هجرت - ٣ فصل

خدای پاک د حضرت موسیٰ سره خبرې کوي ۱یوه ورځ حضرت موسیٰ د خپل خسر یعنې د مدیان کاهن یترون رمه څروله او حضرت موسیٰ د رمې سره د دښتې په لار د سینا مقدس غره ته راغی. ۲هلته هغه ته د یو سوزېدونکي بوټي څخه د څښتن فرښته ورښکاره شوه. حضرت موسیٰ ولیدل چې […]

هجرت - ٢ فصل

د حضرت موسیٰ زېږېدنه ۱په همدې وخت کې یو سړي چې د لاوي د قبیلې څخه ؤ د خپلې قبیلې د یوې ښځې سره واده وکړ. ۲هغه ښځه امیدواره شوه او زوی یې پیدا شو. کله چې هغې ولیدل چې ماشوم یې ښکلی دی نو هغه یې د دریو میاشتو دپاره پټ وساته. ۳کله چې […]

هجرت - ١ فصل

په اسراییلیانو باندې په مصر کې ظلم کیږي ۱‏-۵کله چې حضرت یعقوب مصر ته لاړ، د هغه زوی حضرت یوسف له پخوا نه هلته ؤ. نو حضرت یعقوب خپل نور زامن د هغوی د کورنیو سره بوتلل. د هغوی نومونه دا دي: روبین، شمعون، لاوي، یهودا، یساکار، زبولون، بنیامین، دان، نفتالي، جاد او اشیر. د […]

پېدايښت - ٥٠ فصل

۱حضرت یوسف په خپل پلار باندې ورپرېوت او په هغه باندې یې وژړل او ښکل یې کړ. ۲بیا حضرت یوسف خپلو خاصو طبیبانو ته چې د هغه خدمت یې کاوه حکم وکړ چې د هغه پلار حضرت یعقوب مومیایي کړي. نو طبیبانو هغه مومیایي کړ. ۳په دې کار باندې پوره څلوېښت ورځې ولګېدلې او د […]

پېدايښت - ٤٩ فصل

د حضرت یعقوب اخرنۍ خبرې ۱حضرت یعقوب خپل زامن راوغوښتل او ورته ویې فرمایل: <راغونډ شئ ترڅو تاسو له هغه څه څخه خبر کړم چې په راتلونکي کې به په تاسو باندې پېښ شي. ۲د یعقوب زامنو سره راټول شئ واورئ غوږ مو ونیسئ خپل پلار اسراییل ته ۳ای روبینه! زما مشر زویه زما قوت […]

پېدايښت - ٤٨ فصل

حضرت یعقوب افرایم او منسي ته برکت ورکوي ۱څه موده وروسته حضرت یوسف ته خبر ورسېد چې پلار یې ناروغ دی. نو هغه خپل دواړه زامن منسي او افرایم د ځان سره واخیستل او د خپل پلار لیدلو ته ورغی. ۲کله چې حضرت یعقوب خبر شو چې د هغه زوی حضرت یوسف د هغه د […]

پېدايښت - ٤٧ فصل

۱نو حضرت یوسف لاړ او فرعون ته یې وفرمایل: <زما پلار او زما ورونه د خپلو رمو، پادو او خپلو ټولو شیانو سره چې درلودل یې د کنعان څخه راغلي دي او اوس د جوشن په سیمه کې دي.> ۲هغه د خپلو ورونو څخه پنځه تنه انتخاب کړل او فرعون ته یې وروپېژندل. ۳فرعون د […]

پېدايښت - ٤٦ فصل

حضرت یعقوب د خپلې کورنۍ سره مصر ته ځي ۱حضرت یعقوب چې هرڅه درلودل هغه یې واخیستل او بئرشبع ته لاړ او هلته یې د خپل پلار حضرت اسحاق خدای ته قرباني وړاندې کړه. ۲خدای پاک د حضرت یعقوب سره د شپې په رویا کې خبرې وکړې او ویې فرمایل: <ای یعقوبه، ای یعقوبه!> هغه […]

پېدايښت - ٤٥ فصل

حضرت یوسف خپل ځان خپلو ورونو ته ورپېژني ۱حضرت یوسف نور د خپلو نوکرانو په مخ کې ځان ټینګ نه کړای شو. هغه چیغې کړې: <ټول د کوټې څخه ووزئ!> نو کله چې حضرت یوسف خپل ځان خپلو ورونو ته وروپېژانده هلته بل څوک نه ؤ. ۲هغه په داسې لوړ اواز سره وژړل چې مصریانو […]

پېدايښت - ٤٤ فصل

د حضرت یوسف د سپینو زرو جام ۱حضرت یوسف د خپل کور ناظر ته امر وکړ: <د دې خلکو بوجۍ ګانې د غلو دانو څخه دومره ډکې کړه چې څومره دوی وړلی شي او د هر نفر پیسې د هغه د بوجۍ په خوله کې کېږده. ۲زما د سپینو زرو جام د کشر ورور د بوجۍ […]