د میکا بتان
۱د افرایم په غرنۍ سیمه کې یو سړی چې نوم یې میکا ؤ اوسېده. ۲یوه ورځ هغه خپلې مور ته وویل: <آیا هغه یوولس سوه مثقاله سپین زر دې په یاد دي چې ستا څخه غلا شوي وو؟ کله چې تا هغه نفر ته چې هغه یې پټ کړي وو ښېرې وکړلې زه په هغه ځای کې وم. دا کار ما کړی ؤ.>
مور یې وویل: <زویه څرنګه چې تا اقرار وکړ نو څښتن دې تاته برکت درکړي!> ۳هغه سپین زر بېرته خپلې مور ته ورکړل او هغې وویل: <زه دا سپین زر د خپل زوی له خوا څښتن ته وقف کوم. له دې څخه به د لرګي د بت په جوړولو کې چې د سپینو زرو پوښ به ورته ورکړل شي کار واخیستل شي. نو زه به دا سپین زر بېرته تاته درکړم.> ۴خو هغه دا سپین زر بېرته خپلې مور ته ورکړل. هغې دوه سوه مثقاله سپین زر واخیستل او یو زرګر ته یې ورکړل او هغه د لرګي یو بت جوړ کړ او د سپینو زرو پوښ یې ورته ورکړ. بیا یې هغه د میکا په کور کې کېښود.
۵میکا بتخانه درلوده. هغه یو څو بتان او یو سپېڅلی پېشبند جوړ کړ او له خپلو زامنو څخه یې یو تن د خپل کاهن په توګه وټاکه. ۶په هغه زمانه کې اسراییلو پادشاه نه درلود، نو هرچا به هغه کارونه کول چې زړه یې غوښتل.
۷په دې وخت کې یو ځوان لاوي ؤ چې د یهودا د بیت لحم په ښارګوټي کې اوسېده. ۸هغه د بیت لحم څخه لاړ چې د اوسېدلو دپاره کوم بل ځای پیدا کړي. هغه په لاره کې د میکا کور ته چې د افرایم په غرنۍ سیمه کې ؤ راغی. ۹میکا له هغه څخه پوښتنه وکړه: <ته د کوم ځای څخه راغلی یې؟>
هغه په ځواب کې وویل: <زه لاوي یم او په یهودا کې د بیت لحم یم. د اوسېدلو دپاره ځای لټوم.>
۱۰میکا وویل: <زما سره واوسېږه او زما مشاور او کاهن شه. زه به تاته په کال کې لس مثقاله سپین زر، یو څه کالي او ډوډۍ درکوم.> ۱۱-۱۲نو هغه ځوان لاوي په دې راضي شو چې د میکا سره واوسیږي او میکا هغه د کاهن په توګه وټاکه. هغه د میکا په کور کې اوسېده او میکا د هغه سره لکه د خپلو زامنو په شان رویه کوله. ۱۳میکا وویل: <اوس زه پوهېږم چې څښتن به راته برکت راکړي، ځکه چې دغه لاوي زما کاهن دی.>
قاضيان - ١٧ باب
HISTORY
https://pashtozeray.org//east_afghan_bible/
يوسفزئ
https://pashtozeray.org//yousafzai_bible/judges-17/