دوېم بادشاهان - ٢٥ باب
د اورشلیم سقوط (دویم تواریخ ۳۶: ۱۳ - ۲۱ او ارمیا ۵۲: ۳ - ۱۱) ۱نو د صدقیا د پاچاهۍ د نهم کال د لسمې میاشتې په لسمه ورځ نبوکدنصر د خپل ټول لښکر سره اورشلیم ته راغی. هغوی د ښار څخه بیرون خپلې خېمې ودرولې او د هغه ګردچاپېره یې د خاورو څخه جوړ شوي دېوال ته د ختلو لاره […]
دوېم بادشاهان - ٢٤ باب
۱د یهویاقیم د پاچاهۍ په وخت کې د بابل پاچا نبوکدنصر په یهودا باندې برید وکړ او یهویاقیم درې کاله هغه ته غاړه کېښودله، وروسته بیا هغه یاغي شو. ۲لکه څنګه چې څښتن د خپلو خدمتګارو نبیانو په وسیله ویلي وو نو هغه د یهودا په ضد د بابلیانو، سوریایانو، موآبیانو او عمونیانو څخه وسله […]
دوېم بادشاهان - ٢٣ باب
د یوشیا اصلاحات (دویم تواریخ ۳۴: ۳ - ۷، ۳۴: ۲۹ - ۳۳) ۱نو یوشیا پاچا د یهودا او اورشلیم ټول سپین ږیري خپل حضور ته راوغوښتل. ۲هغه د یهودا د کلیو او ښارګوټو خلکو، د اورشلیم د ښار خلکو، کاهنانو، نبیانو او نورو ټولو خلکو سره چې شتمن او غریب پکې شامل وو د څښتن کور ته لاړ. پاچا د ټولو […]
دوېم بادشاهان - ٢٢ باب
د یهودا پاچا یوشیا (دویم تواریخ ۳۴: ۱ - ۲) ۱یوشیا اته کلن ؤ چې د یهودا پاچا شو او هغه په اورشلیم کې یودېرش کاله پاچاهي وکړه. د هغه د مور نوم یدیده ؤ، هغه د عدایه لور وه چې د بصقت د ښارګوټي څخه ؤ. ۲یوشیا هغه کار کاوه چې د څښتن په نظر کې ښه […]
دوېم بادشاهان - ٢١ باب
د یهودا پاچا منسي (دویم تواریخ ۳۳: ۱ - ۲۰) ۱منسي دولس کلن ؤ چې د یهودا پاچا شو او هغه په اورشلیم کې پنځه پنځوس کاله پاچاهي وکړه. د هغه د مور نوم حفصیبه ؤ. ۲منسي د څښتن په مقابل کې ګناه وکړه. هغه د هغو قومونو د ناوړه دودونو څخه پیروي وکړه چې څښتن د خپل […]
دوېم بادشاهان - ٢٠ باب
د حزقیا ناروغي او بېرته روغېدل (دویم تواریخ ۳۲: ۲۴ - ۲۶ او اشعیا ۳۸: ۱ - ۸، ۳۸: ۲۱ - ۲۲) ۱په هغو ورځو کې حزقیا پاچا ناروغ شو او مرګ ته نژدې ؤ. د آموص زوی اشعیا نبي ورغی چې هغه وویني او هغه ته یې وویل: <څښتن فرمایي چې خپل ټول کارونه دې برابر کړه، ځکه چې ته مړ کېږې او […]
دوېم بادشاهان - ١٩ باب
د اشعیا نبي سره مشوره (اشعیا ۳۷: ۱ - ۷) ۱کله چې حزقیا پاچا دا خبره واورېده، هغه له غمه خپل کالي وشلول، د ویر کالي یې واغوستل او د څښتن کور ته ورننوت. ۲هغه د ماڼۍ مسؤول الیاقیم، د دربار منشي شبنا او د کاهنانو مشران چې ټولو د ویر کالي اغوستي وو، د آموص زوی اشعیا […]
دوېم بادشاهان - ١٨ باب
د یهودا پاچا حزقیا (دویم تواریخ ۲۹: ۱ - ۲، ۳۱: ۱) ۱په اسراییلو کې د ایله د زوی هوشع د پاچاهۍ په دولسم کال، د آحاز زوی حزقیا د یهودا پاچا شو. ۲حزقیا پنځه ویشت کلن ؤ چې پاچا شو او هغه نهه ویشت کاله په اورشلیم کې پاچاهي وکړه. د هغه د مور نوم ابیا وه چې […]
دوېم بادشاهان - ١٧ باب
هوشع، د اسراییلو آخرنی پاچا ۱په یهودا کې د آحاز د پاچاهۍ په دولسم کال، د ایله زوی هوشع د اسراییلو پاچا شو او هغه نهه کاله په سامره کې پاچاهي وکړه. ۲هوشع د څښتن په مقابل کې ګناه وکړه، مګر د هغه ګناه د اسراییلو د تېرو شویو پاچاهانو په پرتله کمه وه. ۳د […]
دوېم بادشاهان - ١٦ باب
د یهودا پاچا آحاز (دویم تواریخ ۲۸: ۱ - ۲۷) ۱په اسراییلو کې د رملیا د زوی فقح د پاچاهۍ په اوولسم کال، د یوتام زوی آحاز د یهودا پاچا شو. ۲آحاز شل کلن ؤ چې پاچا شو او شپاړس کاله یې په اورشلیم کې پاچاهي وکړه. هغه د خپل نیکه داود لاره غوره نه کړه، بلکې داسې […]