زبور - ١٢٢
د اورشلیم صفت کول (په اورشلیم کې د خدای کور ته د تګ سندره او د داود زبور) ۱کله چې ماته هغوی وویل: «راځئ چې لاړ شو د څښتن کور ته» نو ډېر خوشحاله شومه ۲اوس مونږه دلته یو ای اورشلیمه! یو ولاړ په دروازو کې ستا ۳اورشلیم یو داسې ښار دی چې جوړ شوی […]
زبور - ١٢١
څښتن زما ساتونکی (په اورشلیم کې د خدای کور ته د تګ سندره) ۱سترګې مې غرونو ته نیولې دي ماته له کوم ځایه به مرسته راځي؟ ۲ما سره کیږي مرسته د څښتن له خوا نه چا چې جوړ کړي اسمان او ځمکه ۳تا به پرېنږدي چې وښویېږې د ستا ساتونکی بېداره پاتې کیږي ۴په رښتیا […]
زبور - ١٢٠
د دروغجنو خلکو څخه د خلاصون دپاره دعا (په اورشلیم کې د خدای کور ته د تګ سندره) ۱ما د سختۍ په وخت کې وکړ فریاد څښتن ته او هغه قبوله کړه دعا زما ۲ما له دروغجنو او مکارو خلکو وساته ای څښتنه ۳ای مکارو خلکو، خدای به څه کوي له تاسو سره؟ تاسو ته […]
زبور - ١١٩
د خدای په کلام کې تسلي او رڼا د څښتن په حکمونو عمل کول د برکت لاره ده ۱بختور دي هغه خلک چې ژوندون یې دی بې عیبه چې تېروي خپل ژوند د څښتن د شریعت له مخې ۲بختور دي هغه خلک چې په حکمونو یې عمل کوي چې څوک رجوع کوي هغه ته د زړه […]
زبور - ١١٨
د کامیابۍ په خاطر د شکرګزارۍ دعا ۱د څښتن شکر کوئ، ځکه چې نېک دی هغه ده ابدي د هغه مینه ۲پرېږده چې قوم د اسراییل ووایي: «ده ابدي د هغه مینه» ۳پرېږده چې ووایي د هارون اولاده چې کاهنان دي: «ده ابدي د هغه مینه» ۴هغه ټول خلک چې وېریږي له څښتنه پرېږده چې […]
زبور - ١١٧
د څښتن په ثنا او صفت کې ۱ای ټولو قومونو، د څښتن ثنا او صفت وکړئ ای ټولو خلکو، د هغه لویي بیان کړئ ۲هغه زمونږ سره کړي مینه تلپاتې او وفاداري یې ده تر ابده پورې د څښتن ثنا او صفت وکړئ! Psalm 117 WISDOM & POETRY https://pashtozeray.org//east_afghan_bible/ Yousafzai https://pashtozeray.org//yousafzai_bible/psalm-117/
زبور - ١١٦
د مرګ نه د خلاصون دپاره شکرګزاري ۱مینه کومه د څښتن سره زه ځکه چې سوال یې اورېدلی زما او قبولې کړې یې زارۍ دي زما ۲هغه نیولی دی خپل غوږ ماته ترڅو ژوندی یم دعاګانې به کومه ورته ۳د مرګ په لومه کې راګېر شومه زه د قبر وېره راغله په ما په تکلیف […]
زبور - ١١٥
واحد او حقیقي خدای ۱مونږ ته نه ای څښتنه مونږ ته نه بلکې خپل نوم ته جلال ورکړه! د خپلې مینې او وفا په سبب ۲ولې قومونه دا پوښتنه وکړي چې د دوی خدای چېرته دی؟ ۳زمونږ خدای دی په اسمان کې هغه کوي هغه څه چې څه یې خوښه وي ۴د سرو او سپینو […]
زبور - ١١٤
د فسحې د اختر سندره ۱کله چې ووتل د مصر نه د اسراییلو خلک هغه پردی وطن چې کله پرېښودلو د یعقوب اولادې ۲یهودا شو د څښتن سپېڅلی ځای اسراییل شو د هغه د پاچاهۍ ځای ۳خدای چې کله راښکاره شو سرې بحیرې ته نو بحیره وچه شوه د اردن سیند هم ودرېده ۴شول په […]
زبور - ١١٣
د څښتن د مهربانۍ ثنا او صفت ۱د څښتن ثنا او صفت وکړئ! ای بندګانو د څښتن، د هغه ثنا او صفت وکړئ ثنا او صفت وکړئ د هغه د نامه ۲وي دې ثنا او صفت د څښتن د نامه له همدا اوس نه تر ابده پورې ۳د لمرخاته نه تر لمر پرېوتولو پورې ثنا او […]