زبور - ١٧

د بې ګناه سړي دعا (د داود دعا) ۱واوره زارۍ زما څښتنه، د انصاف دپاره هم د مرستې په خاطر زما فریاد واوره واوره دعا ته زما د بې ریا زړه ۲زما په حق کې ته انصاف وکړه ځکه پوهېږې حقیقت باندې ته ۳تا امتحان کړ زما زړه ته په شپه کې راغلې ماته زه دې […]
زبور - ١٦

د ډاډګېرنې دعا (د داود زبور) ۱ته مې وساته ای خدایه، زه پناه غواړم له تا نه ۲ما دا وویل څښتن ته: «ته زما څښتن یې ټول زما نعمتونه دي د ستا له خوا نه» ۳د وطن سپېڅلي خلک، شریف خلک دي! په هغوی کې زما ټوله خوشحالي ده ۴چې ځغلي څوک نورو خدایانو پسې […]
زبور - ١٥

خدای څه غواړي؟ (د داود زبور) ۱ای څښتنه څوک کولای شي چې پاتې شي ستا کور کې؟ اوسېدی شي څوک د ستا په مقدس غره؟ ۲څوک چې کاندي اطاعت د خدای هر کار کې او همېش کړي نېک کارونه چې خبرې یې رښتیا د زړه له کومي ۳څوک چې نه وایي تهمت په نورو باندې […]
زبور - ١٤

د انسان بدکاري (د سرود ویونکو د مشر دپاره: د داود زبور) (زبور ۵۳) ۱کم عقلان خپلو ځانونو سره وایي چې خدای نشته هغوی ټول دي فاسد شوي او کوي ډېر بد کارونه دوی کې هېڅ یو نېک کار نه کړي ۲له اسمانه څښتن ساتي خپل نظر په انسانانو ترڅو وګوري کوم شته داسې عاقل چې […]
زبور - ١٣

څښتن ته د مرستې دپاره دعا (د سرود ویونکو د مشر دپاره: د داود زبور) ۱ته ترڅو به هېروې ما ای څښتنه؟ تر ابده؟ ته ترڅو به اړوې خپل مخ زما نه؟ ۲ترڅو به روح وي پرېشانۍ کې زما؟ ترڅو به هره ورځ زړګی له غمه ډک وي زما؟ ترڅو دښمن به بریالی وي په […]
زبور - ١٢

د مصیبت په وخت کې د مرستې دپاره دعا (د سرود ویونکو د مشر دپاره: د موسیقۍ د تار لرونکو آلو سره چې دروند اواز لري د داود زبور) ۱مرسته وکړه ای څښتنه! دیندار خلک پاتې نه شول وفادار انسانان ورک شول له دنیا نه ۲درواغ وایي یو بل ته هغوی ټول هغوی یو بل […]
زبور - ١١

په څښتن باندې باور (د سرود ویونکو د مشر دپاره: د داود زبور) ۱زه په څښتن لرم باور، هغه به وساتي ما څنګه تاسو ماته دا ویلی شئ: «والوزه مرغۍ په شانتې غرونو ته ۲بدکارانو تیار کړي دي خپل غشي هم راکش کړې یې لیندې خپلې دي چې د تیارې نه پرې نېکان وولي ۳که […]
زبور - ١٠

د عدالت دپاره دعا ۱ای څښتنه ولې لېرې ته ودرېږې؟ د سختیو وخت کې ولې پټوې ځان؟ ۲کبرجن دي بدکاران او ځوروي دوی غریبان هغوی دې ګېر شي هغو نقشو کې چې جوړې کړې دي دوی ۳کوي فخر بدکاران په خپلو بدو خواهشاتو حریصان سپکوي څښتن ورته ښکنځلې کوي ۴هېڅ پروا د څښتن نه کړي […]
زبور - ٩

د خدای د عدالت دپاره شکرګزاري (د سرود ویونکو د مشر دپاره: «د زوی د مرګ» په تال د داود زبور) ۱زه به ستا شکر کوم د زړه له کومي ای څښتنه بیانوم به ټول کارونه عجیبه چې کړي تا ۲زه به وایمه سندرې د خوښۍ ستا له سببه ستا په نامه باندې سندرې د […]
زبور - ٨

د خدای لوی والی او د انسان وقار (د سرود ویونکو د مشر دپاره: د جت د ښار په تال د داود زبور) ۱ای څښتنه، زمونږ باداره! په ټول جهان کې د ستا نوم لوی دی ستا ثنا او صفت رسیږي تر اسمانه ۲ماشومان او تي رودونکي ماشومان ستا د لویۍ سندرې وایي تا جوړه […]