افسسیان - اول فصل

سلامونه ۱دا لیک د پولوس له خوا چې د خدای په ارادې د عیسی مسیح رسول دی، د خدای هغو خلکو ته چې د افسیس په ښار کې دي او عیسی مسیح ته وفادار دي. ۲زمونږ د پلار خدای او څښتن عیسی مسیح فضل او سلامتي دې وي په تاسو باندې. په مسیح کې روحاني […]

Galatians 6

د یو بل بار اوچتوئ ۱ای خویندو او ورونو! که چېرې څوک په کومې ګناه کې راګېر شي، نو تاسو چې روحاني خلک یئ، هغه په نرمۍ سره سمې لارې ته راوګرځوئ. په خپلو ځانونو باندې پام کوئ، که نه، نو تاسو به هم وسوسه شئ. ۲یو د بل سره د بار په وړلو کې […]

Galatians 5

د مسیح په ازادۍ کې ټینګ پاتې شئ ۱مسیح مونږ د ازاد اوسېدلو دپاره ازاد کړي یو. نو اوس په خپلې ازادۍ کې ټینګ پاتې شئ او مه پرېږدئ چې یوځل بیا د غلامۍ جغ ستاسو په غاړه کې کېښودل شي. ۲ماته غوږ ونیسئ! زه پولوس تاسو ته وایم، که چېرې تاسو ځان سنتول د […]

Galatians 4

۱خو زه تاسو ته وایم چې ترڅو پورې چې میراث خور صغیر وي، نو د یو غلام سره فرق نه لري، که څه هم هغه د ټول جایداد خاوند وي. ۲پلار یې چې کوم وخت د هغه دپاره ټاکلی دی تر هغې پورې به د سرپرستانو او ساتونکو تر څارنې لاندې وي. ۳په همدې ډول […]

Galatians 3

ایمان راوړل یا په شریعت باندې عمل کول؟ ۱ای ناپوهه غلاتیانو ایماندارانو! تاسو ته په ښکاره وویل شول چې عیسی مسیح څنګه په صلیب ځوړند کړای شو. نو بیا په تاسو باندې چا جادو کړې ده چې دا نه منئ؟ ۲زه یوازې غواړم په دې پوه شم چې: ایا تاسو په شریعت باندې په عمل […]

Galatians 2

رسولانو پولوس د رسول په توګه قبول کړ ۱څوارلس کاله وروسته یوځل بیا د برناباس سره اورشلیم ته لاړم او تیتوس مې هم د ځان سره بوته. ۲زه د خدای د الهام له مخې هلته لاړم. هلته ما د کلیسا د هغو کسانو سره چې مشران ګڼل کېدل یوازې ولیدل او د هغوی سره مې […]

Galatians 1

سلامونه ۱دا لیک د پولوس رسول له خوا چې هغه نه د انسان له خوا ټاکل شوی او نه د انسان له خوا رالېږل شوی بلکې د عیسی مسیح او پلار خدای له خوا چې عیسی یې له مړو نه راژوندی کړ، رسول ټاکل شوی دی. ۲ټول ایمانداران چې دلته زما سره دي د غلاتیې […]

2 Corinthians 13

وروستنۍ خبردارۍ او سلامونه ۱دا درېم ځل دی چې زه ستاسو د لیدلو دپاره درځم. لکه څنګه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي: «هره دعوه باید د دوه یا درې شاهدانو له خوا تایید شي.» ۲کله چې ما د دوهم ځل دپاره تاسو سره وکتل، ما هغو کسانو ته چې پخوا یې […]

2 Corinthians 12

د پولوس رسول رویاګانې او مکاشفې ۱زه باید ویاړ وکړم، که څه هم هېڅ ګټه نه لري. خو زه به د هغو رویاګانو او مکاشفو په هکله خبرې کوم چې څښتن ماته راکړي دي. ۲زه یو سړی چې په مسیح باندې ایمان لري، پېژنم چې څوارلس کاله مخکې درېم اسمان ته یووړل شو، خو زه […]

2 Corinthians 11

پولوس د جعلي رسولانو په هکله خبرداری ورکوي ۱ستاسو څخه زما هیله ده چې زما دا لږ حماقت وزغمئ. ستاسو څخه غواړم چې ماته حوصله وکړئ. ۲زما غیرت ستاسو دپاره لکه د خدایي غیرت په شان دی، ځکه چې ما وعده کړې ده چې تاسو یو مېړه یعنې مسیح ته واده کړم او د یوې […]