متلونه - ١٦ فصل

۱انسان په خپل زړه کې ډېرې نقشې جوړوي خو وروستۍ خبره د څښتن په لاس کې ده. ۲د انسان په نظر خپلې ټولې لارې پاکې ښکاري خو څښتن د زړونو په رازونو قضاوت کوي. ۳خپل ټول کارونه څښتن ته وسپاره نو ستا نقشې به بریالې شي. ۴څښتن هرڅه د خپل مقصد دپاره پیدا کړي دي […]

متلونه - ١٥ فصل

۱نرم ځواب د غوسې اور سړوي خو سخته خبره سمدلاسه د قهر لمبې پورته کوي. ۲د هوښیارانو ژبه علم ته ښایست ورکوي خو د کم عقلانو له خولې نه جهالت توییږي. ۳هرځای د څښتن تر نظر لاندې دی او په ښو او بدو باندې ټینګ پام ساتي. ۴نرمه ژبه د ژوندانه د ونې په څېر ده […]

متلونه - ١٤ فصل

په حکمت ژوند کول ۱هوښیاره ښځه خپل کور ودانوي خو جاهله ښځه خپل کور په خپل لاس ورانوي. ۲څوک چې له څښتن څخه وېریږي هغه په سمه لار ځي خو څوک چې په غلطو لارو روان وي څښتن سپکوي. ۳د جاهل له کبرجنې ژبې نه د سزا شنه لښته جوړیږي خو د هوښیارانو د خولې […]

متلونه - ١٣ فصل

ژوند او تعلیم ۱د حکمت خاوند د خپل پلار نصیحت قبلوي خو ملنډې وهونکی خپله ملامتیا نه مني. ۲د ښه سړي د خولې له هوښیارو خبرو ښه خوند اخیستل کیږي خو د خاینانو زړونه د ظلم تږي دي. ۳څوک چې ژبه په واک کې ساتي نو خپل ځان ساتي خو څوک چې بېځایه خبرې کوي […]

متلونه - ١٢ فصل

خبرې او عملونه ۱څوک چې نصیحت مني نو د علم سره مینه لري خو څوک چې له اصلاح نه کرکه کوي بې عقله دی. ۲ښه انسان د څښتن رضا او خوشحالي حاصلوي خو هغه انسان ته سزا ورکوي چې بدې نقشې جوړوي. ۳هېڅوک د بدۍ له امله ټینګ نه پاتې کیږي خو د نېکانو ریښه هېڅکله […]

متلونه - ١١ فصل

۱څښتن د تلې له غلط استعمال نه کرکه کوي خو په پوره کاڼي تول تل خوښوي. ۲کله چې غرور راشي نو رسوایي هم راځي خو د عاجزۍ سره حکمت راځي. ۳د صادقانو پاک زړه د هغوی لارښوونه کوي خو د خاینانو ګمراهي هغوی تباه کوي. ۴د عدالت په ورځ دولت ګټه نه لري خو صداقت […]

متلونه - ١٠ فصل

د سلیمان پورې تړلي متلونه ۱دا د سلیمان متلونه دي. رښتینې شتمني او د حقیقت خبرې هوښیار زوی خپل پلار خوشحالوي خو کم عقل زوی خپله مور په غم اخته کوي. ۲هغه دولت چې د ناروا لارې تر لاسه کیږي ګټه نه لري خو صداقت انسان له مرګ نه ژغوري. ۳څښتن نېک انسان لوږې ته نه پرېږدي […]

متلونه - ٩ فصل

د حکمت بلنه ۱حکمت د یوې ښځې په څېر خپل کور ودان کړی دی او اووه ستنې یې توږلې او بیا یې ودرولې دی. ۲هغې د مېلمستیا دپاره غوښه تیاره کړې او د انګورو شیره یې جوړه کړې ده او دسترخوان یې هوار کړی دی. ۳هغې خپلې وینځې ورولېږلې چې د ښار له لوړو ځایونو […]

متلونه - ٨ فصل

د حکمت غږ او ځان پېژندل ۱حکمت د یوې هوښیارې ښځې په څېر نارې وهي او پوهه په لوړ اواز خپل غږ پورته کوي. ۲هغه د لارې په غاړه په لوړو ځایونو ولاړه وي او د څلور لارو په سر ودریږي. ۳هغه د ښار د دروازو دننه د تګ راتګ د لارو په خوا کې […]

متلونه - ٧ فصل

د بدلمنې ښځې په هکله خبرداری ۱ای زما زویه! زما خبرې په یاد ساته او حکمونه مې د خزانې په څېر په خپل زړه کې وساته. ۲زما په حکمونو عمل کوه چې نېکمرغه ژوند ولرې او زما تعلیم د خپلو سترګو د کسي په شان وساته. ۳هغه په خپلو ګوتو پورې وتړه او د خپل […]

Verified by MonsterInsights