زبور - ٩٢
د ثنا او صفت سندره (زبور او د سبت د ورځې دپاره یوه سندره) ۱څومره ښه ده ای څښتنه چې مونږ ستا شکر ادا کړو خدای تعالی چې صفت وکړو ستا د نوم مونږ په سندرو کې ۲چې هر سهار د ستا تلپاتې مینه او هره شپه کړو بیان ستا وفا ۳د چنګ د ساز […]
زبور - ٩١
خدای زمونږ ساتونکی ۱څوک چې اوسیږي په پناه د خدای تعالی کې هغه به ژوند تېر کړي د خدای مطلق قادر د سیوري لاندې ۲زه به څښتن ته داسې ووایمه چې ته پناه ځای او هم کلا یې زما او زما خدای چې توکل پرې کوم ۳په رښتیا به څښتن خلاص کړي تاسو د ښکاریانو […]
زبور - ٩٠
څلورم کتاب (زبور ۹۰ - ۱۰۶) خدای او فاني انسان (د خدای د نبي موسی دعا) ۱تل پناه ځای یې زمونږ د ټولو نسلو ای څښتنه ۲مخکې له دې نه چې ته غرونه او یا ځمکه او نړۍ پیدا کړې ته له ازله تر ابده خدای یې ۳ته انسان بېرته ورولې خاورو ته، وایې ورته: «خاورو ته […]
زبور - ٨٩
د ملي کړاو په مهال سندره (د ازراحي ایتان زبور) ۱ای څښتنه، زه به تل ستا د تلپاتې مینې وایمه سندره په خپله خوله ټولو نسلونو ته به ستا وفاداري بیان کړم ۲ما ویل چې ستا مینه به شي پاتې تل دپاره وفاداري به دې وي ټینګه اسمانونو په شان ۳وویل تا چې ما لوظ […]
زبور - ٨٨
د مرستې دپاره زاري (یوه سندره او هم د قورح د طایفې زبور. د سرود ویونکو د مشر دپاره: د مهلات لعنوت په اساس د هیمان ازراحي زبور) ۱ای څښتن خدایه خلاصوونکیه زما ټوله ورځ تاته زاري کړم د شپې ستا حضور ته ژاړم ۲کړه قبوله زما دعا غوږ مې ونیسه زاریو ته! ۳ډېر تکلیفونه […]
زبور - ٨٧
د اورشلیم په صفت کې (د قورح د طایفې زبور چې سندره هم ده.) ۱څښتن خپل ښار ودان کړ چې یې بنیاد دی ایښی په سپېڅلو تپو ۲د اسراییلو په ټولو ښارونو کې د صهیون ښار څښتن ته ګران دی له هره ځایه ۳ای د خدای ښاره خبرې کیږي ستا د جلال په هکله: ۴«مصریان […]
زبور - ٨٦
د مرستې دپاره دعا (د داود دعا) ۱ای څښتنه سوال مې واوره او قبول یې کړه ځکه چې زه یمه کمزوری حاجتمند یمه زه ۲له مرګ مې وساته ته ځکه چې یمه وفادار تاته ای زما خدایه، ته مې وژغوره ځکه چې زه ستا خدمتګار یم او په تا باندې باور لرمه ۳ای څښتنه، په […]
زبور - ٨٥
د قوم د هوساینې دپاره دعا (د سرود ویونکو د مشر دپاره: د قورح د طایفې زبور) ۱ای څښتنه تا په خپله خاوره رحم وکړ او یوځل بیا دې رابېدار کړ د یعقوب قسمت ۲ودې بخښلې د خپل قوم بدۍ پرده دې واچوله په ټولو ګناهونو د دوی ۳تېر شولې ته له خپل ټول غضبه […]
زبور - ٨٤
د خدای د کور سره مینه (د سرود ویونکو د مشر دپاره: د جت د ښار په تال د قورح د طایفې زبور) ۱ای مطلق قادر څښتنه څومره زړه وړونکی دی ستا د اوسېدلو ځای ۲څومره مې زړه غواړي چې واوسم هلته څښتن دربار کې اوسېدو پسې مې چوي زړګی زه ژوندي خدای ته په […]
زبور - ٨٣
د اسراییلو د دښمنانو د ماتې دپاره دعا (یوه سندره او هم د آساف زبور) ۱ای خدایه، مه پاتې کېږه ته چوپ مه پاتې کېږه غلی او مه پاتې کېږه ارام ۲ګوره! ستا دښمنان دي د بلوا حال کې څوک چې کرکه کوي ستا نه پورته کړي یې دي سرونه ۳د ستا د قوم په […]