شمېر - ٣١ فصل
د مدیانیانو څخه بدل اخیستل ۱څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: ۲<څه چې مدیانیانو د اسراییلو د خلکو سره کړي وو، د هغه په خاطر هغوی ته سزا ورکړه. چې کله دې دا کار وکړ، بیا به مړ شې.> ۳بیا حضرت موسیٰ قوم ته وفرمایل: <د جګړې دپاره تیار شئ، ترڅو وکولی شئ چې د څښتن […]
شمېر - ٣٠ فصل
د نذر ورکولو قوانین ۱حضرت موسیٰ د اسراییلو د قبیلو مشرانو ته د څښتن دغه حکمونه ورکړل: ۲<کله چې یو سړی څښتن ته یو شی نذر ورکوي، یا داسې قسم وخوري چې د ځینو شیانو څخه به ځان لېرې ساتي، نو هغه باید خپله وعده ماته نه کړي، بلکه څه چې یې ویلي دي هغه […]
شمېر - ٢٩ فصل
د سرنیو د اختر نذرانې (لاویان ۲۳: ۲۳ - ۲۵) ۱هر کال د اوومې میاشتې په اوله ورځ تاسې د عبادت دپاره سره راغونډ شئ او باید هیڅ ورځنی کار ونه کړئ. په هغې ورځ باید سرني ووهل شي. ۲څښتن ته سوزېدونکې نذرانه یعنې یوه خوشبویي چې په هغه باندې ښه لګیږي وړاندې کړئ: یو ځوان غویی، یو […]
شمېر - ٢٨ فصل
ورځنۍ نذرانې (هجرت ۲۹: ۳۸ - ۴۶) ۱څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: ۲<دا حکم د اسراییلو قوم ته ورسوه او هغوی ته ووایه: ګورئ ماته به په ټاکلي وخت کې د نذرانو په خاطر هغه خواړه وړاندې کوئ چې په اور باندې تیاریږي. د داسې نذرانې بوی په ما باندې ښه لګیږي. ۳دا هغه نذرانې دي چې په […]
شمېر - ٢٧ فصل
د صلفحاد لورګانې ۱محله، نوعه، حجله، ملکه او ترصه د صلفحاد لورګانې وې. صلفحاد د حافر زوی ؤ، حافر د جلعاد زوی ؤ، جلعاد د ماخیر زوی ؤ، ماخیر د منسي زوی ؤ او منسي د حضرت یوسف زوی ؤ. ۲یوه ورځ د هغه لورګانې د مقدسې خېمې دروازې ته لاړلې او هلته یې د […]
شمېر - ٢٦ فصل
د اسراییلیانو دوهمه سرشمېرنه ۱له وبا څخه وروسته څښتن حضرت موسیٰ او د حضرت هارون کاهن زوی العازار ته وفرمایل: ۲<د اسراییلو د ټول قوم سرشمېرنه د کورنیو په اساس وکړئ، یعنې د هغو ټولو خلکو چې عمر یې شل کاله یا زیات وي او جنګ کولی شي.> ۳په هغه وخت کې د اسراییلو ټول […]
شمېر - ٢٥ فصل
موآبیان اسراییلیان بې لارې کوي ۱کله چې اسراییلیان په شطیم کې اوسېدل، ځینو سړیو د موآبي ښځو سره زنا کول پیل کړل. ۲دغو ښځو بیا هغه سړي هغو مراسمو ته راوبلل چې د هغوی خدایانو ته په کې نذرانې وړاندې کېدلې. هغو سړیو د قربانیو غوښه وخوړله او د موآبي خدایانو عبادت یې وکړ. ۳څښتن په […]
شمېر - ٢٤ فصل
۱بلعام په دې یقین درلود چې څښتن به ورته وفرمایي چې اسراییلیانو ته بیا برکت ورکړه. نو هغه د فال څخه هیڅ کار وانه خیست چې معلومه کړي څښتن د هغه څخه څه غواړي چې ویې کړي، لکه څنګه یې چې دوه ځلې مخکې کړي وو. د دې په ځای یې د دښتې خواته وکتل […]
شمېر - ٢٣ فصل
د بلعام اول پیغام ۱بلعام بالاق ته وویل: <دلته زما دپاره اووه د قربانۍ ځایونه جوړ کړه، بیا اووه غوایان او اووه پسونه راوله.> ۲څنګه چې بالاق ته ویل شوي وو، هغه هماغسې وکړل او هغه او بلعام په هره قربانګاه باندې یو یو غویی او یو یو پسه قرباني کړ. ۳بیا بلعام بالاق ته […]
شمېر - ٢٢ فصل
د موآب پادشاه بلعام راغواړي ۱اسراییلیان د هغه ځای څخه روان شول او د موآب په ډاګونو کې د اردن د سیند ختیځ خواته اریحا ته مخامخ یې خېمې ودرولې. ۲-۳کله چې د موآب پادشاه بالاق د صفور زوی واورېدل چې اسراییلیان څومره ډېر وو او د اموریانو سره یې څه کړي وو، نو هغه […]