يشوَع - ١٦ باب

د افرایم او لوېدیځې منسي قبیلې ته ورکړل شوې ځمکه ۱د هغې ځمکې جنوبي سرحد چې د یوسف اولادې ته ورکړل شوې ده اریحا ته نژدې د اردن د سیند څخه پیل شوی دی یعنې د اریحا د چینو د ختیځ څخه پیل شوی او د دښتې څخه تېر شوی او د اریحا څخه د […]
يشوَع - ١٥ باب

د یهودا قبیلې ته ورکړل شوې ځمکه ۱د یهودا د قبیلې طایفو د ځمکې یوه برخه ترلاسه کړه چې په لاندې ډول تشریح کیږي: دا ځمکه د صین د دښتې جنوب یعنې د ادوم د پولې پورې رسېدله. ۲د هغو جنوبي پوله د ارام دریاب د جنوبي برخې په پای کې پیل شوې، ۳د عقربیم […]
يشوَع - ١٤ باب

د اردن د سیند په لوېدیځ کې د ځمکې وېش ۱هغه ځمکې چې بني اسراییلو د کنعان په خاوره کې ترلاسه کړې، العازار کاهن، د نون زوی یوشع او د قوم مشرانو د هغوی ترمنځ ووېشلې. ۲لکه څنګه چې څښتن د موسیٰ په وسیله امر کړی ؤ، د اردن د سیند په لوېدیځ کې د […]
يشوَع - ١٣ باب

هغه ځمکه چې اسراییلو نه وه نیولې ۱کله چې یوشع زوړ شو، څښتن هغه ته وویل: <ته ډېر زوړ شوی یې، خو ډېره ځمکه لا پاتې ده چې باید ونیول شي. ۲دا هغه ځمکه ده چې پاتې ده: د فلسطینیانو او د جشوریانو ټوله سیمه، ۳همدارنګه د عویانو سیمه تر جنوب پورې (د شیحور څخه […]
يشوَع - ١٢ باب

د موسیٰ له خوا مات شوي پادشاهان ۱مخکې له دې چې موسیٰ مړ شي هغه او د اسراییلو خلکو د اردن د سیند د ختیځې خوا دوو پادشاهانو ته ماتې ورکړه. دې دوو پادشاهانو په هغې سیمې باندې چې د ارنون له درې څخه د حرمون تر غره پورې رسېدله او په هغې کې د […]
يشوَع - ١١ باب

د کنعان د شمال د پادشاهانو ماتې ۱کله چې د اسراییلو د بریالیتوب خبر د حاصور پادشاه یابین ته ورسېد، هغه د مادون پادشاه یوباب او د شمرون او اخشاف پادشاهانو ۲او هغو پادشاهانو ته پیغام ولېږه چې د شمال په غرنۍ سیمه کې، د اردن په دره کې، د جلیل د جهیل په جنوب […]
يشوَع - ١٠ باب

د اموریانو ماتې ۱د اورشلیم پادشاه ادوني صدق واورېدل چې یوشع عای نیولی دی او هغه یې بېخي له منځه وړی او د هغه ځای پادشاه یې وژلی دی لکه څنګه چې هغه د اریحا او د هغه ځای د پادشاه سره کړي وو. هغه دا هم واورېدل چې د جبعون خلکو د اسراییلو سره د […]
يشوَع - ٩ باب

د جبعونیانو له خوا د یوشع غولول ۱د اسراییلو د بریالیتوبونو څخه هغه ټول پادشاهان خبر شول چې د اردن د سیند په لوېدیځ کې وو، یعنې کوم چې په غرنۍ سیمه، د غرونو په لوېدیځو لمنو او د مدیترانې د بحیرې د غاړې څخه شمال خواته تر لبنان پورې اوسېدل. دا د حیتیانو، اموریانو، […]
يشوَع - ٨ باب

د عای نیول او له منځه وړل ۱څښتن یوشع ته وویل: <مه وېرېږه او مه بې زړه کېږه. ټول لښکر له ځان سره واخله او عای ته لاړ شه. زه به تا د عای په پادشاه، د هغه په خلکو او ښار باندې بریالی کړم او د هغه خاوره به ستا شي. ۲ته به د […]
يشوَع - ٧ باب

د عخان ګناه ۱څښتن اسراییلو ته حکم کړی ؤ چې د اریحا څخه هیڅ داسې شی چې باید له منځه وړل شوی وای وانه خیستل شي، خو د هغه څخه سرغړونه وشوه. یو سړی چې عخان نومېده د دې حکم څخه یې سرغړونه وکړه نو څښتن په اسراییلو باندې سخت په قهر شو. (عخان د […]