يشعياه - ٦٣ باب

په نورو قومونو باندې د څښتن بریالیتوب ۱ دا څوک دی چې د ادوم د بزرې د ښار څخه راروان دی او تک سره کالي یې اغوستي دي؟ دا څوک دی چې شانداره کالي لري او په لوی قدرت سره راروان دی؟ «دا زه څښتن یم چې د ژغورلو وس لرم او راروان یم چې خپل […]
يشعياه - ٦٢ باب

د اورشلیم راتلونکی او د هغه ژغورنه ۱ چوپ به نه کښېنم زه د صهیون په خاطر پاتې به نه شم غلی د اورشلیم په خاطر ترڅو ونه ځلیږي عدالت د هغه د سهار د رڼا په شان او ونه ځلیږي ژغورنه یې د څراغ په شان ۲ ای اورشلیمه! وبه ویني عدالت ستا د نړۍ قومونه […]
يشعياه - ٦١ باب

د خلاصون زېری ۱ نازل شوی دی په ما روح د څښتن تعالی ځکه چې زه یې مسح کړی یمه ترڅو ورسوم زېری غریبانو ته زه رالېږلی یم هغه چې ورکړم شفا مات شویو زړونو ته او اسیرانو او بندیانو ته اعلان کړم ازادي ۲ زه یې رالېږلی یمه چې کړم اعلان د مهربانۍ کال د څښتن […]
يشعياه - ٦٠ باب

د اورشلیم پرتمین راتلونکی ۱ پاڅه او وځلېږه ځکه رڼا ده ځلېدلې په تا او ځلېدلی دی جلال د څښتن ۲ ګوره، خوره شوې ده تیاره په ټوله ځمکه باندې نور قومونه دي پټ شوي تورې تیارې لاندې خو د څښتن رڼا به راشي په تا باندې او ستا دپاسه به ښکاره شي د هغه جلال ۳ قومونه […]
يشعياه - ٥٩ باب

د ګناه په خلاف خبرداری ۱ ګومان مه کوئ چې د څښتن لاس دومره لنډ دی چې تاسو ژغورلی نه شي او یا یې غوږ دومره دروند دی چې ستاسو زارۍ اورېدلی نه شي. ۲ خو پوه شئ چې ستاسو بد عمل ستاسو او د څښتن ترمنځ بېلتون راوستی دی. ستاسو ګناهونو د هغه مخ ستاسو څخه پټ […]
يشعياه - ٥٨ باب

رښتینې روژه ۱ څښتن وایي: «ته په لوړ اواز چیغې ووهه، ورو ورو خبرې مه کوه! د سرني په شان خپل اواز اوچت کړه! د یعقوب اولادې یعنې زما قوم ته د هغوی د یاغیتوب او ګناهونو اعلان وکړه! ۲ زما خلک هره ورځ زما په لټون کې دي او هغوی لېوال دي چې زما لاره وپېژني. هغوی […]
يشعياه - ٥٧ باب

د نېکو خلکو مړینه ۱ هېڅوک د نېکو خلکو د مړینې پروا نه ساتي. کله چې هغوی مړه شي د مړینې په دلیل یې څوک نه پوهیږي. هغوی په دې خاطر مري، ترڅو له راروانې بلا څخه وژغورل شي. ۲ څوک چې نېکه لاره غوره کوي او مري، د هغوی دپاره مړینه سلامتي او ارامي ده. د اسراییلو […]
يشعياه - ٥٦ باب

د نورو قومونو ژغورنه ۱ څښتن خپل قوم ته داسې وایي: «د انصاف او عدالت په بنیاد چلند وکړئ، ځکه چې زه به زر راشم، تاسو ته به خلاصون درکړم او زما عدالت به څرګند شي. ۲ بختور دی هغه څوک چې تل داسې کوي او د سبت د ورځې درناوی کوي او د هغه سپکاوی نه کوي. […]
يشعياه - ٥٥ باب

د څښتن رحم ۱ څښتن وایي: «ای هغو خلکو، چې یئ تږي راشئ او وڅښئ اوبه تاسو چې نه لرئ پیسې راشئ غله واخلئ او ویې خورئ راشئ واخلئ شراب او شیدې دا دي وړیا تاسو ته ۲ کوم شیان چې د خوړلو نه دي نو لګوئ ولې پیسې ورباندې؟ ولې تاسو لګوئ د تڼاکو لاسونو پیسې […]
يشعياه - ٥٤ باب

د اسراییلو سره د څښتن مینه ۱ څښتن وایي: «ای اورشلیمه، ته وې په شان د هغې شنډې ښځې چې دردونه یې د لنګون نه وي لیدلي خو اوس ووایه د خوشحالۍ سندرې او ووهه چیغې په لوړ اواز! سره له دې چې شړل شوې وې ته خو ته به د مېړه لرونکې ښځې څخه ولرې […]