تثنیې - ١٥ فصل
د قرضونو د بخښلو کال (لاویان ۲۵: ۱ - ۷) ۱د هر اووم کال په پای کې باید تاسو د خپلو قرضدارانو قرضونه وروبخښئ. ۲دا کار به په دې ډول کیږي: ستاسو څخه هرڅوک چې کوم بل اسراییلي ته یې پیسې په قرض ورکړې وي باید د هغه قرض وروبخښي. هغه دې د هغه اسراییلي څخه دا پیسې […]
تثنیې - ١٤ فصل
د ژړا کولو منع شوی رواج ۱تاسو د خپل څښتن خدای اولادونه یئ. نو کله چې د مړو دپاره ژاړئ، خپل ځانونه مه غوڅوئ یا د خپل کاکل ویښتان مه خرایئ. ۲تاسو د خپل څښتن خدای یئ، هغه د هغو ټولو قومونو څخه چې د ځمکې په مخ باندې ژوند کوي تاسو د خپل قوم […]
تثنیې - ١٣ فصل
د نورو خدایانو عبادت مه کوئ ۱فرض کړئ ستاسو په منځ کې یو نبي یا یو څوک راپیدا شي چې خوبونه تعبیروي او تاسو ته د کومې معجزې یا کوم عجیبه کار په باره کې پېشګویي وکړي. ۲که چېرې هغه نښه یا هغه عجیبه کار چې د هغه په باره کې یې خبرې کړې وي […]
تثنیې - ١٢ فصل
یوازینی ځای چې د څښتن عبادت په کې وشي ۱کله چې تاسو هغې خاورې ته ورننوزئ چې ستاسو د نیکونو څښتن خدای تاسو ته درکړې ده، نو ترڅو پورې چې ژوندي یئ په دې قوانینو باندې باید عمل وکړئ. ۲مګر هغه قومونه چې هلته اوسیږي د نورو خدایانو عبادت کوي. نو کله چې تاسو هغه […]
تثنیې - ١١ فصل
د څښتن سره مینه کوئ او د هغه اطاعت کوئ ۱د خپل څښتن خدای سره مینه کوئ او همېشه د هغه د ټولو قوانینو څخه اطاعت کوئ. ۲نن ورځ دا په یاد ساتئ چې دا تاسو وئ، نه ستاسو اولادونه چې د خپل څښتن خدای انتظام، د هغه لویي، قدرت، قوت، ۳او معجزې مو لیدلې […]
تثنیې - ١٠ فصل
د تیږو نوې لوحې (هجرت ۳۴: ۱ - ۱۰) ۱بیا څښتن ماته وفرمایل: د اولنیو لوحو په شان د تیږو دوه لوحې تیارې کړه او د لرګیو یو صندوق جوړ کړه چې هغه په کې کېږدې. بیا ماته غره ته راوخېژه. ۲زه به په دې لوحو باندې هغه خبرې ولیکم کومې چې په هغو لوحو باندې لیکلې شوې […]
تثنیې - ٩ فصل
د اسراییلو د قوم نافرماني (هجرت ۳۲: ۱ - ۳۵) ۱ای د اسراییلو خلکو واورئ! تاسو به ژر د اردن د سیند څخه تېر شئ چې هغې خاورې ته ورننوزئ او هغه قومونه وشړئ چې ستاسو څخه لوی او قوي دي. د هغوی ښارونه لوی لوی دي او داسې دېوالونه لري چې اسمان ته رسیږي. ۲د دې قومونو […]
تثنیې - ٨ فصل
څښتن مه هېروئ ۱په وفادارۍ سره د هغو ټولو قوانینو څخه پیروي وکړئ چې نن یې تاسو ته درکوم ترڅو ژوند وکړئ، شمېر مو زیات شي او هغې خاورې ته چې د هغې وعده څښتن ستاسو د نیکونو سره کړې ده ورننوزئ او هغه ونیسئ. ۲در په یاد کړئ چې په تېرو څلوېښتو کلونو کې […]
تثنیې - ٧ فصل
د څښتن خپل قوم (هجرت ۳۴: ۱۱ - ۱۶) ۱کله چې ستاسو څښتن خدای تاسو هغې خاورې ته ورولي چې تاسو به یې ونیسئ، نو هغه به ډېر قومونه ستاسو له مخې څخه لېرې کړي یعنې حیتیان، جرجاشیان، اموریان، کنعانیان، فرزیان، حویان او یبوسیان. دا اووه قومونه ستاسو څخه لوی او ډېر قوي دي. ۲کله چې ستاسو څښتن […]
تثنیې - ٦ فصل
ډېر مهم حکم ۱څښتن ماته وفرمایل چې تاسو ته دغه ټول قوانین درکړم، ترڅو وکولی شئ په هغې خاورې کې د هغو اطاعت وکړئ کومه چې هغه یې درکوي. تاسو به ژر د اردن د سیند څخه تېر شئ او هغه خاوره به ونیسئ. ۲ترڅو پورې چې تاسو ژوندي یئ، تاسو او ستاسو اولاده باید […]