2 Samuel 6

د لوظ صندوق اورشلیم ته راوړل کیږي (اول تواریخ ۱۳: ۱ - ۱۴، ۱۵: ۲۵ - ۱۶: ۶، ۴۳) ۱داود یو ځل بیا د اسراییلو غوره شوي عسکر راغونډ کړل، چې شمېر یې دېرش زره تنه وو. ۲هغوی ته یې لارښوونه وکړه چې د یهودا بعلې ته لاړ شي د دې دپاره چې له هغه ځای څخه د خدای د لوظ صندوق […]

2 Samuel 5

داود د ټولو اسراییلو پادشاه (اول تواریخ ۱۱: ۱ - ۹، ۱۴: ۱ - ۷) ۱د اسراییلو د ټولو قبیلو مشران داود ته چې په حبرون کې ؤ ورغلل او هغه ته یې وویل: <مونږ ستاسو خپل هډوکي او وینه یو. ۲مخکې چې کله شائول زمونږ پادشاه ؤ، همدا تاسو وئ چې په عسکري عملیاتو کې به مو اسراییلو ته لارښوونه […]

2 Samuel 4

د ایشبوشت قتل ۱کله چې د شائول زوی ایشبوشت واورېدل چې ابنیر په حبرون کې وژل شوی دی، هغه خپل همت له لاسه ورکړ او د اسراییلو ټول خلک ووېرېدل. ۲ایشبوشت دوه چریکي قوماندانان درلودل چې د یو نوم بعنه او د بل نوم ریکاب ؤ. هغوی د بیروتي رمون زامن وو او د بنیامین […]

2 Samuel 3

۱د شائول د کورنۍ د پلویانو او د داود د پلویانو ترمنځ د اوږدې مودې دپاره جنګ روان ؤ. څنګه چې داود قوي کېده، هغومره د شائول پلویان کمزوري کېدل. د داود هغه زامن چې په حبرون کې زېږېدلي وو ۲د داود هغه زامن چې په حبرون کې زېږېدلي وو: مشر یې، امنون، د یزرعیلي […]

2 Samuel 2

داود د یهودا پادشاه ټاکل کیږي ۱وروسته بیا داود د څښتن څخه پوښتنه وکړه: <آیا زه لاړ شم او د یهودا د ښارونو څخه د یو کنترول په لاس کې واخلم؟> څښتن ځواب ورکړ: <هو.> داود پوښتنه وکړه: <کوم یو ښار ته لاړ شم؟> څښتن وویل: <حبرون ته.> ۲نو داود خپلې دوه ښځې، یزرعیلي اخینوعم […]

2 Samuel 1

داود د شائول د مړینې څخه خبریږي ۱د شائول د مړینې څخه وروسته، داود عمالیقیانو ته د ماتې ورکولو څخه راستون شو او دوه ورځې په صقلغ کې پاتې شو. ۲په دریمه ورځ د شائول د کمپ څخه یو ځوان سړی چې کالي یې شلېدلي او په سر باندې یې خاورې شیندلې راغی. کله چې […]

اول سموئيل - ٣١ باب

د شائول او د هغه د زامنو مړینه (اول تواریخ ۱۰: ۱ - ۱۲) ۱فلسطینیانو د جلبوع په غره کې د اسراییلو سره جنګ وکړ. په هغه ځای کې ډېر اسراییلیان ووژل شول او پاتې یې چې په هغو کې شائول پادشاه او د هغه زامن هم شامل وو وتښتېدل. ۲مګر فلسطینیانو هغوی ډېر سخت تعقیب کړل او […]

اول سموئيل - ٣٠ باب

د عمالیقیانو په خلاف جګړه ۱داود او د هغه نفر په دریمه ورځ صقلغ ته ورسېدل. هغه مهال چې هغوی هلته نه وو، عمالیقیانو د یهودا په جنوب او صقلغ باندې یرغل کړی ؤ. صقلغ یې سوزولی ؤ ۲او ښځې او کوچنیان یې د اسیرانو په توګه له ځان سره بیولي وو، مګر څوک یې […]

اول سموئيل - ٢٩ باب

فلسطینیان داود نه قبلوي ۱فلسطینیانو خپل ټول ځواکونه په افیق کې راټول کړل او اسراییلیانو په یزرعیل کې د چینې سره خپلې خېمې ودرولې. ۲د فلسطین پادشاهانو د خپلو سل کسیزو او زر کسیزو ټولیو سره حرکت وکړ. داود او د هغه نفر د آخیش پادشاه سره په هغوی پسې روان شول. ۳د فلسطینیانو قوماندانانو […]

اول سموئيل - ٢٨ باب

۱په هغو ورځو کې فلسطینیانو خپل ځواکونه راغونډ کړل چې د اسراییلو سره جنګ وکړي. آخیش داود ته وویل: <ته باید پوه شې چې ته او ستا سړي باید زما د لښکرو سره ملګرتیا وکړئ.> ۲داود وویل: <تاسو به په خپله ووینئ چې ستاسو نوکر څه کولی شي.> آخیش ځواب ورکړ: <ډېر ښه، زه به […]