دوېم تواريخ - ٢١ باب

۱یهوشافاط مړ شو او د داود د ښار په شاهي هدیره کې ښخ شو. د یهوشافاط زوی یهورام د هغه په ځای پاچا شو. ۲یهوشافاط اووه زامن درلودل چې دا یې نومونه وو: یهورام، عزریا، یحییل، زکریا، عزریاهو، میکاییل او شفطیا. ۳د هغوی پلار هغوی ته ډېر زیات سوغاتونه یعنې سره زر، سپین زر او […]

دوېم تواريخ - ٢٠ باب

د موآب او عمون ماتې ۱څه موده وروسته د موآب او د عمون لښکرو د معونیانو سره لاس یو کړ او د یهوشافاط په وړاندې جګړې ته لاړل. ۲څو کسان راغلل او یهوشافاط ته یې وویل: «د ادوم له خوا یو ډېر لوی لښکر د آرام د دریاب له ختیځ څخه راغلی دی چې زمونږ […]

دوېم تواريخ - ١٩ باب

۱د یهودا پاچا یهوشافاط خپلې ماڼۍ ته چې په اورشلیم کې وه په خیریت سره راستون شو. ۲د حناني زوی ییهو چې یو نبي ؤ د پاچا د لیدلو دپاره لاړ او ورته ویې ویل: «ایا د بدو خلکو سره مرسته یا د هغو خلکو طرفداري کول چې د څښتن څخه کرکه کوي، سم کار […]

دوېم تواريخ - ١٨ باب

د میکایا نبي خبرداری اخاب ته (لومړی پاچاهان ۲۲: ۱ - ۲۸) ۱یهوشافاط ډېر شتمن او عزتمن ؤ. هغه خپل زوی ته د اخاب لور واده کړه او په دې ډول هغه د اخاب ملګری شو. ۲یو څو کاله وروسته یهوشافاط د اخاب د لیدنې دپاره د سامریې ښار ته ورغی. اخاب د یهوشافاط او د هغه د […]

دوېم تواريخ - ١٧ باب

د یهودا پاچا یهوشافاط ۱یهوشافاط د خپل پلار اسا په ځای پاچا شو او د اسراییلو په خلاف یې خپل ځان قوي کړ. ۲هغه د یهودا په ټولو قوي ښارونو کې عسکر او د یهودا په پاتې سیمه کې او همدارنګه د افرایم په هغو ښارونو کې چې د هغه پلار اسا نیولي وو، نظامي […]

دوېم تواريخ - ١٦ باب

په یهودا باندې د اسراییلو پاچا بعشا یرغل (لومړی پاچاهان ۱۵: ۱۷ - ۲۲) ۱د اسا د پاچاهۍ په شپږ دېرشم کال د اسراییلو پاچا بعشا په یهودا باندې حمله وکړه او د رامه ښار یې ونیو. هغه دا ښار قوي کړ، د دې دپاره چې د یهودا د ټولو خلکو د تګ راتګ مخه ونیسي. ۲نو اسا […]

دوېم تواريخ - ١٤ باب

اسا او په یهودا کې د بتانو ماتول ۱د عودید په زوی عزریا باندې د خدای روح نازل شو ۲او هغه لاړ چې د اسا پاچا سره لیدنه کتنه وکړي. عزریا هغه ته وویل: «ای اسا او د یهودا او د بنیامین ټولو خلکو، ماته غوږ ونیسئ! تر هغه وخته پورې چې تاسو د څښتن […]

دوېم تواريخ - ١٤ باب

د یهودا پاچا اسا ۱ابیا مړ شو او د داود د ښار په شاهي هدیره کې ښخ شو. د هغه زوی اسا د هغه په ځای پاچا شو. د هغه په وخت کې په یهودا کې لس کاله سوله وه. ۲اسا هغه کارونه کول چې د څښتن خدای په نظر کې ښه او سم وو. […]

دوېم تواريخ - ١٣ باب

د یهودا پاچا ابیا (لومړی پاچاهان ۱۵: ۱ - ۸) ۱د یروبعام د پاچاهۍ په اتلسم کال، ابیا د یهودا پاچا شو ۲او هغه درې کاله په اورشلیم کې پاچاهي وکړه. د هغه مور میکایا نومېدله چې د اوري ییل لور وه. اوري ییل د جبعې د ښار څخه ؤ. د ابیا او یروبعام ترمنځ جګړه پیل شوه، ۳د ابیا […]

دوېم تواريخ - ١٢ باب

په یهودا باندې د مصریانو یرغل (لومړی پاچاهان ۱۴: ۲۵ - ۲۸) ۱څنګه چې رحبعام د خپلې پاچاهۍ واک تر لاسه کړ او قوي شو، هغه او د هغه ټول قوم د څښتن د شریعت لاره پرېښودله. ۲نو د رحبعام د پاچاهۍ په پنځم کال څښتن هغوی ته د بې وفایۍ په خاطر سزا ورکړه. هغه د مصر پاچا شیشق […]