1 Corinthians 6

د مسیحیانو په خلاف دعوې ۱کله چې په تاسو کې کوم یو د بل نه شکایت لري، هغه څنګه جرات کوي چې د دې په ځای چې د موضوع د حل دپاره د خدای خلکو ته ورشي، د هغو خلکو محکمې ته ورځي چې خدای نه پېژني؟ ۲ایا تاسو نه پوهېږئ چې د خدای خلک […]

1 Corinthians 5

د کلیسا څخه جنسي بد اخلاقي لېرې کړئ ۱په رښتیا زه خبر شوی یم چې ستاسو په منځ کې جنسي بد اخلاقي کیږي او داسې بد اخلاقي چې حتی په بې ایمانانو کې هم نه لیدل کیږي. ما اورېدلي دي چې په تاسو کې یو سړی دی چې د خپلې مېرنۍ مور سره څملي. ۲او تاسو ورباندې ویاړ کوئ! […]

1 Corinthians 4

د مسیح رسولان ۱تاسو باید مونږ د مسیح خدمتګاران او د خدای د پټو رازونو ناظران او ساتونکي وګڼئ. ۲تر ټولو مهمه دا چې ناظران باید وفادار وي. ۳دا زما دپاره دومره مهمه خبره نه ده چې تاسو یا کومه انساني محکمه زما په هکله قضاوت وکړي. زه حتی د خپل ځان په هکله هم […]

1 Corinthians 3

د خدای خدمتګاران ۱ای خویندو او ورونو! ما تاسو سره لکه د روحاني خلکو په شان خبرې ونه کړای شوې، بلکې تاسو سره مې داسې خبرې وکړې لکه د دې نړۍ د خلکو سره چې مې وکړې یعنې لکه د هغو کسانو په شان چې په مسیح باندې په ایمان کې لا تر اوسه ماشومان دي. […]

1 Corinthians 2

د صلیب شوي مسیح په هکله پیغام ۱ای خویندو او ورونو! کله چې زه تاسو ته د خدای د پټ راز د وعظ دپاره راغلم، نو تاسو ته زما وینا ډېره اوچته او د حکمت له مخې نه وه. ۲کله چې زه تاسو سره وم، نو دا پرېکړه مې وکړه چې تاسو ته به پرته […]

1 Corinthians 1

۱دا لیک د پولوس له خوا دی چې د خدای د ارادې له مخې ورته بلنه ورکړل شوه چې د عیسی مسیح رسول وي او همدارنګه زمونږ د ورور سوستینیس له خوا نه ۲د خدای کلیسا ته چې په قرنتوس کې ده، یعنې هغو خلکو ته چې د عیسی مسیح په نوم سپېڅلي شوي دي […]

روميان - شپاړسم باب

د پولوس رسول ځانګړي سلامونه ۱زه تاسو ته زمونږ خور فیبي چې د کينخریه د کلیسا خادمه ده، درپېژنم. ۲تاسو هغې ته د عیسی مسیح په نوم لکه څنګه چې د خدای د خلکو سره مناسب دي، هرکلی ووایئ او هر شي ته چې اړتیا ولري ورسره مرسته وکړئ، ځکه چې هغې د ډېرو سره […]

روميانو - پينځلسم باب

خپل ځان نه بلکې نور خلک خوشحالوئ ۱مونږ چې په ایمان کې ټینګ یو، باید د کمزرو کمزورتیا وزغمو او یوازې د خپل ځان د خوشحالۍ په فکر کې ونه اوسو. ۲مونږ هر یو باید د خپل ګاونډي د ښېګڼې او خوشحالۍ دپاره مرسته وکړو، ترڅو د هغوی ایمان ډېر قوي شي. ۳ځکه چې مسیح […]

روميانو - څوارلسم باب

د نورو په هکله قضاوت مه کوئ ۱هغه خلک چې په خپل ایمان کې کمزوري دي، هغوی ومنئ، خو د هغوی سره د هغوی د عقیدو په هکله شک او بحث مه کوئ. ۲یو کس په دې عقیده دی چې هغه کولای شي چې هرڅه وخوري، خو څوک چې په ایمان کې کمزوری وي، هغه […]

روميانو - ديارلسم باب

د واک د خاوندانو په وړاندې زمونږ دنده ۱هرڅوک دې د حکومتي واکمنانو تابعداري کوي، ځکه چې د خدای له اجازې پرته څوک نه شي کولای چې حکومت وکړي او اوسني واکمنان د خدای له خوا ټاکل شوي دي. ۲له دې امله څوک چې د واکمنانو سره مخالفت کوي، نو د خدای سره چې هغوی […]