هجرت - ٢٣ فصل

عدالت او انصاف ۱د درواغو خبر مه خپروئ. د درواغو په شاهدۍ ورکولو سره د بدکاره سړي سره مرسته مه کوئ. ۲په بد کار کې د اکثریت څخه پیروي مه کوئ. کله چې تاسو په یوه دعوه کې شاهدي ورکوئ، د اکثریت څخه په پلوي کولو سره عدالت تر پښو لاندې کوئ مه. ۳د یو […]
هجرت - ٢٢ فصل

د تاوان په هکله قوانین ۱که چېرې یو سړی یو غویی یا یو پسه غلا کړي او هغه حلال یا خرڅ کړي، نو هغه باید د هر غویي په بدل کې پنځه غوایان او د هر پسه په بدل کې څلور پسونه ورکړي. ۲-۴څه چې هغه غلا کړي دي باید د هغه تاوان ورکړي. که […]
هجرت - ٢١ فصل

د عبراني غلامانو سره چلند (تثنیه ۱۵: ۱۲ - ۱۸) ۱څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: <دا هغه قوانین دي چې ته یې باید اسراییلیانو ته ورکړې: ۲که چېرې تاسو یو عبرانی غلام په بیه واخلئ، هغه دې شپږ کاله ستاسو خدمت وکړي. مګر په اووم کال به پرته له دې چې څه بیه ورڅخه واخیستل شي هغه ازاد […]
هجرت - ٢٠ فصل

لس حکمونه (تثنیه ۵: ۱ - ۲۱) ۱خدای پاک خبرې وکړې او د هغه خبرې دا وې: ۲<زه ستاسو څښتن خدای یم او تاسو مې له مصر څخه چې په کې غلامان وئ راوویستلئ. ۳زما څخه پرته د بل خدای عبادت مه کوئ. ۴د خپلو ځانونو دپاره د هیڅ شي په شکل چې هغه په اسمان کې یا […]
هجرت - ١٩ فصل

اسراییلیان د سینا په غره کې ۱-۲د اسراییلو قوم له رفیدیم څخه لاړ او د مصر څخه له راوتلو وروسته د دریمې میاشتې په اوله ورځ د سینا دښتې ته راغلل. هلته یې د سینا د غره په لمنه کې خېمې ودرولې. ۳حضرت موسیٰ د خدای پاک سره د ملاقات دپاره غره ته وخوت. څښتن […]
هجرت - ١٨ فصل

یترون د حضرت موسیٰ سره لیدنه کتنه کوي ۱یترون د مدیان کاهن او د حضرت موسیٰ خسر واورېدل چې خدای پاک د حضرت موسیٰ او د اسراییلو د خلکو دپاره کوم کارونه کړي وو او څنګه یې هغوی له مصر څخه راوویستل. ۲څه موده مخکې حضرت موسیٰ خپله ښځه صفوره او خپل دوه زامن لېږلي […]
هجرت - ١٧ فصل

د ګټ څخه اوبه ۱د اسراییلو ټول قوم د سین دښته پرېښودله او د څښتن په امر یې د یو ځای څخه بل ځای ته کډه کوله. هغوی په رفیدیم کې خېمې ودرولې، مګر هلته د قوم دپاره د څښلو اوبه نه وې. ۲نو هغوی حضرت موسیٰ ته شکایت وکړ او ورته یې وویل: <مونږ […]
هجرت - ١٦ فصل

د من ډوډۍ او مړزان ۱د اسراییلو ټول قوم د ایلیم څخه لاړ او د دوهمې میاشتې په پنځلسمه ورځ د مصر څخه د تګ څخه وروسته هغوی د سین دښتې ته چې د ایلیم او سینا ترمنځ وه راغلل. ۲په دښته کې د اسراییلو ټول قوم حضرت موسیٰ او حضرت هارون ته شکایت وکړ […]
هجرت - ١٥ فصل

د حضرت موسیٰ روحاني سندره ۱بیا حضرت موسیٰ او اسراییلیانو څښتن ته دا سندره وویله: <زه به د څښتن دپاره سندره ووایم ځکه چې د جلال سره یې بری وموند اسونه او د هغو سپاره یې دریاب ته ورګوزار کړل ۲څښتن زما قوي ساتونکی دی دا هغه څوک دی چې زه یې ژغورلی یم هغه […]
هجرت - ١٤ فصل

له سرې بحیرې څخه تېرېدل ۱بیا څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: ۲<اسراییلیانو ته ووایه چې بېرته راوګرځي او فم الحیروت ته مخامخ چې د مجدل او د سرې بحیرې ترمنځ او بعل صفون ته نژدې دی خېمې ودروي. ۳فرعون به دا فکر وکړي چې اسراییلیان به په وطن کې سرګردانه ګرځي او د وارخطایۍ په حالت کې […]