حزقى‌ايل - ٢٨ باب

د صور د پاچا په ضد نبوت ۱ څښتن ماته وویل: ۲ «ای فاني انسانه، د صور پاچا ته ووایه چې زه څښتن تعالی داسې وایم: ‹ته مغروره یې او وایې چې زه یو خدای یم او د بحیرې په منځ کې د خدایانو په تخت ناست یم، په داسې حال کې چې ته یو فاني انسان یې […]

حزقى‌ايل - ٢٧ باب

د صور دپاره د ویر سندره ۱ څښتن ماته وویل: ۲ «ای فاني انسانه، د صور دپاره د ویر یوه سندره ووایه. ۳ د هغه ښار دپاره چې د بحیرې بندرونه لري او د بحیرې د غاړې د هېوادنو او د جزیرو د خلکو دپاره د سوداګرۍ مرکز دی، هغه ته ووایه چې څښتن تعالی داسې وایي: ‹ای صوره، وهلې […]

حزقى‌ايل - ٢٦ باب

د صور په ضد نبوت ۱ زمونږ د جلاوطنۍ په یوولسم کال، د میاشتې په لومړۍ ورځ، څښتن ماته وویل: ۲ «ای فاني انسانه، د صور د ښار خلک وایي: ‹واه، واه، اورشلیم سقوط کړی دی! هغه مخکې د سوداګرۍ یو پیاوړی مرکز ؤ، خو اوس هغه وران شوی دی. نو مونږ کولای شو دا ځای د سوداګرۍ […]

حزقى‌ايل - ٢٥ باب

د عمون په ضد نبوت ۱ څښتن ماته وویل: ۲ «ای فاني انسانه، خپل مخ د عمونیانو خواته واړوه او د هغوی په ضد نبوت وکړه. ۳ هغوی ته ووایه زه څښتن تعالی هرڅه چې وایم هغو ته غوږ ونیسئ: ‹کله چې تاسو زما د عبادت د ځای سپکاوی او د اسراییلو د هېواد ورانېدل ولیدل او تاسو ولیدل چې […]

حزقى‌ايل - ٢٤ باب

د پخلي دېګی ۱ زمونږ د جلاوطنۍ د نهم کال د لسمې میاشتې په لسمه ورځ څښتن ماته وویل: ۲ «ای فاني انسانه، نننۍ نېټه ولیکه. هو همدا ورځ، ځکه چې د بابل پاچا نن ورځ د اورشلیم په کلابند کولو باندې پیل کړی دی. ۳ دې سرکښه قوم ته دا مثال ووایه چې زه څښتن تعالی یې هغوی ته […]

حزقى‌ايل - ٢٣ باب

ګناهکارې خویندې ۱ څښتن ماته وویل: ۲ «ای فاني انسانه، یوه مور وه چې دوه لورګانې یې درلودلې. ۳ کله چې هغوی ځوانې وې او په مصر کې اوسېدلې، هغوی خلک پرېښودل چې د دوی د سینو سره لوبې وکړي، په دې ډول یې خپل پېغلتوب له لاسه ورکړ او بدلمنې شوې. ۴ د مشرې نوم یې اهوله وه چې د سامرې […]

حزقى‌ايل - ٢٢ باب

د اورشلیم جرمونه ۱ څښتن ماته وویل: ۲ «ای فاني انسانه، ایا ته تیار یې چې د وینې تویونې څخه د ډک ښار په هکله قضاوت وکړې؟ هغه ته خپل ټول د کرکې وړ کارونه چې کړي یې دي، ور په یاد کړه. ۳ دې ښار ته ووایه چې زه څښتن تعالی داسې وایم: ‹ای ښاره! په دې خاطر چې […]

حزقى‌ايل - ٢١ باب

د څښتن د قضاوت توره ۱ څښتن ماته وویل: ۲ «ای فاني انسانه، خپل مخ د اورشلیم خواته واړوه. د عبادتځایونو په ضد خبرې وکړه. د اسراییلو د هېواد په ضد نبوت وکړه. ۳ زه څښتن تاسو ته داسې وایم: ‹ګورئ، زه ستاسو په ضد یم. زه به خپله توره د پوښ نه راوباسم او ټول نېک او بدکاره خلک […]

حزقى‌ايل - ٢٠ باب

د اسراییلو د قوم پرله پسې نافرماني ۱ دا زمونږ د جلاوطنۍ د اووم کال د پنځمې میاشتې لسمه ورځ وه. د اسراییلو د قوم یو څو مشران راغلل او ماته مخامخ کښېناستل چې زما نه مشوره واخلي او د څښتن رضا معلومه کړي. ۲ بیا څښتن ماته وویل: ۳ «ای فاني انسانه، د دې مشرانو سره خبرې وکړه او […]

حزقى‌ايل - ١٩ باب

د اسراییلو د جلاوطنو پاچاهانو دپاره د وېر سندره ۱ څښتن ماته وویل چې د اسراییلو د دوو پاچاهانو دپاره دا د ویر سندره ووایم: ۲ «څنګه مور دې درلودله؟ هغه وه یوه زمرۍ! څملاستله د زمریانو منځ کې هغې کړل لوی خپل بچیان ځوانو زمریو منځ کې ۳ هغې لوی کړ یو بچی او د هغه نه […]