د څېړونکي کتاب - ١ فصل

د کتاب سریزه ۱دا د هغه څېړونکي خبرې دي چې د داود زوی دی او په اورشلیم کې پاچا ؤ. هرڅه لوګی او پوکی دی ۲دا څېړونکی وایي: «لوګی او پوکی! لوګی او پوکی! نو دا هرڅه لوګي او پوکي دي!» ۳انسان چې د اسمان لاندې زیار او زحمت وباسي نو بیا ګټه یې څه […]

متلونه - ٣١ فصل

د لموییل پاچا خبرې ۱دا د لموییل پاچا خبرې دي چې مور یې ورته زده کړي دي. د پاچا دپاره نصیحت ۲«ای زما زویه! ای زما د ګېډې نه پیدا شویه زویه چې په نذرونو مې لاسته راوړی یې. ۳د ځوانۍ قوت دې په ښځو باندې مه ختموه او په هغو لارو تګ مه کوه […]

متلونه - ٣٠ فصل

د اګور خبرې ۱دا د یاقه د زوی اګور خبرې دي. اګور ایتییل ته پیغام ورکوي. دعا او اقرار «ای خدایه! زه ډېر ستړی شوی یم ای خدایه! زه ډېر ستړی او ستومانه یم. ۲په حقیقت کې زه د هر چا نه ناپوهه یم او په ما کې د انسان په شان عقل نشته. ۳ما […]

متلونه - ٢٩ فصل

۱څوک چې د ډېرې رټنې نه وروسته بیاهم سرغړونه کوي نو ناڅاپه به ټوټې ټوټې شي او د جوړېدو به نه وي. نېکي او بدي ۲کله چې نېکان آبادیږي نو ټول خلک خوشحالیږي خو کله چې بدکاران واک ته رسیږي نو خلک خفه کیږي. ۳څوک چې له حکمت سره مینه لري نو خپل پلار خوشحالوي […]

متلونه - ٢٨ فصل

شتمني او واک ۱بدکاران تښتي که څوک ورپسې روان هم نه وي خو نېکان د زمري په شان زړور وي. ۲په کوم وطن کې چې ګډوډي وي نو واکداران یې ډېر وي خو پوه او هوښیار مشران د دولت نظام ټینګ ساتي. ۳کوم غریب واکدار چې په خوارانو ظلم کوي د هغه تېز باران په […]

متلونه - ٢٧ فصل

دوستان او دښمنان ۱د سبا ورځې د بریالیتوب په هکله لاپې مه وهه ځکه ته نه پوهېږې چې سبا به څه کیږي. ۲دا به ښه وي چې نور خلک ستا ستاینه وکړي هسې نه چې ته په خپله د ځان ستاینه وکړې. ۳کاڼي درانه او شګې درنې دي خو جاهل چې کومه غوسه راپاروي د […]

متلونه - ٢٦ فصل

۱لکه څنګه چې په اوړي کې واوره او د لو په وخت کې باران مناسب نه دی همداسې کم عقل انسان ته درناوی کول هم مناسب نه دی. ۲لکه څنګه چې چڼچڼه اخوا دې خوا الوزي او یا توتکۍ ګرځي راګرځي او نه کښېني همداسې بېځایه سپکې سپورې په چا پورې نه نښلي. ۳لکه څنګه چې […]

متلونه - ٢٥ فصل

د سلیمان پورې تړلي نور متلونه ۱دا هم د سلیمان هغه متلونه دي چې د یهودا د پاچا حزقیا کاتبانو راټول کړي دي. د نېکانو او بدکارانو ترمنځ دعوه ۲دا د خدای لویي ده چې رازونه پټ ساتي د یوې موضوع څېړل د پاچا لویي ښکاره کوي. ۳لکه څنګه چې اسمان لوړ او ځمکه ژوره […]

متلونه - ٢٤ فصل

۱د بدکارانو سره بخیلي مه کوه او له هغوی سره د ملګرتیا تمه مه لره ۲ځکه چې زړونه یې تل د تباهۍ نقشې جوړوي او شونډې یې د شرارت خبرې کوي. د مصیبت او قوت په هکله نصیحتونه ۳یو کور د حکمت په بنیاد ودانیږي او د پوهې په وسیله هغه ټینګ ودریږي ۴او کوټې […]

متلونه - ٢٣ فصل

۱کله چې ته د اختیار د خاوند سره ډوډۍ خوړلو ته کښېنې نو ښه فکر وکړه چې ستا په مخکې څه دي. ۲که ته ډېر خېټور انسان هم یې نو په خپله مرۍ دې چاړه کېږده ۳او د خوندورو خوړو نه یې د یوې مړۍ تمه هم مه لره ځکه چې دا خوراک ستا د […]