James 2
د طرفدارۍ په خلاف خبرداری ۱ای زما خویندو او ورونو! که چېرې تاسو زمونږ په څښتن عیسی مسیح چې د جلال خاوند دی ایمان لرئ، نو د چا طرفداري مه کوئ. ۲فرض کړئ یو سړی چې د سرو زرو ګوته یې په لاس وي او ښکلي کالي یې اغوستي وي او ستاسو غونډې ته راشي […]
James 1
سلامونه ۱د خدای او د څښتن عیسی مسیح د خدمتګار یعقوب له خوا دې د اسراییلو دولس قبیلو ته چې په ټوله نړۍ کې خواره واره شوي دي، سلام وي. ایمان او حکمت ۲ای زما خویندو او ورونو! هرکله چې تاسو د ډول ډول ازمېښتونو سره مخامخ کېږئ نو هغه یوه خوشحالي وګڼئ، ۳ځکه تاسو […]
Hebrews 13
خدای څنګه خوشحالولی شو؟ ۱د خویندو او ورونو په شان یو د بل سره مینه کوئ. ۲دا مه هېروئ چې باید د مسافرو مېلمه پالنه وکړئ، ځکه چې ځینو خلکو داسې کړي دي او هغوی د فرښتو مېلمه پالنه کړې ده که څه هم هغوی یې نه دي پېژندلې. ۳هغه کسان چې په زندان کې دي داسې […]
Hebrews 12
د څښتن له خوا زمونږ اصلاح ۱نو اوس چې د شاهدانو دومره لویه ګڼه ګوڼه زمونږ څخه راچاپېره ده، نو راځئ چې هر اضافي بار یعنې هره ګناه چې په اسانۍ سره مو راګېروي، د خپل ځان نه لېرې کړو او په صبر او زغم سره په هغې سیالۍ کې منډه ووهو چې زمونږ په وړاندې […]
Hebrews 11
د ایمان په هکله لوی مثالونه ۱ایمان په هغو شیانو باندې باور لرل دي چې مونږ ورته هیله من یو او په هغو شیانو باندې ټینګه عقیده لرل چې مونږ یې نه شو لیدلی. ۲د ایمان په وسیله ؤ چې د پخوانۍ زمانې خلک د خدای له خوا ومنل شول. ۳مونږ د ایمان له مخې پوهېږو […]
Hebrews 10
د مسیح یوځل قرباني د تل دپاره ۱د موسی شریعت د راتلونکو ښو شیانو یوازې یو تصویر دی او د هغو شیانو رښتینی شکل نه دی. دغه شریعت چې د هغه له مخې کومې قربانۍ چې هر کال به وړاندې کېدلې، هېڅکله نه شو کولای هغه خلک کامل کړي چې د خدای عبادت یې کاوه. […]
Hebrews 9
ځمکنی او اسمانی عبادت ۱په لومړني لوظ کې د عبادت اصول او ځمکنی عبادتځای شامل وو. ۲نو هغه خېمه جوړه شوه او په هغې کې دوه کوټې وې. په لومړنۍ کوټه کې څراغدان او یو مېز ؤ چې په هغه باندې به خدای ته سپېڅلې ډوډۍ وړاندې کېدله. دا کوټه د سپېڅلي ځای په نوم […]
Hebrews 8
عیسی زمونږ لوی کاهن ۱اوس چې مونږ کومې خبرې کوو په هغو کې مهم ټکی دا دی چې مونږ یو داسې لوی کاهن لرو چې په اسمانونو کې د مطلق قادر خدای د تخت ښي لاس ته ناست دی. ۲هغه په هغه سپېڅلي ځای او هغې حقیقي خېمه کې خدمت کوي چې د څښتن له […]
Hebrews 7
ملک صدق کاهن د مسیح یو مثال ۱ملک صدق د سالیم پاچا او د خدای تعالی کاهن ؤ. کله چې ابراهیم پاچاهانو ته د ماتې ورکولو نه وروسته بېرته راغی، نو ملک صدق د هغه سره مخامخ شو او هغه ته یې برکت ورکړ ۲او هرڅه چې ابراهیم په جنګ کې تر لاسه کړي وو، د هغو لسمه برخه […]
Hebrews 6
۱نو راځئ چې د مسیح په هکله لومړنی تعلیم پرېږدو او د کاملتوب خواته لاړ شو. د دې اړتیا نشته چې مونږ دې بیا بیا هغه لومړني تعلیمونه تکرار کړو لکه د بدو کارونو نه توبه ویستل او په خدای باندې ایمان راوړل، ۲د تعمید د غسلونو تعلیم او په سر د لاس ایښودلو تعلیم، […]