پوهه او شاعري

متلونه ‮د کتاب پېژندنه‬

د کتاب پېژندنه

د سلیمان د متلونو کتاب د سپېڅلي کتاب د شعري کتابونو لکه د ایوب کتاب، د زبورونو کتاب، د څېړونکي کتاب او د غوره غزل کتاب په شان یو شعري کتاب دی چې له دې سره ټول پنځه کتابونه کیږي. دا کتاب د اخلاقي، مذهبي او له حکمت نه د ډکو لارښوونو یوه ټولګه ده. د روایتونو له مخې د دې کتاب زیاتره برخه د داود زوی سلیمان پاچا پورې تړل شوې ده. څښتن سلیمان ته ځانګړی حکمت ورکړی ؤ. د پوهانو په عقیده سلیمان او حتی نورو خلکو هم کېدای شي د دې کتاب په لیکلو، راټولولو او کاپي کولو کې برخه اخیستلې وي چې ښایي د مسیح د پیدایښت نه شاوخوا ۱۰۰۰ کاله مخکې پیل او د څلور سوه کالو په ترڅ کې بشپړ شوی وي.
په پخواني اسراییلي کورنیو کې مور او پلار د ښوونکو په توګه د ماشومانو تعلیم یې په غاړه ؤ. د متلونو کتاب لکه د یو پلار یا ښوونکي په شان لوستونکو او اورېدونکو ته درس ورکوي او هغوی د ماشومانو په شان یو څه زده کوي، چې په کې ډېر شیان په رمزي ژبه بیان شوي دي او ډول ډول انځورونه کارول شوي دي. د مثال په توګه کله کله لار د ژوند د سفر او اوبه د جنسي اړیکو انځور ښکاره کوي. همدا شان ځینې وختونه په روښانه توګه دوه بېلابېل شخصیتونه د یو بل په وړاندې راځي لکه هوښیار سړی د کم عقل، خواریکښ انسان د لټ، نېک انسان د بدکار او پتمنه ښځه د بدلمنې په وړاندې راځي. حکمت او کم عقلتوب د دوو بېلابېلو ښځو انځور دی چې ځوانان د خپلو خبرو اورېدلو په خاطر ځان ته رابولي. د عبرانۍ د ژبې زیاتره متلونه لکه د پښتو د لنډیو په شان له دوو کرښو څخه جوړې شوې دي. د متلونو دوهمه کرښه د لومړۍ کرښې معنی په یو بل ډول بیانوي او یا یو څه د هغې په معنی کې زیاتوي.
د متلونو کتاب د تورات د کتاب په شان نه دی چې مذهب په کې ځانګړې رول لوبولی دی، بلکې په دې کتاب کې ورځني ژوند ته ډېره پاملرنه شوې ده. د دې کتاب اصلي مقصد دا دی چې د ژوند او حکمت ترمنځ اړیکه وښایي او سمې لارې ته د ځوانانو لارښوونه وکړي، چې «خلک په حکمت او نصیحت پوره پوه شي او د عقلمندۍ خبرې زده کړي، ترڅو نصیحت ومني چې هوښیار شي، او خپل ژوند په انصاف، عدالت او برابرۍ تېر کړي» (۱: ۲ - ۳). په دې کتاب کې حکمت د خدای له خوا یو سوغات دی او له څښتن څخه وېره، د حکمت او پوهې پیل ګڼل کیږي. حکمت د ورځنیو چارو دپاره په کور، ټولنه، سیاست او تجارت کې عملي مشورې ورکوي او د اړیکو د ساتلو په اړه په کې ډېرې لارښوونې شوې دي. په دې کتاب کې هغه اصولو ته اشاره کیږي چې عموماً رښتیني وي. د مثال په توګه، نېکانو ته برکت او نېکمرغي او بدکارانو ته سزا ورکول کیږي، که څه هم په حقیقي ژوند کې ځینې وختونه داسې هم پېښیږي چې بدکاران نېکمرغي تر لاسه کوي او نېکان زیانونه او کړاوونه زغمي.
د متلونو کتاب د انسان د زړه رازونه ښکاره کوي او دې ته یې تیاروي چې د خپلو نیمګړتیاوو او کم عقلتوب نه خبر شي.

د موضوعګانو لست

  • د کتاب سریزه: ۱: ۱ – ۹: ۱۸
  • د سلیمان پورې تړلي متلونه: ۱۰: ۱ – ۲۲: ۱۶
  • د حکمت د خاوندانو دېرش نصیحتونه: ۲۲: ۱۷ – ۲۴: ۲۲
  • د حکمت د خاوندانو نورې خبرې: ۲۴: ۲۳ - ۳۴
  • د سلیمان پورې تړلي نور متلونه: ۲۵: ۱ – ۲۹: ۲۷
  • د اګور خبرې: ۳۰: ۱ - ۳۳
  • د لموییل پاچا خبرې: ۳۱: ۱ - ۳۱