يشوَع - ٢١ باب

د لاویانو دپاره ښارګوټي ۱‏-۲د لاویانو د کورنیو مشران العازار کاهن، د نون زوی یوشع او د اسراییلو د نورو قبیلو د کورنیو مشرانو ته شیلوه ته چې په کنعان کې وه ورغلل او هغوی ته یې وویل: <څښتن د موسیٰ په وسیله په تاسو باندې امر کړی دی چې مونږ ته د اوسېدلو دپاره […]

يشوَع - ٢٠ باب

د پناه اخیستلو ښارونه (شمېر ۳۵: ۹ - ۳۴ او تثنیه ۱۹: ۱ - ۱۳) ۱بیا څښتن یوشع ته وویل ۲چې د اسراییلو قوم ته ووایه: <د پناه اخیستلو ښارونه چې د هغو په باره کې مې د موسیٰ په وسیله تاسو ته ویلي وو وټاکئ. ۳نو هرڅوک چې په سهوې سره یو سړی ووژني، کولی شي هلته لاړ شي او […]

يشوَع - ١٩ باب

د شمعون قبیلې ته ورکړل شوې ځمکه ۱دوهمه پچه د شمعون د قبیلې د طایفو په نوم ووتله. د هغوی سیمه د یهودا په ځمکه کې پرته وه. ۲په هغې کې دا ځایونه شامل وو: بئرشبع (شبع)، مولاده، ۳حزر شوعال، بالح، عاصم، ۴التولد، بتول، حرما، ۵صقلغ، بیت مرکبوت، حزر سوسه، ۶بیت لباعوت او شاروحن – د شاوخوا کلیو سره […]

يشوَع - ١٨ باب

د پاتې ځمکې وېش ۱کله چې هغوی هغه خاوره ونیوله، د اسراییلو ټول قوم په شیلوه کې سره راغونډ شو او هلته یې مقدسه خېمه ودروله. ۲د اسراییلو اووه قبیلې وې چې خپله د ځمکې برخه لا ورته نه وه ورکړل شوې. ۳نو یوشع د اسراییلو قوم ته وویل: <تاسو به ترڅو پورې د هغې […]

يشوَع - ١٧ باب

لوېدیځه منسي ۱د ځمکې یوه برخه چې د اردن د سیند په لوېدیځ کې وه ځینو کورنیو ته چې د یوسف د مشر زوی منسي اولاده وه ورکړل شوه. ماخیر د جلعاد پلار ؤ او د منسي مشر زوی ؤ. ماخیر یو پوځي اتل ؤ نو د اردن د سیند په ختیځ کې د جلعاد […]

يشوَع - ١٦ باب

د افرایم او لوېدیځې منسي قبیلې ته ورکړل شوې ځمکه ۱د هغې ځمکې جنوبي سرحد چې د یوسف اولادې ته ورکړل شوې ده اریحا ته نژدې د اردن د سیند څخه پیل شوی دی یعنې د اریحا د چینو د ختیځ څخه پیل شوی او د دښتې څخه تېر شوی او د اریحا څخه د […]

يشوَع - ١٥ باب

د یهودا قبیلې ته ورکړل شوې ځمکه ۱د یهودا د قبیلې طایفو د ځمکې یوه برخه ترلاسه کړه چې په لاندې ډول تشریح کیږي: دا ځمکه د صین د دښتې جنوب یعنې د ادوم د پولې پورې رسېدله. ۲د هغو جنوبي پوله د ارام دریاب د جنوبي برخې په پای کې پیل شوې، ۳د عقربیم […]

يشوَع - ١٤ باب

د اردن د سیند په لوېدیځ کې د ځمکې وېش ۱هغه ځمکې چې بني اسراییلو د کنعان په خاوره کې ترلاسه کړې، العازار کاهن، د نون زوی یوشع او د قوم مشرانو د هغوی ترمنځ ووېشلې. ۲لکه څنګه چې څښتن د موسیٰ په وسیله امر کړی ؤ، د اردن د سیند په لوېدیځ کې د […]

يشوَع - ١٣ باب

هغه ځمکه چې اسراییلو نه وه نیولې ۱کله چې یوشع زوړ شو، څښتن هغه ته وویل: <ته ډېر زوړ شوی یې، خو ډېره ځمکه لا پاتې ده چې باید ونیول شي. ۲دا هغه ځمکه ده چې پاتې ده: د فلسطینیانو او د جشوریانو ټوله سیمه، ۳همدارنګه د عویانو سیمه تر جنوب پورې (د شیحور څخه […]

يشوَع - ١٢ باب

د موسیٰ له خوا مات شوي پادشاهان ۱مخکې له دې چې موسیٰ مړ شي هغه او د اسراییلو خلکو د اردن د سیند د ختیځې خوا دوو پادشاهانو ته ماتې ورکړه. دې دوو پادشاهانو په هغې سیمې باندې چې د ارنون له درې څخه د حرمون تر غره پورې رسېدله او په هغې کې د […]