Esther 7

په دار باندې د هامان ځړول ۱نو پاچا او هامان د ډوډۍ خوړلو دپاره د استر مېلمستیا ته لاړل. ۲د دوهم ځل دپاره چې هغوی شراب څښل، پاچا بیا پوښتنه وکړه: «ای استر ملکې، ته څه غواړې؟ هغه به درکړل شي. ستا غوښتنه څه ده؟ که ته وغواړې، زه به حتی نیمه امپراتوري هم درکړم.» […]

Esther 6

پاچا او د مردخای عزت ۱په هغه شپه پاچا ته هېڅ خوب نه ورته، نو هغه امر وکړ چې د امپراتورۍ د پېښو تاریخي کتاب راوړئ او ماته یې په لوړ اواز ولولئ. ۲په هغه کې یې داسې لیکنه وموندله چې څنګه مردخای د پاچا د وژلو هغه دسیسه چې د پاچا د کوټې د […]

Esther 5

پاچا او هامان ته د استر له خوا د مېلمستیا بلنه ۱د روژې په درېمه ورځ استر خپل شاهانه کالي واغوستل، بیا لاړه او د ماڼۍ په دننه حوېلۍ کې د پاچا د شاهي تخت کوټې ته مخامخ ودرېدله. پاچا دننه ؤ او په همدې کوټې کې دروازې ته مخامخ په خپل تخت باندې ناست […]

Esther 4

د استر څخه د مردخای مرسته غوښتل ۱کله چې مردخای د هغو ټولو کارونو څخه چې شوي وو خبر شو، هغه له خفګانه خپل کالي وشکول، د ویر کالي یې واغوستل او ایرې یې په سر باندې واچولې. بیا هغه ښار ته ووت او په لوړ اواز یې سخت ژړل. ۲هغه د ماڼۍ تر دروازې […]

Esther 3

د یهودیانو له منځه وړلو دپاره د هامان دسیسه ۱څه موده وروسته خشایار شاه د همداتا زوی هامان ته چې د اجاج د طایفې ؤ، ترفیع ورکړه. هغه یې په خپلې امپراتورۍ کې لومړنی وزیر کړ. ۲پاچا حکم وکړ چې ټول درباریان دې هامان ته د درناوي په خاطر خپل سرونه ټیت کړي. هغوی ټولو […]

Esther 2

د استر ملکه کېدل ۱څه موده وروسته چې کله د خشایار شاه قهر سوړ شو، هغه د وشتي، د هغه څه په اړه چې هغې کړي وو او د هغه فرمان په اړه چې د هغې په هکله یې ورکړی ؤ، فکر کاوه. ۲نو د پاچا ځینو خدمتګارانو چې هغه ته نژدې خلک وو، وړاندیز […]

Esther 1

د پاچا فرمان او د وشتي ملکې نافرماني ۱‏-۲خشایار شاه، د فارس پاچا د خپل شاهي تخت نه د شوش د ښار د بالاحصار څخه په ټوله سیمه یعنې په یوسلو اووه ویشتو ولایتونو باندې د هند نه تر ایتوپیا پورې پاچاهي کوله. ۳هغه د خپلې پاچاهۍ په درېم کال خپلو مامورینو او درباریانو ته […]

نحمياه - ١٣ باب

د پردیو قومونو څخه د اسراییلو بېلتون ۱په هغه ورځ چې کله د موسی تورات په لوړ اواز سره خلکو ته لوستل کېده، هغوی داسې لیکنه راپیدا کړه چې په هغې کې ویل شوي وو چې عمونیانو او موآبیانو ته اجازه نشته چې د خدای د قوم د غونډې سره یوځای شي. ۲دا په دې […]

نحمياه - ١٢ باب

د کاهنانو او لاویانو لست ۱‏-۷دا د هغو کاهنانو او لاویانو لست دی چې د شالتي ییل د زوی زروبابل او مشر کاهن یشوع سره د جلاوطنۍ څخه راستانه شول: کاهنان: سرایا، ارمیا، عزرا، امریا، ملوک، حطوش، شکنیا، رحوم، مریموت، عیدو، جنتون، ابیا، میامین، معدیا، بلجه، شمعیه، یویاریب، یدعیا، سلو، عاموق، حلقیا او یدعیا. دا خلک […]

نحمياه - ١١ باب

د اورشلیم اوسېدونکي ۱نو د قوم مشران په اورشلیم کې ځای په ځای شول او نورو خلکو پچه واچوله چې د هرو لسو کورنیو څخه دې یوه کورنۍ غوره شي او هغه دې د اورشلیم په سپېڅلي ښار کې واوسیږي او پاتې دې په نورو ښارګوټو کې واوسیږي. ۲هر سړی چې په خپله خوښه حاضرېده […]