په اسراییلو باندې د خدای رحم
۱زه پوښتنه کوم چې ایا خدای خپل قوم رد کړی دی؟ هېڅکله نه! زه خپله هم اسراییلی یم، د ابراهیم د نسل نه او د بنیامین د قبیلې څخه یم. ۲خدای خپل هغه قوم نه دی رد کړی چې د مخکې نه یې غوره کړی ؤ. ایا تاسو نه پوهېږئ چې د خدای کلام د الیاس پیغمبر په هکله څه وایي چې هغه څنګه د اسراییلو په خلاف خدای ته شکایت کوي او وایي: ۳«څښتنه، هغوی ستا پیغمبران وژلي دي، ستا د قربانۍ ځایونه یې وران کړي دي او زه یوازې پاتې یم او هغوی هڅه کوي چې ما هم ووژني.» ۴خو خدای هغه ته څه ځواب ورکړ؟ هغه دا ځواب ورکړ: «ما د خپل ځان دپاره اووه زره کسان چې د بعل بت ته یې سجده نه ده کړې، ساتلي دي.» ۵همدارنګه په دې اوسنۍ زمانه کې هم یو شمېر خلک پاتې دي چې د خدای په فضل سره غوره شوي دي. ۶خو که چېرې دا د فضل په وسیله وي، نو بیا د انسان د عملونو په وسیله نه دی. که نه، نو بیا فضل کومه معنی نه لري.
۷نو بیا دا څه معنی؟ د اسراییلو خلک چې د کوم شي په لټه کې وو، هغه یې تر لاسه نه کړ. د خدای غوره شویو کسانو تر لاسه کړ، خو د نورو زړونه سخت شول. ۸لکه څنګه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي:
خدای هغوی په روحاني درانه خوب ویده کړل چې تر نن ورځې پورې نه څه لیدلی شي او نه څه اورېدلی شي.
۹او داود وایي:
پرېږده چې دسترخوان یې ورته تیلک او دام شي او تیږه ورته داسې شي چې پرې وښوییږي او د خپلو کارونو سزا وویني. ۱۰پرېږده چې سترګې یې ړندې شي چې هېڅ ونه ویني او ملاګانې یې د تل دپاره کړوپې شي.
۱۱نو زه پوښتنه کوم، ایا هغوی داسې وښویېدل چې بیا به هېڅکله راپورته نه شي؟ هېڅکله نه، بلکې د هغوی د سرغړونې په سبب خلاصون د غیریهودیانو په برخه شو او له همدې امله د اسراییلو سره کینه پیدا شوه. ۱۲اوس که چېرې د هغوی سرغړونه د دنیا د برکت سبب شوه او د هغوی روحاني ماتې د غیریهودیانو دپاره د برکت سبب شوه، نو بیا به د هغوی برکتونه نور څومره زیات شي چې کله ټول اسراییل په کې شامل شي.
د غیر یهودیانو ژغورل
۱۳اوس تاسو غیریهودیانو ته وایم چې زه د غیریهودیانو دپاره رسول یم او په خپل کار باندې ویاړ کوم. ۱۴ځکه کېدای شی چې په دې ډول وکولای شم د خپل قوم حسد او بخیلي راوپاروم او د هغوی څخه ځینې یې وژغورم. ۱۵ځکه که د هغوی رد کېدل د دنیا سره د خدای د پخلا کېدلو سبب شو، نو د هغوی منل به لکه د مرګ نه د بیا راژوندي کېدلو په معنی وي. ۱۶که چېرې د اوړو لومړنۍ پېړه چې خدای ته د نذرانې په توګه وړاندې کیږي، سپېڅلې وي، نو بیا ټوله خمیره هم سپېڅلي ده. او که د ونې ریښې سپېڅلې وي، نو څانګې یې هم سپېڅلې دي.
۱۷خو که چېرې ځینې څانګې پرېکړل شي او ته چې د ځنګلي زیتون یوه څانګه وې، په نورو څانګو کې پیوند شوې او د اصلي زیتون د ونې په ګټوره ریښه کې شریک شوې، ۱۸نو خپل ځان د نورو څانګو نه لوړ مه ګڼه. که چېرې خپل ځان لوړ ګڼې، نو یاد ساته چې ریښه په تا باندې ولاړه نه ده، بلکې ته په ریښې باندې ولاړ یې. ۱۹خو ته به وایې: «څانګې د دې دپاره پرېکړل شوې چې زه په کې پیوند شم.» ۲۰دا رښتیا ده. هغوی د خپلې بې ایمانۍ له امله پرېکړل شوې، خو ته د ایمان په وسیله هلته پاتې کېږې. نو مغرور کېږه مه، بلکې ووېرېږه. ۲۱ځکه که خدای هغه طبیعي څانګې په خپل ځای پرېنښودلې، نو تا به هم پرېنږدي. ۲۲نو د خدای مهرباني او سخت قضاوت په پام کې ونیسه. خدای د هغو خلکو په وړاندې سختګیره دی چې لېرې لوېدلي دي، خو ستا په وړاندې مهربانه دی، که چېرې ته د هغه په مهربانۍ کې پاتې شې. که نه، نو ته به هم پرېکړل شې. ۲۳که چېرې یهودیان په بې ایمانۍ کې پاتې نه شي، نو هغوی به بیا پیوند کړل شي، ځکه چې خدای قدرت لري چې هغوی یوځل بیا سره پیوند کړي. ۲۴ځکه که چېرې تاسو غیریهودیان د ځنګلي زیتون د ونې نه پرېکړل شوي یئ او د خپل فطرت په خلاف د اصلي زیتون د ونې سره پیوند شوي یئ، نو بیا به هغه اصلي څانګې څومره په اسانۍ سره پیوند شي چې د اصلي زیتون د ونې خپلې څانګې دي.
په ټولو باندې د خدای رحم
۲۵ای خویندو او ورونو! زه نه غواړم چې تاسو د دې پټ راز نه بې خبره پاتې شئ او په خپلې پوهې باندې مغرور شئ. د ځینو اسراییلیانو زړونه سخت شوي دي او دا به تر هغه وخته پورې دوام وکړي، ترڅو د هغو غیریهودیانو شمېر پوره شي چې خلاصون مومي. ۲۶په دې ډول به ټول اسراییل خلاصون ومومي. لکه څنګه چې لیکل شوي دي:
خلاصوونکی به د صهیون څخه راشي او هغه به د یعقوب د نسل څخه بې دیني لېرې کړي. ۲۷زه به د هغوی سره لوظ وکړم چې د هغوی ګناهونه لېرې کړم.
۲۸د زېري په خاطر یهودیان د خدای دښمنان شول او دا ستاسو په ګټه دی. د خدای د خوښې له امله هغوی اوس هم خدای ته د هغوی د نیکونو ابراهیم، اسحاق او یعقوب په خاطر ګران دي. ۲۹ځکه چې د خدای نعمتونه او بلنه نه بدلېدونکي دي. ۳۰لکه څنګه چې تاسو غیریهودیانو یو وخت د خدای په وړاندې نافرماني کوله، خو اوس په تاسو باندې د یهودیانو د نافرمانۍ له امله رحم وشو، ۳۱نو اوس هغوی نافرماني کوي او په تاسو باندې د خدای رحم وشو، نو له دې امله په هغوی باندې به هم د هغه رحم وشي. ۳۲خدای ټول خلک په نافرمانۍ کې راګېر کړل، ترڅو په ټولو باندې رحم وکړي.
۳۳واه، د خدای شتمني څومره زیاته ده او د هغه حکمت او پوهه څومره ژوره ده! د هغه قضاوتونه څومره پټ او د هغه په لارو پوهېدل څومره سخت دي. ۳۴ځکه د خدای په کلام کې لیکل شوي دي:
څوک کولای شي چې د څښتن په فکرونو باندې پوه شي؟ یا څوک کولای شي چې هغه ته مشوره ورکړي؟ ۳۵یا چا خدای ته کوم شی ورکړی دی چې بېرته یې ترې واخلي؟
۳۶ځکه چې ټول شیان د هغه له خوا دي او د هغه په وسیله پیدا شوي دي او د هغه دپاره دي. د هغه جلال دې تل ترتله وي. امین.
روميانو - يوولسم باب
PAUL’S EPISTLES
https://pashtozeray.org//east_afghan_bible/
يوسفزئ
https://pashtozeray.org//yousafzai_bible/romans-11/