متلونه - ٢٦ فصل

۱لکه څنګه چې په اوړي کې واوره او د لو په وخت کې باران مناسب نه دی همداسې کم عقل انسان ته درناوی کول هم مناسب نه دی. ۲لکه څنګه چې چڼچڼه اخوا دې خوا الوزي او یا توتکۍ ګرځي راګرځي او نه کښېني همداسې بېځایه سپکې سپورې په چا پورې نه نښلي. ۳لکه څنګه چې […]
متلونه - ٢٥ فصل

د سلیمان پورې تړلي نور متلونه ۱دا هم د سلیمان هغه متلونه دي چې د یهودا د پاچا حزقیا کاتبانو راټول کړي دي. د نېکانو او بدکارانو ترمنځ دعوه ۲دا د خدای لویي ده چې رازونه پټ ساتي د یوې موضوع څېړل د پاچا لویي ښکاره کوي. ۳لکه څنګه چې اسمان لوړ او ځمکه ژوره […]
متلونه - ٢٤ فصل

۱د بدکارانو سره بخیلي مه کوه او له هغوی سره د ملګرتیا تمه مه لره ۲ځکه چې زړونه یې تل د تباهۍ نقشې جوړوي او شونډې یې د شرارت خبرې کوي. د مصیبت او قوت په هکله نصیحتونه ۳یو کور د حکمت په بنیاد ودانیږي او د پوهې په وسیله هغه ټینګ ودریږي ۴او کوټې […]
متلونه - ٢٣ فصل

۱کله چې ته د اختیار د خاوند سره ډوډۍ خوړلو ته کښېنې نو ښه فکر وکړه چې ستا په مخکې څه دي. ۲که ته ډېر خېټور انسان هم یې نو په خپله مرۍ دې چاړه کېږده ۳او د خوندورو خوړو نه یې د یوې مړۍ تمه هم مه لره ځکه چې دا خوراک ستا د […]
متلونه - ٢٢ فصل

شتمني او اخلاق ۱نېک نامي د ډېرې شتمنۍ نه غوره ده او عزت د سرو او سپینو زرو نه بهتر دی. ۲شتمن او غریب په یو صفت کې شریک دي ځکه چې څښتن د دواړو خالق دی. ۳ځیرک انسان بدي او بلا ویني او خپل ځان ترې ساتي خو ساده سړی د هغې په لور […]
متلونه - ٢١ فصل

۱د پاچا زړه د اوبو د ویالې په څېر د څښتن په لاس کې دی کوم طرف ته چې یې خوښه وي هلته یې بیایي. ۲د انسان په نظر خپلې ټولې لارې سمې ښکاري خو څښتن د زړونو په رازونو قضاوت کوي. ۳څښتن د قربانۍ نه عدالت او انصاف کول ډېر خوښوي. ۴د بدکارانو کبرجنې […]
متلونه - ٢٠ فصل

۱شراب څښل انسان مسخره کوي او نشه شور او شخړې پیدا کوي نو هرڅوک چې په دې اخته شي د حکمت خاوند به نه شي. ۲د پاچا غوسه د غړمبېدونکي زمري په څېر وېره پیدا کوي څوک چې هغه راپاروي نو خپل ځان تباه کوي. ۳د جنګ نه ځان ویستل انسان ته عزت ورکوي خو […]
متلونه - ١٩ فصل

۱هغه غریب چې خپل ژوند په صداقت تېروي له هغه چا نه ښه دی چې کم عقل او دروغجن وي. ۲له علم پرته د خپلو غوښتنو ښکاره کول ښه کار نه دی ځکه څوک چې بیړه کوي خپله لار خطا کوي. ۳انسان په خپل جهالت ځان تباه کوي او بیا ګناه او ملامتیا په څښتن اچوي. […]
متلونه - ١٨ فصل

د حکمت د خاوند او د کم عقل خبرې ۱ځان غوښتونکی انسان د خلکو نه ځان لېرې ساتي او تل د حکمت مخالفت کوي. ۲کم عقل سړی د پوهې سره مینه نه لري او یوازې د خپل نظر په څرګندولو خوشحالیږي. ۳کله چې شرارت راشي نو رسوایي هم راځي او شرم او سپکاوی هم ورسره ملګري وي. […]
متلونه - ١٧ فصل

۱په سکون سره د سپورې ډوډۍ خوړل ښه دي د هغه کور نه چې په کې کبابونه د جنګونو سره وي. ۲هوښیار نوکر به د پلار په شرمېدلي زوی باندې حکم وکړي او د کورنۍ د نورو غړو په شان به په میراث کې برخه واخلي. ۳سره او سپین زر په اور ازمایل کیږي خو […]