو پېشګویي
د اخرې زمانې نښې
د اورشلیم د ورانېدلو پېشګويي
د انسان د زوی راتګ
د انځر د ونې څخه عبرت اخیستل
بېداره اوسئ
د عیسی د وژلو دسیسه
یهودا اسخریوتي دې ته راضي کیږي چې د عیسی سره خیانت وکړي
د فسحې د اختر تیاری
د څښتن غوره ماښامی
د لویۍ په هکله بحث
د پطروس د انکار په هکله د عیسی پېشګويي
د پیسو کڅوړه، خورجین او توره
عیسی د زیتون په غره کې دعا کوي
د عیسی سره خیانت کول او نیول
پطروس له عیسی څخه انکار کوي
د عیسی سپکاوی او وهل
عیسی د مذهبي شورا په مخکې
عیسی د پیلاتوس په حضور کې
عیسی هیرودیس ته لېږل کیږي
عیسی ته د مرګ سزا ورکول کیږي
عیسی په صلیب باندې مېخ کیږي
د عیسی مړینه
د عیسی ښخېدل
د عیسی بیا راژوندي کېدل
د عماوس په لاره کې د عیسی لیدل
عیسی خپلو شاګردانو ته ځان ښکاره کوي
اسمان ته د عیسی ختل