اول سموئيل - ٢٧ باب

داود بیا په فلسطنیانو کې پناه اخلي ۱خو داود د خپل ځان سره فکر وکړ: <یوه ورځ به شائول ما ووژني، زما دپاره ترټولو ښه خبره دا ده چې د فلسطینیانو خاورې ته وتښتم. نو شائول به په اسراییلو کې زما د لټون څخه لاس واخلي او زه به د هغه له لاسه خلاص شم.> […]

اول سموئيل - ٢٦ باب

داود بیاهم نه غواړي شائول ووژني ۱بیا د زیف خلک شائول ته چې په جبعې کې اوسېده لاړل او هغه ته یې وویل: <داود د حخیله په غره کې چې د یهودا دښتې ته مخامخ دی پټ شوی دی.> ۲نو شائول د اسراییلو د درې زره غوره شویو عسکرو سره د داود د لټولو دپاره […]

اول سموئيل - ٢٥ باب

د سموئیل مړینه ۱هغه وخت راورسېد چې سموئیل مړ شو. ټول اسراییلیان راغونډ شول او د هغه دپاره یې ویر وکړ. هغه یې په رامه کې په خپله ځمکه کې ښخ کړ. وروسته له هغه داود د فاران دښتې ته لاړ. داود، نابال او ابیجایل ۲‏-۳په هغه ځای کې د کالیب د خېل څخه یو […]

اول سموئيل - ٢٤ باب

داود نه غواړي شائول ووژني ۱کله چې شائول د فلسطینیانو سره د جنګ کولو څخه وروسته راستون شو، هغه خبر شو چې داود د عین جدي په دښته کې دی. ۲شائول په اسراییلو کې د ډېرو ښو عسکرو څخه درې زره نفره واخیستل او لاړ چې د غرنۍ وزو ګټونو ته نژدې داود او د […]

اول سموئيل - ٢٣ باب

داود د قعیلې ښار ژغوري ۱یوه ورځ داود ته خبر ورسېد چې فلسطینیانو د قعیلې په ښار باندې حمله کړې ده او درمندونه لوټوي. ۲نو هغه د څښتن څخه پوښتنه وکړه: <آیا زه لاړ شم او په فلسطینیانو باندې حمله وکړم؟> څښتن ځواب ورکړ: <هو، په هغوی باندې حمله وکړه او قعیله وژغوره.> ۳مګر د […]

اول سموئيل - ٢٢ باب

د کاهنانو عام وژنه ۱داود د جت څخه لاړ او د ادولام سمڅې ته وتښتېد. کله چې د هغه ورونو او د هغه پاتې کورنۍ واورېدل چې هغه هلته دی، نو دوی هلته د هغه سره یوځای شول. ۲هغه خلک چې په تکلیف کې وو یا پوروړي وو یا شکایت یې درلود داود ته راټول […]

اول سموئيل - ٢١ باب

د شائول د لاسه د داود تښتېدل ۱داود اخیملک کاهن ته چې په نوب کې ؤ ورغی. اخیملک په لړزېدلو سره د هغه هرکلي ته راووت او پوښتنه یې ورڅخه وکړه: <ولې یوازې راغلی یې او څوک درسره نشته؟> ۲داود په ځواب کې وویل: <پادشاه ماته یو کار راسپارلی دی او راته ویلي یې دي […]

اول سموئيل - ٢٠ باب

یوناتان د داود سره مرسته کوي چې وتښتي ۱وروسته داود د نایوت څخه چې په رامه کې ؤ وتښتېد، یوناتان ته ورغی او پوښتنه یې ورڅخه وکړه: <ما څه کړي دي؟ زما جرم څه دی؟ ما څه ګناه کړې ده چې ستا پلار زما د وژلو هڅه کوي؟> ۲یوناتان ځواب ورکړ: <خدای دې نه کوي! […]

اول سموئيل - ١٩ باب

شائول هڅه کوي چې داود ووژني ۱شائول خپل زوی یوناتان او خپلو ټولو درباریانو ته وویل چې داود ووژني، مګر داود په یوناتان باندې ډېر ګران ؤ ۲او هغه ته یې خبرداری ورکړ: <زما پلار شائول غواړي چې تا ووژني. سبا سهار په خپل ځان باندې پام کوه، په یو ځای کې پټ شه او […]

اول سموئيل - ١٨ باب

۱وروسته له هغې چې داود خپلې خبرې د شائول سره پای ته ورسولې، د شائول زوی یوناتان او داود سمدلاسه ډېر ښه دوستان شول او داود په یوناتان باندې د خپل ځان په شان ډېر ګران شو. ۲له هماغې ورځې څخه شائول داود د خپل ځان سره وساته او هغه یې پرېنښود چې د خپل […]