هجرت - ٣٣ فصل

څښتن اسراییلیانو ته حکم کوي چې د سینا د غره څخه لاړ شي ۱بیا څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: <ته او دا قوم چې د مصر څخه دې راوویست له دې ځای څخه لاړ شئ او هغې ځمکې ته ورشئ چې ما وعده کړې وه چې هغه به ابراهیم، اسحاق، یعقوب او د هغوی اولادې […]
هجرت - ٣٢ فصل

د سرو زرو خوسی (تثنیه ۹: ۶ - ۲۹) ۱کله چې خلکو ولیدل چې حضرت موسیٰ په غره کې ډېر وخت تېر کړ، نو هغوی د حضرت هارون په شاوخوا راټول شول او هغه ته یې وویل: <مونږ نه پوهېږو چې په دې موسیٰ باندې چې مونږ یې له مصر څخه راوویستلو څه وشول. نو مونږ ته یو […]
هجرت - ٣١ فصل

بصلئیل او اهولیاب (هجرت ۳۵: ۳۰ – ۳۶: ۱) ۱بیا څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: ۲<ګوره، ما بصلئیل د اوري زوی او د حور لمسی د یهودا له قبیلې څخه انتخاب کړی دی ۳او هغه مې د خپل روح څخه ډک کړی دی او په هر ډول هنري کار کې مې ورته مهارت، توان او پوهه ورکړې […]
هجرت - ٣٠ فصل

د خوشبویۍ د سوزولو قربانګاه (هجرت ۳۷: ۲۵ - ۲۸) ۱د خوشبویۍ د سوزولو دپاره د غز د لرګي څخه یوه قربانګاه جوړه کړه. ۲هغه باید څلور کنجه وي. پنځه څلوېښت سانتي باید اوږده وي او پنځه څلوېښت سانتي پلنه او نوي سانتي باید لوړه وي. د هغې برجونه چې په څلورو کنجونو کې دي، هغه دې د […]
هجرت - ٢٩ فصل

د کاهنانو ټاکنه (لاویان ۸: ۱ - ۳۶) ۱دا هغه مراسم دي چې د کاهنانو په توګه د هارون او د هغه د زامنو د ټاکنې دپاره دې سرته ورسیږي: یو داسې ځوان غویی او دوه پسونه واخله چې کوم عیب په کې نه وي. ۲د غنمو د ډېرو ښو اوړو څخه فطیرې ډوډۍ پخې کړه. ځینې د […]
هجرت - ٢٨ فصل

د کاهنانو دپاره لباس (هجرت ۳۹: ۱ - ۷) ۱خپل ورور هارون او د هغه زامن ناداب، ابیهو، العازار او ایتامار راوغواړه. هغوی د اسراییلو د خلکو څخه جلا کړه ترڅو د کاهنانو په توګه زما خدمت وکړي. ۲خپل ورور هارون دپاره خاص لباس جوړ کړه، ترڅو هغه ته عزت او ښکلا وروبخښي. ۳ټولو هغو ماهرو خلکو ته […]
هجرت - ٢٧ فصل

د قربانۍ ځای (هجرت ۳۸: ۱ - ۷) ۱د غز د لرګي څخه د قربانۍ یو ځای جوړ کړه چې یو متر او دېرش سانتي لوړ وي. هغه دې څلور کنجه وي، دوه متره او شل سانتي دې اوږد وي او دوه متره او شل سانتي دې پلن وي. ۲د څلورو کنجونو دپاسه برجونه جوړ کړه ترڅو برجونه […]
هجرت - ٢٦ فصل

مقدسه خېمه (هجرت ۳۶: ۸ - ۳۸) ۱د لسو داسې پردو څخه یوه مقدسه خېمه جوړه کړه چې د ښه کتان او د آبي، بانجاني او سرو وړیو څخه وي او په پردو کې یې د کروبیانو نقش ګلدوزي شوی وي. ۲د ټولو پردو اندازه دې یوشان وي، دولس متره دې اوږدې او دوه متره دې پلنې وي. […]
هجرت - ٢٥ فصل

د مقدسې خېمې دپاره نذرانې (هجرت ۳۵: ۴ - ۹) ۱څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: ۲<اسراییلیانو ته ووایه چې ماته یوه نذرانه راوړي. ته باید زما دپاره د هغه چا څخه نذرانه واخلې چې زړه یې غواړي وریې کړي. ۳دا هغه نذرانې دي چې ته یې باید د هغوی څخه واخلې: سره زر، سپین زر او برنج، ۴ښه […]
هجرت - ٢٤ فصل

د لوظ تائیدول ۱څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: <ته، هارون، ناداب، ابیهو او د اسراییلو اویا مشران ماته غره ته راوخېژئ او له لېرې فاصلې څخه راته سجده وکړئ. ۲یوازې ته ماته نژدې راشه او نور دې راته نژدې نه راځي. د اسراییلو د قوم د نورو خلکو څخه دې هیڅوک هم غره ته نه […]