پېدايښت - ٢٨ فصل
۱حضرت اسحاق یعقوب راوغوښت، هغه ته یې برکت ورکړ او حکم یې ورته وکړ: <د کنعانۍ ښځې سره واده ونه کړې. ۲همدا اوس بین النهرین ته د خپل نیکه بتوئیل کور ته لاړ شه او هلته د خپل ماما لابان د لورګانو څخه خپل ځان ته ښځه وکړه. ۳مطلق قادر خدای دې تاته برکت درکړي او […]
پېدايښت - ٢٧ فصل
حضرت یعقوب د حضرت اسحاق څخه برکت اخلي ۱کله چې حضرت اسحاق زوړ شو نو د هغه سترګې دومره کمزورې شوې چې نور یې څه شی نه شو لیدلی. خپل مشر زوی عیسو یې راوغوښت او هغه ته یې وفرمایل: <ای زما زویه!> هغه ځواب ورکړ: <څه وایې؟> ۲حضرت اسحاق وفرمایل: <زه اوس زوړ شوی […]
پېدايښت - ٢٦ فصل
حضرت اسحاق او ابي ملک ۱په هغه وطن کې برسېره په هغې قحطۍ باندې چې پخوا د حضرت ابراهیم په وخت کې راغلې وه بله قحطي هم راغله. حضرت اسحاق د فلسطینیانو پادشاه ابي ملک ته چې په جرار کې ؤ ورغی. ۲څښتن حضرت اسحاق ته ښکاره شو او ویې فرمایل: <مصر ته مه ځه. په همدې […]
پېدايښت - ٢٥ فصل
د حضرت ابراهیم نور اولادونه (اول تواریخ ۱: ۳۲ - ۳۳) ۱حضرت ابراهیم بله ښځه وکړه چې نوم یې قطوره ؤ. ۲د هغې څخه د حضرت ابراهیم زامن زمران، یقشان، مدان، مدیان، یشباق او شوعه پیدا شول. ۳یقشان د شبا او ددان پلار ؤ او اشوریم، لطوشیم او لئومیم د ددان اولاده وه. ۴عیفه، عیفر، حنوک، ابیداع او […]
پېدايښت - ٢٤ فصل
د حضرت اسحاق دپاره ښځه ۱حضرت ابراهیم ډېر زوړ شوی ؤ او څښتن هغه ته په هر کار کې برکت ورکاوه. ۲حضرت ابراهیم خپل ناظر ته چې د هغه په کورنۍ کې د هرڅه واکدار ؤ وفرمایل: <خپل لاس دې زما د ورون لاندې کېږده. ۳په دې ډول زه تاته د څښتن یعنې د اسمان […]
پېدايښت - ٢٣ فصل
د ساره مړینه ۱ساره یوسلو اووه ویشت کاله ژوندۍ وه. ۲هغه په قریه اربع (حبرون) کې چې د کنعان په هېواد کې دی مړه شوه او حضرت ابراهیم د ساره دپاره غمجن شو او په هغې پسې یې وژړل. ۳بیا حضرت ابراهیم د خپلې ښځې د مړي له څنګه پاڅېده او حیتیانو ته ورغی او […]
پېدايښت - ٢٢ فصل
خدای پاک حضرت ابراهیم ته امر کوي چې حضرت اسحاق قرباني کړي ۱څه موده وروسته خدای پاک په حضرت ابراهیم باندې ازمایښت وکړ او هغه ته یې وفرمایل: <ای ابراهیمه!> او حضرت ابراهیم ځواب ورکړ: <هو، زه حاضر یم!> ۲خدای پاک وفرمایل: <خپل زوی اسحاق چې ستا یوازینی زوی دی او په تا باندې ډېر […]
پېدايښت - ٢١ فصل
د حضرت اسحاق زېږېدنه ۱لکه څنګه چې څښتن فرمایلي وو، هغه په ساره باندې مهربانه شو. څښتن هغه وعده سرته ورسوله چې د ساره سره یې کړې وه. ۲ساره امیدواره شوه او زوی یې پیدا شو. په هغه وخت کې حضرت ابراهیم زوړ ؤ. دا هلک په هماغه وخت کې پیدا شو چې خدای پاک […]
پېدايښت - ٢٠ فصل
حضرت ابراهیم او ابي ملک ۱حضرت ابراهیم له ممري څخه د کنعان جنوب خواته کډه وکړه او د قادش او شور په منځ کې یې سکونت اختیار کړ او د یو څه وخت دپاره په جرار کې پاتې شو. ۲هلته حضرت ابراهیم د خپلې ښځې ساره په هکله وفرمایل: <هغه زما خور ده.> د جرار پادشاه […]
پېدايښت - ١٩ فصل
د سدوم د خلکو ګناهونه ۱کله چې هغه دوه فرښتې د ماښام په وخت کې سدوم ته ورسېدلې، حضرت لوط د ښار په دروازه کې ناست ؤ. څنګه چې حضرت لوط هغوی ولیدلې راپاڅېده او د هغوی د هرکلي دپاره ورغی او په ځمکه باندې پړمخې پرېوت، ۲ویې فرمایل: <ای زما بادارانو، د خپل خدمتګار […]