شمېر - ٦ فصل

د نذر ورکوونکو دپاره مقررات ۱څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل ۲چې د اسراییلو قوم ته داسې ووایي: <که چېرې ستاسو څخه څوک که هغه نر وي یا ښځه غواړي چې د خاص نذر په ورکولو سره خپل ځان ما څښتن ته وقف کړي، ۳نور باید شراب یا بیر ونه څښي او نه دې کوم ډول […]

شمېر - ٥ فصل

د کمپ پاکوالی ۱څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: ۲<د اسراییلو په قوم باندې امر وکړه چې هرڅوک چې د پوستکي په ساري ناروغۍ باندې اخته وي یا د بدن څخه یې زوه راوزي او هغه څوک چې په مړي باندې لګېدلی وي او ناپاک شوی وي د کمپ څخه وشړي. ۳دا ټول ناپاکه خلک که […]

شمېر - ٤ فصل

د قهاتیانو وظیفې ۱څښتن حضرت موسیٰ او حضرت هارون ته وفرمایل: ۲<د قهاتیانو سرشمېرنه چې د لاویانو د قبیلې یوه برخه ده طایفه په طایفه او کورنۍ په کورنۍ وکړئ. ۳هغه ټول نفر وشمېرئ چې عمر یې د دېرشو کالو څخه تر پنځوسو کالو پورې وي او په مقدسه خېمه کې د کار کولو توان […]

شمېر - ٣ فصل

د حضرت هارون زامن ۱دا د حضرت موسیٰ او حضرت هارون د کورنۍ د هغه وخت قصه ده کله چې څښتن د حضرت موسیٰ سره د سینا په غره کې خبرې وکړې. ۲حضرت هارون څلور زامن درلودل: ناداب چې مشر ؤ، ابیهو، العازار او ایتامار. ۳هغوی مسح کړای شول او د کاهنانو په توګه وټاکل […]

شمېر - ٢ فصل

په کمپ کې د قبیلو ځای په ځای کول ۱څښتن حضرت موسیٰ او حضرت هارون ته وفرمایل: ۲<کله چې اسراییلیان خېمې ودروي، هر سړی به د خپلې ډلې د بیرغ او د خپلې طایفې د نښان لاندې خېمې ودروي. کمپ دې د مقدسې خېمې په شاوخوا کې جوړ شي.> ۳د یهودا د کمپ ډلې دې […]

شمېر - ١ فصل

د اسراییلو اوله سرشمېرنه ۱د مصر څخه د اسراییلو د قوم د راوتلو څخه وروسته د دوهم کال د دوهمې میاشتې په اوله ورځ کله چې څښتن د حضرت موسیٰ سره د سینا په دښته کې په مقدسه خېمه کې خبرې وکړې هغه وفرمایل: ۲<ته او هارون طایفه په طایفه او کورنۍ په کورنۍ د […]

لاویانو - ٢٧ فصل

څښتن ته د سوغاتونو په هکله قوانین ۱څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: ۲<د اسراییلیانو سره خبرې وکړه او ورته ووایه چې که چېرې څوک یو بل نفر د خاص نذر په توګه څښتن ته وقف کړي، نو هغه نفر به د لاندینیو پیسو په ورکولو سره ازاد شي: ۳‏-۷د مقدس ځای د مثقال په مطابق: […]

لاویانو - ٢٦ فصل

د اطاعت کولو دپاره برکتونه (تثنیه ۷: ۱۲ - ۲۴، ۲۸: ۱ - ۱۴) ۱څښتن وفرمایل: <د خپلو ځانونو دپاره بتان یا مجسمې یا د تیږو ستنې مه جوړوئ چې د هغو عبادت وکړئ. زه ستاسو څښتن خدای یم. ۲د سبت د ورځې څخه پیروي وکړئ او د هغه ځای احترام وکړئ چې زما عبادت په کې کیږي. زه څښتن یم. […]

لاویانو - ٢٥ فصل

اووم کال (تثنیه ۱۵: ۱ - ۱۱) ۱د سینا په غره باندې څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: ۲<د اسراییلیانو سره خبرې وکړه او ورته ووایه: کله چې تاسو هغې خاورې ته چې زه یې درکوم ورننوزئ، باید څښتن ته د احترام په خاطر هر اووم کال د ځمکې د کرلو څخه ډډه وکړئ. ۳شپږ کاله خپل پټي وکرئ […]

لاویانو - ٢٤ فصل

د څراغونو ساتنه کول (هجرت ۲۷: ۲۰ - ۲۱) ۱څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: ۲<په اسراییلیانو باندې امر وکړه چې د هغو څراغونو دپاره چې په مقدسه خېمه کې دي د زیتونو سوچه تېل راوړئ، ترڅو هغه په منظمه توګه بل وساتل شي. ۳هارون دې هر ماښام هغه بل کړي او هغه دې تر سهاره پورې د څښتن […]