متلونه - ٢ فصل

د حکمت ګټې ۱ای زما زویه! که ته زما خبرې ومنې او حکمونه مې د زړه په تل کې ذخیره کړې ۲نو زما د حکمت خبرو ته غوږ ونیسه او خپل زړه پوهې ته رامات کړه. ۳که په حقیقت کې د عقل غوښتلو دپاره خپل غږ پورته کړې او د پوهې دپاره په لوړ اواز […]

متلونه - ١ فصل

د کتاب سریزه ۱دا د اسراییلو د پاچا او د داود د زوی سلیمان متلونه دي. د متلونو د کتاب مقصد ۲د دې متلونو مقصد دا دی چې خلک په حکمت او نصیحت پوره پوه شي او د عقلمندۍ خبرې زده کړي ۳ترڅو نصیحت ومني چې هوښیار شي او خپل ژوند په انصاف، عدالت او […]

زبور - ١٥٠

د څښتن ثنا او صفت وکړئ ۱د څښتن ثنا او صفت وکړئ د خدای ثنا او صفت وکړئ د هغه په سپېڅلي ځای کې د هغه ثنا او صفت وکړئ په اسمانونو کې چې قوي یې ده کلا ۲د هغه ثنا او صفت وکړئ د هغه د عجیبه کارونو په خاطر ثنا او صفت وکړئ […]

زبور - ١٤٩

د ثنا او صفت سندره ۱د څښتن ثنا او صفت وکړئ څښتن ته ووایئ نوې سندره د وفادارو په غونډه کې یې ثنا ووایئ ۲ای اسراییلو، خوشحالي وکړئ د خپل خالق په خاطر ای د صهیون خلکو، خوشحالي وکړئ د خپل پاچا په خاطر ۳د هغه د نوم ثنا او صفت وکړئ په اتڼونو باندې […]

زبور - ١٤٨

خدای ته د ثنا ویلو په خاطر کایناتو ته بلنه ۱د څښتن ثنا او صفت وکړئ د اسمانونو څخه وکړئ ثنا او صفت د څښتن ای چې اوسېږئ تاسو اسماني ځایونو کې ۲ای ټولو فرښتو، د هغه ثنا ووایئ ای ټولو اسماني لښکرو، د هغه ثنا ووایئ ۳ای لمر او سپوږمۍ، د هغه ثنا ووایئ […]

زبور - ١٤٧

د مطلق قادر خدای ثنا او صفت ۱د څښتن ثنا او صفت وکړئ څومره ښه ده چې خپل خدای دپاره ووایو سندره څومره خوشحالوونکې او صحیح ده چې صفت یې وکړو ۲څښتن بیا آبادوي اورشلیم شړلي خلک د اسراییلو راولي بېرته خپل کور ته ۳روغوي هغه مات زړونه او ږدي پټۍ د دوی زخمونو باندې […]

زبور - ١٤٦

خلاصون ورکوونکي خدای ته ثنا او صفت ۱د څښتن ثنا او صفت وکړئ ووایه ثنا د څښتن ای زما ځانه! ۲ترڅو ژوندی یم زه به وایمه ثنا د هغه زه به خپل خدای ته ټول عمر سندرې وایم ۳په قدرتمندو خلکو تاسو توکل مه کوئ هېڅ فاني انسان تاسو ژغورلی نه شي ۴کله چې مړه […]

زبور - ١٤٥

د ثنا او صفت سندره (د داود د ثنا او صفت یوه سندره) ۱بیانوم به ستا لویي ای زما خدایه ای زما پاچا زه تر ابده به کوم ستا د نامه ستاینه ۲زه هره ورځ به ستا ثنا وایمه ثنا او صفت به ستا د نوم کړم تر ابده پورې ۳څښتن لوی دی او لایق […]

زبور - ١٤٤

د بریالیتوب په خاطر د پاچا شکرګزاري (د داود زبور) ۱ثنا او صفت دې وي څښتن ته چې دی ساتونکی زما چې راکوي راته روزنه د جګړې دپاره او تیاروي مې جنګ ته ۲هغه زما مینه ناک خدای دی او قوي کلا ده زما دی پناه ځای او ژغورونکی زما هغه دی سپر زما چې […]

زبور - ١٤٣

د رحم دپاره دعا (د داود زبور) ۱ای څښتنه، زما دعا واوره زما زاریو ته ته غوږ ونیسه خپلې وفادارۍ او عدالت سره قبوله کړه دعا زما ۲خپل خدمتګار دې محاکمه نه کړې ته څوک بې ګناه نشته دی ستا نظر کې ۳دښمنان په ما پسې دي او زه یې ځپلی یمه زه یې اچولی یم […]