يشعياه - ٢٤ باب
نړۍ ته د څښتن سزا ۱ ګورئ، نژدې دی چې څښتن ځمکه ورانه او ویجاړه او شاړه کړي. هغه به د ځمکې مخ کندې کپرې او خلک به یې خواره واره کړي. ۲ که هغه عادي خلک وي یا کاهنان، غلامان وي یا باداران، وینځې وي یا بادارانې، اخیستونکي یا خرڅوونکي، پور ورکوونکي یا پور اخیستونکي، د دې […]
يشعياه - ٢٣ باب
د صور او صیدون په هکله پیغام ۱ دا پیغام د صور په هکله دی: ای د بحیرې کشتۍ چلوونکو، د صور دپاره له غمه چیغې ووهئ! ستاسو د صور بندر وران شوی او کورونه مو په کنډوالو بدل شوي دي. څه چې تاسو په قبرس کې اورېدلي دي، هغه رښتیا دي. ۲ ای د بحیرې د غاړې […]
يشعياه - ٢٢ باب
د اورشلیم په هکله پیغام ۱ دا پیغام د رویا د درې په هکله دی. څه خبره ده؟ ولې د ښار ټول خلک بامونو ته ختلي او خوشحالي کوي؟ ۲ ټول ښار له غوغا، شورماشور او خوښۍ څخه ډک دی. د دې ښار خلک ووژل شول، خو هغوی په توره یا په جګړه کې نه دي وژل شوي. ۳ ستاسو […]
يشعياه - ٢١ باب
د بابل د سقوط په هکله پیغام ۱ دا پیغام د بحیرې د غاړې د دښتې په هکله دی: لښکرې به له جنوبي دښتې د بوړبوړکۍ په شان د یو وېروونکي وطن نه په بابل حمله وکړي. ۲ ما یوه هیبتناکه رویا ولیدله، چې خاینان خیانت کوي او تباه کوونکي تباهي کوي. ای د عیلام لښکرو، حمله وکړئ! […]
يشعياه - ٢٠ باب
د مصریانو او ایتوپیایانو په اړه نښه ۱ د اشور پاچا سرجون په حکم، د هغه د لښکر قوماندان د فلسطین د اشدود په ښار باندې حمله وکړه او هغه یې ونیوه. ۲ په هغه وخت کې څښتن د آموص زوی اشعیا ته ویلي وو چې خپل د ویر کالي او خپلې څپلۍ وباسي. هغه دا ومنله، بیا […]
يشعياه - ١٩ باب
د مصر په هکله پیغام ۱ د مصر په هکله پیغام: ګورئ، څښتن په تېزه ورېځ سپور او مصر ته راروان دی. د مصر بتان د هغه په حضور کې لړزیږي او د مصر خلک د وېرې له امله بې سده کیږي. ۲ څښتن وایي: «زه به په مصر کې کورنۍ جګړه رامنځته کړم او ورور به د ورور […]
يشعياه - ١٨ باب
د ایتوپیا په هکله پیغام ۱ افسوس د ایتوپیا په حال چې په سیندونو کې یې د کشتۍ ګانو د بادبان اواز اورېدل کیږي. ۲ هغه وطن خپل استازي د بحیرې له لارې په داسې کشتۍ ګانو کې لېږي چې د لوخو څخه جوړې شوې دي. ای چالاکو استازو، دا پیغام هغه قوم ته یوسئ چې قوي او جنګیالی دی، […]
يشعياه - ١٧ باب
د سوریې او اسراییلو په هکله پیغام ۱ د دمشق په اړه د څښتن پیغام: «دمشق به نور یو ښار نه وي، هغه به په کنډوالې بدل شي. ۲ د عروعیر ښارونه به د خلکو نه خالي شي. له هغو به د پسونو او غویانو څړځایونه جوړ شي او هېڅوک به یې نه شړي. ۳ د اسراییلو جنګي کلاګانې به […]
يشعياه - ١٦ باب
د موآبیانو ناامیدي ۱ هغه پاچا ته چې د صهیون په غره پاچاهي کوي، له سالع د دښتې له لارې وري د باج په توګه ورولېږئ. ۲ د موآب خلک د ارنون د سیند په ګودر کې انتظار کوي او د هغو مرغیو په شان چې د خپلو ځالو څخه شړل شوې وي، ځي او راځي. ۳ هغوی د […]
يشعياه - ١٥ باب
خدای به موآب وران کړي ۱ د موآب په هکله پیغام: د موآب د عار او قیر ښارونه په یوه شپه کې ورانیږي. ۲ د دیبون خلک غره ته ختلي دي چې په خپلو بتخانو کې وژاړي. د موآب خلک د نبو او میدیبا د ښارونو په خاطر له غمه ژړا او انګولا کوي. هغوی له غمه خپل […]