لاویانو - ٣ فصل

د سلامتۍ نذرانه ۱کله چې څوک د خپلې پادې یو حیوان د سلامتۍ د نذرانې په توګه د څښتن په حضور کې وړاندې کوي، هغه دې یو داسې غویی یا غوا وي چې کوم عیب په کې نه وي. ۲هغه به خپل لاس د حیوان په سر باندې کېږدي او هغه به د مقدسې خېمې […]
لاویانو - ٢ فصل

د غلې دانې نذرانه ۱کله چې ستاسو څخه څوک څښتن ته د غلې دانې نذرانه وړاندې کوي، هغه نذرانه دې د ښو اوړو څخه وي. په هغې باندې دې د زیتونو تېل توی کړي، خوشبویي دې ورباندې واچوي ۲او د هارون زامنو یعنې کاهنانو ته دې وروړي. کاهن به د ټولې خوشبویۍ سره د ښو […]
لاویانو - ١ فصل

سوزېدونکې نذرانه ۱څښتن حضرت موسیٰ له مقدسې خېمې څخه راوغوښت او ورته ویې فرمایل: ۲<اسراییلیانو ته ووایه: کله چې ستاسو څخه یو څوک څښتن ته یوه نذرانه راوړي، هغه دې د خپلې پادې یا رمې څخه یو حیوان د خپلې نذرانې په توګه راوړي. ۳که چېرې هغه د خپلې پادې څخه یو حیوان د سوزېدونکې […]
هجرت - ٤٠ فصل

د مقدسې خېمې ودرول ۱بیا څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: ۲<د اولې میاشتې په اوله ورځ مقدسه خېمه ودروه. ۳په هغې کې د لوظ صندوق چې لس حکمونه په کې دي کېږده او هغه په پردې باندې پټ کړه. ۴مېز دننه راوړه او سامان ورباندې کېږده. همدارنګه څراغدان هم دننه راوړه او څراغونه ورباندې کېږده. […]
هجرت - ٣٩ فصل

د کاهنانو دپاره لباس (هجرت ۲۸: ۱ - ۱۴) ۱د آبي، بانجاني او سرو وړیو څخه هغوی په مقدس ځای کې د خدمت کولو دپاره ښکلي کالي جوړ کړل. هغوی د حضرت هارون دپاره هم د څښتن د حکم په مطابق چې حضرت موسیٰ ته یې کړی ؤ، خاص لباس جوړ کړ. ۲هغوی د سرو زرو او د […]
هجرت - ٣٨ فصل

د سوزېدونکې نذرانې د قربانۍ ځای (هجرت ۲۷: ۱ - ۸) ۱بصلئیل د غز د لرګي څخه یو د قربانۍ ځای جوړ کړ چې یو متر او دېرش سانتي لوړ ؤ. هغه څلور کنجه ؤ، دوه متره او شل سانتي اوږد ؤ او دوه متره او شل سانتي پلن ؤ. ۲هغه د څلورو کنجونو دپاسه برجونه جوړ کړل […]
هجرت - ٣٧ فصل

د لوظ صندوق (هجرت ۲۵: ۱۰ - ۲۲) ۱بصلئیل د غز د لرګي څخه د لوظ صندوق جوړ کړ چې یو متر او لس سانتي اوږد ؤ، پنځه شپېته سانتي پلن ؤ او پنځه شپېته سانتي لوړ ؤ. ۲د هغه منځنۍ او بیرونۍ برخې ته یې د سوچه سرو زرو پوښ ورکړ او د هغه ګردچاپېره څنډه یې […]
هجرت - ٣٦ فصل

۱بصلئیل، اهولیاب او نور کارګران چې څښتن ورته مهارت او پوهه ورکړې ده د څښتن د حکم سره سم به مقدسه خېمه جوړه او تیاره کړي.> خلک زیاتې نذرانې راوړي ۲بیا حضرت موسیٰ بصلئیل او اهولیاب او ټول ماهر خلک چې څښتن ورته توان ورکړی ؤ او غوښتل یې چې کار وکړي، راوغوښتل چې راشي […]
هجرت - ٣٥ فصل

د سبت دپاره مقررات ۱حضرت موسیٰ د اسراییلو ټول قوم سره راغونډ کړ او ورته ویې فرمایل: <دا د څښتن حکمونه دي چې تاسو به ورباندې عمل کوئ: ۲تاسو باید په هفته کې شپږ ورځې کار وکړئ، مګر په اوومه ورځ چې د څښتن مقدسه ورځ ده ارام وکړئ. هرڅوک چې په هغې ورځ کار […]
هجرت - ٣٤ فصل

د تیږو نوې لوحې (تثنیه ۱۰: ۱ - ۵) ۱څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: <د اولنیو لوحو په شان د تیږو دوه لوحې تیارې کړه، زه به په هغو باندې هغه خبرې ولیکم چې په اولنیو لوحو باندې لیکل شوې وې او تا ماتې کړې. ۲سبا سهار تیار اوسه او د سینا غره ته راوخېژه او د غره […]