يوسفزئ
پوهه او شاعرى

زبور شريف - اتلسم

د موسيقۍ د مشر دپاره: د حضرت داؤد يو زبور د مالِک خُدائ خِدمتګار. هغۀ دا سرود مالِک خُدائ ته په هغه ورځ ووئيلو، چې په کومه ورځ مالِک خُدائ دے د خپلو دشمنانو او ساؤل نه وساتلو.

د فتحې نظم

۱اے مالِکه خُدايه تا سره مينه کوم تۀ په خپله زما زور او طاقت يې.

۲مالِک خُدائ ګټ دے زما، قلعه ده زما، او خلاصوونکے دے زما،

زما خُدائ ګټ دے زما، په چا کښې چې ما خپل حفاظت موندلے دے.

هغه دے ډال زما، هغه زور چې بچ کوى ما، او د حفاظت پناه ګاه ده زما.

۳مالِک خُدائ ته مې وکړل آوازونه څوک چې لائق دے د ثناء صِفتونو،

او هم هغه په خپله مې د دشمنانو نه بچ کوى.

۴زۀ د مرګ په پړو کښې راګېر شوے يم،

د بربادۍ طوفان مې د سر دپاسه تېر شو.

۵ګېرچاپېره رانه تاو دى د قبر زنځيرونه،

زما په لار کښې مرګى خپل دامونه غوړولى دى.

۶په سختۍ کښې خپل مالِک ته کړمه آوازونه،

د مدد دپاره ما خپل خُدائ ته وکړل آوازونه.

د خپل مقدس ځايه هغۀ واورېدل زما آوازونه،

د هغۀ تر غوږو ورسېدل زما فريادونه.

۷زمکه باندې زلزله راغله ولړزېده،

د ټولو غرونو بنيادونه وخوځېدل،

زلزله ځکه پرې راغله چې هغه په غصه وو.

۸د هغۀ د پوزې او سپېږمو نه لوږې راووتل،

بل سکارۀ ترې نه روان وو يروونکى لمبه يې د خولې راووتله.

۹هغه لاندې ترې راکوز شولو وشلول يې آسمانونه،

د هغۀ د پښو د لاندې تورې وريځې وې.

۱۰والوتو هغه په وزرو والا مخلوق سور شولو،

هغه د هوا په وزرو سور شولو.

۱۱هغۀ د خپله ځانه ګېرچاپېره تيارۀ تاو کړله،

د باران نه ډکه وريځ يې د خپل ځان نه راتاوه کړله.

۱۲د هغۀ د حضور جلال تورې وريځې وشلولې،

او ږلۍ او بل سکارۀ يې راورول.

۱۳واورېدے شو د آسمانه د مالِک خُدائ آواز،

د تندر په شان د خُدائ تعالىٰ راغلو آواز.

۱۴خپل دشمنان يې کړل خوارۀ د غشو په ويشتو سره،

و يې زغلول د تندر په ګړزار او په برېښنا سره.

۱۵اے مالِکه خُدايه ستا په حُکم او په چغه په رټلو

بېخ د سمندر راښکاره شولو، او بنياد د زمکې راڅرګند شولو.

۱۶د آسمانه يې خپل لاس کړلو راوږد او زۀ يې بچ کړم،

زۀ يې د ډوبو اوبو نه رابهر کړم.

۱۷بچ يې کړمه زۀ د زورَور دشمن د لاسه،

چې زما نه يې نفرت کولو او وو زما دپاسه.

۱۸په ورځ د مصيبت هغوئ کړى راسره جنګونه،

خو مالِک خُدائ زما مل وو په خپله.

۱۹زۀ يې يو پُراَمنه ځائ ته راوستم،

ځکه چې هغه رانه خوشحال وو زۀ يې بچ کړم.

۲۰ما ته په ښۀ کولو مالِک اجر راکړے دے،

زما د بې‌ګناهۍ په وجه يې ما له انعام راکړے دے.

۲۱ځکه ما کارونه د مالِک خُدائ پوره کړى دى،

نۀ مې بد عمل چرته د خُدائ پاک خلاف کړے دے.

۲۲ما د هغۀ په ټول قانون عمل کړے دے،

پرېښى نۀ دى ما د هغۀ اصُول منلى دى.

۲۳د خُدائ په وړاندې زۀ بې‌داغه يم

خپل ځان مې د ګناه نه بچ ساتلے دے.

۲۴مالِک ما له د ښۀ کولو اجر راکړے دے،

هغه ‎پوهيږى چې زۀ بې‌ګناه يم.

۲۵تۀ د وفادارو سره وفادار يې،

تۀ د هغوئ سره نېکى کوې څوک چې نېکان دى.

۲۶پاکانو ته تۀ خپل ځان پاک ښکاره کوې،

او هغوئ څوک چې مکاران دى مکر کوى.

۲۷تۀ خلاصون ورکوې عاجزانو له

خو تۀ په خپله کبر نسکوروې مغرورانو له.

۲۸اے مالِکه خُدايه، تۀ زما چراغ يې،

مالِکه خُدايه، زما تيارۀ په رڼا بدلوې.

۲۹ستا په مدد زۀ فوجونه تس نس کولے شم،

د مالِک خُدائ په مدد د دېوالونو نه دانګلے شم.

۳۰د خُدائ پاک لاره کامله ده،

د مالِک وعده صحيح ده.

د هر چا دپاره ډال دے څوک چې د هغۀ غواړى پناه.

۳۱د مالِک نه بغېر بل خُدائ څوک دے؟

او زمونږ د خُدائ نه بغېر څوک ګټ دے؟

۳۲دا خُدائ دے چې زور طاقت راکوى ما له

پُراَمنه کوى دے په خپله لار ما له.

۳۳هغۀ جوړې کړى زما پښې د هوسۍ د پښو په شان،

چې شمه پاس په اوچتو غرونو روان.

۳۴هغه تياروى جنګ ته زما لاسونه،

چې مټې مې راکاږى د زېړو کمانونه.

۳۵تا ما له د خلاصون ډال راکړے دے،

ستا ښى لاس زما مدد کړے دے،

او ستا مدد زما ځان تکړه کړے دے.

۳۶تا زما د پښو دپاره پراخه لاره جوړه کړله،

ترڅو پښې زما ونۀ ښوئيږى هيڅکله.

۳۷زۀ په خپل دشمن پسې شوم کړل مې ګرفتار،

تر هغې واپس نه شوم ترڅو دوئ مې کړل تار په تار.

۳۸هغوئ مې داسې ووهل چې بيا پاڅېدے نۀ شول،

هغوئ زما د پښو د لاندې شول.

۳۹ما له دې راکړو طاقت د جنګ دپاره،

تا دشمنان په پښو کښې وغورزول زما دپاره.

۴۰تا دشمنان په تېښته وتښتول زما نه،

ما کړل تباه چا چې نفرت کولو زما نه.

۴۱د بچ کولو يې څوک نۀ وُو هغوئ وکړل د مدد دپاره فريادونه،

دوئ وکړو سوال مالِک خُدائ ته خو هغۀ ورنۀ کړو جواب.

۴۲زۀ هغوئ مېده کوم لکه د طوفان دوړې،

زۀ يې جارُو کوم لکه د کوڅو خاورې.

۴۳زۀ تا بچ کړے د باغيانو يم،

مشر کړے دې د قومونو يم،

او چې څوک ما نۀ پېژندل هغوئ اوس زما خِدمت کوى.

۴۴منى هغوئ زما امر چې کله شى خبر زما،

بهرنى قومونه سرونه ټيټوى په وړاندې زما.

۴۵کله چې خبر شى بائيلى خپل همتونه،

راځى ما له په ويره رپېدو د مضبوطو قلاګانو.

۴۶مالِک خُدائ ژوندے دے، ثنا دې وى زما د پناه ګاه،

لوئى دې وى زما د خلاصونکى خُدائ پاک.

۴۷څوک چې راکوى ما له تکليفونه نو د هغوئ نه بدل اخلى زما،

هغه خُدائ پاک دے چې قومونه ماتحت کوى زما،

۴۸څوک چې ما د خپلو دشمنانو نه بچ کوى.

تا زۀ په خپلو دشمنانو باندې اوچت کړم،

او تا زۀ د ظالمانو نه بچ کړم.

۴۹ځکه مالِک خُدايه زۀ به ستا ثناء صِفت کوم،

ستا د نوم به په قومونو کښې ثناء صِفت کوم.

۵۰مالِک خُدائ ورکوى لوئې فتحې خپل بادشاه له،

ورکوى نۀ ختمېدونکې مينه خپل غوره شوى له،

د تل دپاره داؤد او د هغۀ ټول اولاد له.