زبور - ٢٧

د ثنا او صفت دعا (د داود زبور) ۱څښتن زما رڼا زما نجات دی نو بیا چا نه وېره وکړم؟ دی څښتن زما د ژوند ښه پناه ځای وېره نه کړم زه د چا نه ۲چې کړي کله بدکاران په ما حمله رقیبان او دښمنان چې کله هڅه زما د مرګ کړي تیندکونه خوري رالویږي […]

زبور - ٢٦

د بې ګناه کس دعا (د داود زبور) ۱ته ښکاره کړه ای څښتنه چې زه یمه بې ګناه دې دپاره چې کومه سم کارونه او په تا باندې توکل کومه بې له شکه ۲کړه امتحان مې ای څښتنه او مې وازمایه زما د زړه او ذهن دواړو ازمایښت وکړه ته ۳ځکه ستا تلپاتې مینه زما په سترګو […]

زبور - ٢٥

د لارښوونې او ساتنې دپاره دعا (د داود زبور) ۱څښتنه ستا درګاه ته زه دعا کومه ۲زما خدایه، توکل دی زما په تا مه پرېږده مې شرمنده شم مه پرېږده مې دښمنان راباندې بر شي ۳چې په تا کوي توکل هغه به نه شي شرمنده بې سببه چې خیانت کړي شي هغوی به شرمنده ۴ای څښتنه، […]

زبور - ٢٤

د جلال پاچا (د داود زبور) ۱چې په ځمکه کې هرڅه دي هغه واړه د څښتن دي چې په دنیا کې اوسي هغه واړه د څښتن دي ۲ځکه تهداب د ځمکې کېښود څښتن هغه یې کلکه ودروله دریابونو باندې هم یې قایمه ودروله په اوبو د ځمکې لاندې باندې ۳څوک شي ختلی د څښتن غونډۍ […]

زبور - ٢٣

څښتن زما شپونکی دی (د داود زبور) ۱دی څښتن زما شپونکی زه هېڅ شي ته محتاج نه یم ۲راکوي ارام سرسبزه څړځایو کې هم مې بوځي اوبو ارامو لره ۳هغه ماته راکوي تازه قوت ما په سمه لاره بیایي د خپل نېک نامه دپاره ۴که د مرګ تیاره دره کې هم روان یم له خطره […]

زبور - ٢٢

د تکلیف، فریاد او د ستاینې سندره (د سرود ویونکو د مشر دپاره: «د سباوون د هوسۍ» په تال د داود زبور) ۱زما خدایه، زما خدایه، تا زه ولې یم پرې ایښی؟ شولې دومره لېرې ته ولې له ما نه؟ نه مې اورې ته زګېروي، ولې نه راځې خلاصون له؟ ۲هره ورځ درته فریاد کړم […]

زبور - ٢١

د کامیابۍ دپاره د څښتن ثنا (د سرود ویونکو د مشر دپاره: د داود زبور) ۱پاچا ستا په طاقت کوي څښتنه خوشحالي کړي څومره لویه خوشحالي ځکه چې تا ورته بری ورکړی ۲تا دی پوره کړی د هغه د زړه ارمان رد کړی نه دی تا د هغه د خولې سوال ۳تا پاچا کړ استقبال […]

زبور - ٢٠

د فتحې دپاره دعا (د سرود ویونکو د مشر دپاره: د داود زبور) ۱په سختۍ کې دې څښتن کاندي قبوله ستا دعا د یعقوب خدای دې ساتنه وکړي ستا ۲له خپل سپېڅلي ځای نه دې کومک واستوي تاته د صهیون له غره دې مرسته وکړي ستا ۳کړي رایادې دې ستا ټولې نذرانې کړي قبولې دې […]

زبور - ١٩

د دنیا په پیدایښت کې د خدای لویي (د سرود ویونکو د مشر دپاره: د داود زبور) ۱اسمانونه څومره ښه بیانوي د خدای جلال کارنامې د لاس یې وایي فضا ۲هره ورځ یې اعلانوي راتلونکې ورځ ته هره شپه یې تکراروي سبا شپې ته ۳نه کوي هغوی خبرې نه اواز یې اورېدی شي ۴خو بیاهم […]

زبور - ١٨

د داود د بریالیتوب سندره (د سرود ویونکو د مشر دپاره: د څښتن د خدمتګار داود زبور کله چې څښتن داود د شاوول او د هغه د نورو ټولو دښمنانو څخه خلاص کړ. هغه دا زبور ووایه.) (دوهم سموییل ۲۲: ۱ - ۵۱) ۱ته زما قوت یې ای څښتنه په ما ګران یې ۲څښتن دی زما ساتونکی دی […]