متى - ٩ فصل
عیسی یو شل سړي ته شفا ورکوي (مرقوس ۲: ۱ - ۱۲ او لوقا ۵: ۱۷ - ۲۶) ۱عیسی په کشتۍ کې سپور شو او د بحیرې څخه تېر شو او بېرته خپل ښار کپرناحوم ته راغی. ۲په دې وخت کې څو کسانو یو شل سړی چې په کټ کې پروت ؤ هغه ته راوست. عیسی چې د هغوی ایمان ولیده، […]
متى - ٨ فصل
عیسی یو جذامي سړي ته شفا ورکوي (مرقوس ۱: ۴۰ - ۴۵ او لوقا ۵: ۱۲ - ۱۶) ۱کله چې عیسی د غره نه راښکته شو، نو ګڼ شمېر خلک ورپسې روان شول. ۲په دې وخت کې یو جذامي سړی هغه ته راغی او د هغه په پښو کې پرېوت او ویې ویل: «ښاغلیه، که ته وغواړې نو کولای شې چې […]
متى - ٧ فصل
د نورو په هکله قضاوت کول (لوقا ۶: ۳۷ - ۳۸، ۶: ۴۱ - ۴۲) ۱د نورو په هکله قضاوت مه کوئ، ترڅو تاسو تر قضاوت لاندې ونه نیول شئ. ۲ځکه لکه څنګه چې تاسو نور خلک ملامتوئ، نو تاسو به هم ملامته کړای شئ. په هره پیمانه چې تاسو یې ورکوئ، نو په هماغه پیمانه به تاسو ته هم درکړل […]
متى - ٦ فصل
د خیرات په هکله تعلیم ۱پام کوئ چې د خپلې دیندارۍ کارونه د دې دپاره د خلکو په مخکې ونه کړئ چې نور یې وویني. که داسې وکړئ، نو د اسماني پلار له خوا به ستاسو دپاره هېڅ اجر نه وي. ۲کله چې چاته خیرات ورکوئ، نو سرنی مه وهئ چې خلک پرې خبر شي […]
متى - ٥ فصل
د غره په سر باندې د عیسی مسیح وعظ ۱کله چې عیسی د خلکو ګڼه ګوڼه ولیدله، نو غره ته وخوت او هلته کښېناست. شاګردان یې ورته راغلل ۲او هغوی ته یې تعلیم ورکول پیل کړ او ویې ویل: ۳«بختور دي هغه خلک چې په روحاني توګه غریبان دي، ځکه چې اسماني پاچاهي د هغوی ده. […]
متى - ٤ فصل
د عیسی ازمېښت (مرقوس ۱: ۱۲ - ۱۳ او لوقا ۴: ۱ - ۱۳) ۱بیا روح القدس عیسی دښتې ته بوته چې د شیطان له خوا وازمایل شي. ۲عیسی څلوېښت ورځې او څلوېښت شپې روژه ونیوله او په پای کې وږی شو. ۳بیا شیطان ورنژدې شو او ورته ویې ویل: «که ته د خدای زوی یې، نو دې تیږو ته ووایه […]
متى - ٣ فصل
د تعمید غسل ورکوونکي یحیی وعظ (مرقوس ۱: ۱ - ۸ او لوقا ۳: ۱ - ۱۸ او یوحنا ۱: ۱۹ - ۲۸) ۱په هغو ورځو کې تعمید ورکوونکی یحیی راغی او د یهودیې په دښته کې یې وعظ کاوه او ویل یې: ۲«توبه وباسئ، ځکه چې اسماني پاچاهي نژدې ده.» ۳دا هغه څوک دی چې اشعیا نبي د هغه په هکله خبرې کړې […]
متى - ٢ فصل
د ستورو پېژندونکو راتلل ۱کله چې عیسی د هیرودیس د پاچاهۍ په وخت کې د یهودیې د ولایت د بیت لحم په ښار کې وزېږېده، څه موده وروسته د ختیځ څخه ځینې ستوري پېژندونکي اورشلیم ته راغلل ۲او پوښتنه یې کوله: «هغه نوی پیدا شوی ماشوم چې د یهودیانو پاچا کیږي چېرته دی؟ مونږ د هغه […]
متى - ١ فصل
د عیسی شجره ۱د عیسی مسیح شجره چې هغه د داود پاچا د کورنۍ او د ابراهیم د اولادې څخه ؤ. ۲ابراهیم د اسحاق پلار ؤ او اسحاق د یعقوب پلار ؤ او یعقوب د یهودا او د هغه د ورونو پلار ؤ ۳او یهودا د فارز او زرح پلار ؤ چې مور یې تامار […]
د څېړونکي کتاب - ١٢ فصل
خپل خالق په یاد لره ۱مخکې له دې چې درباندې سختې ورځې راشي او هغه کلونه راشي چې ته ووایې: «نور زما د ژوند خوند نشته» نو د ځوانۍ په ورځو کې خپل خالق په یاد لره ۲مخکې له دې چې د لمر رڼا کمه شي او د سپوږمۍ او ستورو روښنایي لاړه شي او […]