زبور - ١٤٦

خلاصون ورکوونکي خدای ته ثنا او صفت ۱د څښتن ثنا او صفت وکړئ ووایه ثنا د څښتن ای زما ځانه! ۲ترڅو ژوندی یم زه به وایمه ثنا د هغه زه به خپل خدای ته ټول عمر سندرې وایم ۳په قدرتمندو خلکو تاسو توکل مه کوئ هېڅ فاني انسان تاسو ژغورلی نه شي ۴کله چې مړه […]

زبور - ١٤٥

د ثنا او صفت سندره (د داود د ثنا او صفت یوه سندره) ۱بیانوم به ستا لویي ای زما خدایه ای زما پاچا زه تر ابده به کوم ستا د نامه ستاینه ۲زه هره ورځ به ستا ثنا وایمه ثنا او صفت به ستا د نوم کړم تر ابده پورې ۳څښتن لوی دی او لایق […]

زبور - ١٤٤

د بریالیتوب په خاطر د پاچا شکرګزاري (د داود زبور) ۱ثنا او صفت دې وي څښتن ته چې دی ساتونکی زما چې راکوي راته روزنه د جګړې دپاره او تیاروي مې جنګ ته ۲هغه زما مینه ناک خدای دی او قوي کلا ده زما دی پناه ځای او ژغورونکی زما هغه دی سپر زما چې […]

زبور - ١٤٣

د رحم دپاره دعا (د داود زبور) ۱ای څښتنه، زما دعا واوره زما زاریو ته ته غوږ ونیسه خپلې وفادارۍ او عدالت سره قبوله کړه دعا زما ۲خپل خدمتګار دې محاکمه نه کړې ته څوک بې ګناه نشته دی ستا نظر کې ۳دښمنان په ما پسې دي او زه یې ځپلی یمه زه یې اچولی یم […]

زبور - ١٤٢

د دښمنانو څخه د خلاصون دپاره دعا (د داود زبور کله چې هغه په سمڅه کې ؤ) ۱زه فریاد کوم څښتن ته د رحم دپاره ورته کومه زارۍ ۲شکایتونه خپل ټول وړاندې کوم هغه ته تکلیفونه خپل ټول بیانوم هغه ته ۳کله چې روح زما کمزوری شي نو ته پوهېږې چې په کومه لاره لاړ […]

زبور - ١٤١

د شپې دعا (د داود زبور) ۱تاته زاري کوم څښتنه همدا اوس راسره وکړه مرسته کله چې تاته کړم زاري نو ته مې واوره اواز ۲ته قبوله کړه دعا زما لکه د خوشبویۍ په شان ما لاسونه پورته کړي په دعا کې ته قبوله یې کړه لکه چې څنګه قبلوې ته د ماښام قرباني ۳ای څښتنه، […]

زبور - ١٤٠

د بدکارانو څخه د ساتنې دپاره دعا (د سرود ویونکو د مشر دپاره: د داود زبور) ۱ماته نجات راکړه ای څښتنه له بدکارانو څخه له ظالمانو مې خوندي وساته ۲جوړوي بدې دسیسې په خپلو زړونو کې دوی همېشه جنګ او دعوې جوړوي ۳د مار د نېش په شان دي تېزې د هغوی ژبې د دوی […]

زبور - ١٣٩

د خدای کامله پوهه او پاملرنه (د سرود ویونکو د مشر دپاره: د داود زبور) ۱ای څښتنه، زه ازمایلی یم تا او ما پېژنې ته ۲کله چې زه کوم ارام او یا کار کومه نو ته خبرېږې پرې ته د لېرې نه پوهېږې په فکرونو زما ۳ته مې ښه وینې که زه ګرځم او که […]

زبور - ١٣٨

د شکرګزارۍ دعا (د داود زبور) ۱د زړه د اخلاصه دې وباسم شکر ای څښتنه نورو خدایانو مخکې زه وایم ستا د ثنا سندره ۲کوم سجده ستا د سپېڅلي کور په لور او ثنا او صفت دې د نامه کومه ستا د تلپاتې مینې او وفادارۍ په خاطر ځکه خپل نوم او خپل کلام دې […]

زبور - ١٣٧

د اسراییلیانو د جلاوطنۍ په اړه ویر ۱مونږه په غاړه د سیندونو د بابل کښېناستو مونږ هلته وژړل په یاد د صهیون ۲مونږه ځوړند کړل خپل ربابونه د سپېدار په څانګو ۳هغو کسانو چې نیولي یې وو مونږ هلته مونږ ته یې وویل چې سندرې وایئ چې زمونږ وخت ښه تېر شي مونږ ته ووایئ […]

Verified by MonsterInsights