قاضيان - ٢ باب

په بوکیم کې د څښتن فرښته ۱د څښتن فرښته د جلجال څخه بوکیم ته لاړه او اسراییلیانو ته یې وویل: <ما تاسو د مصر څخه راوویستلئ او هغې خاورې ته مې راوستلئ چې ستاسو د نیکونو سره مې د هغې وعده کړې وه. ما وویل چې زه به هیڅکله ستاسو سره خپل لوظ مات نه […]
قاضيان - ١ باب

د یهودا او شمعون قبیلې له خوا د ادوني بازق نیول ۱د یوشع له مړینې څخه وروسته د اسراییلو قوم د څښتن څخه پوښتنه وکړه: <زمونږ کومه قبیله به اول لاړه شي او په کنعانیانو باندې به حمله وکړي؟> ۲څښتن په ځواب کې وویل: <اول به د یهودا قبیله لاړه شي. زه به هغوی ته د […]
يشوَع - ٢٤ باب

د شکیم په ښار کې د لوظ نوی کول ۱یوشع په شکیم کې د اسراییلو ټولې قبیلې راغونډې کړې. هغه د اسراییلو سپین ږیري، مشران، قاضیان او ماموران راوغوښتل. هغوی راغلل او د خدای په حضور کې ودرېدل. ۲یوشع ټول قوم ته وویل: <د اسراییلو څښتن خدای داسې وایي: ډېره موده مخکې ستاسو نیکونه چې په […]
يشوَع - ٢٣ باب

اسراییلو ته د یوشع اخرنۍ خبرې ۱وروسته له اوږدې مودې څښتن اسراییلو ته د شاوخوا ټولو دښمنانو څخه ارامي ورکړه. په دې وخت کې یوشع ډېر زوړ شوی ؤ. ۲هغه ټول اسراییلیان یعنې د هغوی سپین ږیري، مشران، قاضیان او ماموران راوغوښتل او هغوی ته یې وویل: <زه اوس ډېر زوړ شوی یم. ۳تاسو ولیدل چې […]
يشوَع - ٢٢ باب

د ختیځو قبیلو خپلو کورونو ته ستنېدنه ۱بیا یوشع د روبین، جاد او ختیځې منسي د قبیلو خلک راوغوښتل. ۲یوشع هغوی ته وویل: <تاسو هغه ټول کارونه کړي دي چې د څښتن خدمتګار موسیٰ درته حکم کړی ؤ او زما ټولو امرونو ته مو غاړه ایښې ده. ۳که څه هم جنګ زیات اوږد شو خو […]
يشوَع - ٢١ باب

د لاویانو دپاره ښارګوټي ۱-۲د لاویانو د کورنیو مشران العازار کاهن، د نون زوی یوشع او د اسراییلو د نورو قبیلو د کورنیو مشرانو ته شیلوه ته چې په کنعان کې وه ورغلل او هغوی ته یې وویل: <څښتن د موسیٰ په وسیله په تاسو باندې امر کړی دی چې مونږ ته د اوسېدلو دپاره […]
يشوَع - ٢٠ باب

د پناه اخیستلو ښارونه (شمېر ۳۵: ۹ - ۳۴ او تثنیه ۱۹: ۱ - ۱۳) ۱بیا څښتن یوشع ته وویل ۲چې د اسراییلو قوم ته ووایه: <د پناه اخیستلو ښارونه چې د هغو په باره کې مې د موسیٰ په وسیله تاسو ته ویلي وو وټاکئ. ۳نو هرڅوک چې په سهوې سره یو سړی ووژني، کولی شي هلته لاړ شي او […]
يشوَع - ١٩ باب

د شمعون قبیلې ته ورکړل شوې ځمکه ۱دوهمه پچه د شمعون د قبیلې د طایفو په نوم ووتله. د هغوی سیمه د یهودا په ځمکه کې پرته وه. ۲په هغې کې دا ځایونه شامل وو: بئرشبع (شبع)، مولاده، ۳حزر شوعال، بالح، عاصم، ۴التولد، بتول، حرما، ۵صقلغ، بیت مرکبوت، حزر سوسه، ۶بیت لباعوت او شاروحن – د شاوخوا کلیو سره […]
يشوَع - ١٨ باب

د پاتې ځمکې وېش ۱کله چې هغوی هغه خاوره ونیوله، د اسراییلو ټول قوم په شیلوه کې سره راغونډ شو او هلته یې مقدسه خېمه ودروله. ۲د اسراییلو اووه قبیلې وې چې خپله د ځمکې برخه لا ورته نه وه ورکړل شوې. ۳نو یوشع د اسراییلو قوم ته وویل: <تاسو به ترڅو پورې د هغې […]
يشوَع - ١٧ باب

لوېدیځه منسي ۱د ځمکې یوه برخه چې د اردن د سیند په لوېدیځ کې وه ځینو کورنیو ته چې د یوسف د مشر زوی منسي اولاده وه ورکړل شوه. ماخیر د جلعاد پلار ؤ او د منسي مشر زوی ؤ. ماخیر یو پوځي اتل ؤ نو د اردن د سیند په ختیځ کې د جلعاد […]