اول سموئيل - ٢٢ باب

د کاهنانو عام وژنه ۱داود د جت څخه لاړ او د ادولام سمڅې ته وتښتېد. کله چې د هغه ورونو او د هغه پاتې کورنۍ واورېدل چې هغه هلته دی، نو دوی هلته د هغه سره یوځای شول. ۲هغه خلک چې په تکلیف کې وو یا پوروړي وو یا شکایت یې درلود داود ته راټول […]

اول سموئيل - ٢١ باب

د شائول د لاسه د داود تښتېدل ۱داود اخیملک کاهن ته چې په نوب کې ؤ ورغی. اخیملک په لړزېدلو سره د هغه هرکلي ته راووت او پوښتنه یې ورڅخه وکړه: <ولې یوازې راغلی یې او څوک درسره نشته؟> ۲داود په ځواب کې وویل: <پادشاه ماته یو کار راسپارلی دی او راته ویلي یې دي […]

اول سموئيل - ٢٠ باب

یوناتان د داود سره مرسته کوي چې وتښتي ۱وروسته داود د نایوت څخه چې په رامه کې ؤ وتښتېد، یوناتان ته ورغی او پوښتنه یې ورڅخه وکړه: <ما څه کړي دي؟ زما جرم څه دی؟ ما څه ګناه کړې ده چې ستا پلار زما د وژلو هڅه کوي؟> ۲یوناتان ځواب ورکړ: <خدای دې نه کوي! […]

اول سموئيل - ١٩ باب

شائول هڅه کوي چې داود ووژني ۱شائول خپل زوی یوناتان او خپلو ټولو درباریانو ته وویل چې داود ووژني، مګر داود په یوناتان باندې ډېر ګران ؤ ۲او هغه ته یې خبرداری ورکړ: <زما پلار شائول غواړي چې تا ووژني. سبا سهار په خپل ځان باندې پام کوه، په یو ځای کې پټ شه او […]

اول سموئيل - ١٨ باب

۱وروسته له هغې چې داود خپلې خبرې د شائول سره پای ته ورسولې، د شائول زوی یوناتان او داود سمدلاسه ډېر ښه دوستان شول او داود په یوناتان باندې د خپل ځان په شان ډېر ګران شو. ۲له هماغې ورځې څخه شائول داود د خپل ځان سره وساته او هغه یې پرېنښود چې د خپل […]

اول سموئيل - ١٧ باب

جلیات اسراییلو ته د مقابلې بلنه ورکوي ۱فلسطینیانو خپلې لښکرې د جنګ دپاره د یهودا په سوکوه کې راټولې کړې. د سوکوه او عزیقې ترمنځ یې په افس دمیم کې خېمې ودرولې. ۲شائول او اسراییلیان سره راغونډ شول، د ایله په دره کې یې خېمې ودرولې او د فلسطینیانو په مقابل کې یې خپلې جنګي کرښې […]

اول سموئيل - ١٦ باب

سموئیل داود د پادشاه په توګه غوره کوي ۱یوه ورځ څښتن سموئیل ته وویل: <ترڅو پورې به ته د شائول دپاره ویر کوې؟ هغه مې په اسراییلو باندې د پادشاه په توګه رد کړی دی. یو ښکر راواخله، د زیتون د تېلو څخه یې ډک کړه او په بیت لحم کې د یسي کور ته ورشه، […]

اول سموئيل - ١٥ باب

د عمالیقیانو سره جګړه ۱سموئیل شائول ته وویل: <زه څښتن راولېږلم چې تا غوره کړم چې د هغه په قوم اسراییلو باندې پادشاه شې. نو اوس د څښتن پیغام ته غوږ ونیسه. ۲مطلق قادر څښتن داسې وایي: زه به عمالیقیانو ته د هغه کار سزا ورکړم، کوم چې دوی پخوا د اسراییلو سره کړی ؤ. […]

اول سموئيل - ١٤ باب

یوناتان په فلسطینیانو باندې حمله کوي ۱یوه ورځ یوناتان هغه ځوان عسکر ته چې د هغه وسلې یې انتقالولې وویل: <راځه چې د فلسطینیانو پوستې ته چې هغه بلې غاړې ته پرته ده ورشو.> مګر خپل پلار شائول یې خبر نه کړ. ۲شائول په مغرون کې د انار د ونې لاندې چې د جبعې څخه […]

اول سموئيل - ١٣ باب

سموئیل شائول ملامتوي ۱شائول دېرش کلن ؤ چې پادشاه شو او دوه څلوېښت کاله یې په اسراییلو پادشاهي وکړه. ۲شائول د اسراییلو څخه درې زره نفره غوره کړل چې دوه زره نفره د هغه سره په مخماس او د بیت ئیل په غرنۍ سیمه کې وو او زر نفره د هغه د زوی یوناتان سره په […]