يوسفزئ
پوهه او شاعرى

زبور شريف - يو سل او شپږ دېرشم زبور

د شُکر ګزارۍ سرود

۱د مالِک خُدائ شُکر ګزارى وکړئ، ځکه چې هغه ښۀ دے.

د هغۀ مينه ابدى ده.

۲د خُدائ پاک شُکر ګزارى وکړئ، چې د معبودانو خُدائ پاک دے.

د هغۀ مينه ابدى ده.

۳د مالِک خُدائ شُکر ګزارى وکړئ چې د مالِکانو مالِک خُدائ دے.

د هغۀ مينه ابدى ده.

۴د هغۀ شُکر ګزارى وکړئ چې صرف هغه لوئې معجزې کوى،

د هغۀ مينه ابدى ده.

۵او هغه چا چې آسمانونه يې په حِکمت سره پېدا کړل،

د هغۀ مينه ابدى ده.

۶او د هغۀ شُکر ګزارى وکړئ چا چې زمکه د اوبو دپاسه خوره کړله،

د هغۀ مينه ابدى ده.

۷او د هغۀ شُکر ګزارى وکړئ چا چې آسمانى رڼاګانې پېدا کړې،

د هغۀ مينه ابدى ده.

۸نمر په ورځ باندې بادشاهى کوى،

د هغۀ مينه ابدى ده.

۹سپوږمۍ او ستورى په شپه باندې حکومت کوى،

د هغۀ مينه ابدى ده.

۱۰د هغۀ شُکر ګزارى وکړئ چا چې مِصريانو له وړومبى پېدا شوى هلاک کړل،

د هغۀ مينه ابدى ده.

۱۱هغۀ بنى اِسرائيل د مِصر د مينځ نه راوويستل،

د هغۀ مينه ابدى ده.

۱۲چا چې په هغه وخت د خپل طاقت او قدرت څرګندونه وکړه،

د هغۀ مينه ابدى ده.

۱۳او د هغۀ شُکر ګزارى وکړئ چا چې بحرِقُلزم په مينځ دوه کړو،

د هغۀ مينه ابدى ده.

۱۴او هغۀ بنى اِسرائيل د دې په مينځ کښې بوتلل،

د هغۀ مينه ابدى ده.

۱۵خو فِرعون سره د نوکرانو په بحرِقُلزم کښې غرق شو،

د هغۀ مينه ابدى ده.

۱۶او د هغۀ شُکر ګزارى وکړئ چا چې د خپلو خلقو په بيابان کښې لارښودنه وکړله،

د هغۀ مينه ابدى ده.

۱۷د هغۀ شُکر ګزارى کوئ چا چې لوئ بادشاهان رانسکور کړل،

د هغۀ مينه ابدى ده.

۱۸او هغۀ تکړه بادشاهان هلاک کړل،

د هغۀ مينه ابدى ده.

۱۹سيحون د اموريانو بادشاه يې مړ کړلو،

د هغۀ مينه ابدى ده.

۲۰عوج د بسن بادشاه يې مړ کړلو،

د هغۀ مينه ابدى ده.

۲۱او هغۀ د هغوئ مُلک دوئ ته په ميراث کښې ورکړو،

د هغۀ مينه ابدى ده.

۲۲او په ميراث کښې يې خِدمتګار بنى اِسرائيل ته ورکړو،

د هغۀ مينه ابدى ده.

۲۳د هغۀ شُکر ګزارى وکړئ چا ته چې مونږ د کمزورتيا په حالت کښې ياد وُو،

د هغۀ مينه ابدى ده.

۲۴او مونږ يې د خپلو دشمنانو نه خلاص کړلو،

د هغۀ مينه ابدى ده.

۲۵او څوک چې هر يو مخلوق ته رزق ورکوى،

د هغۀ مينه ابدى ده.

۲۶د آسمانونو د خُدائ شُکر ادا کړئ،

د هغۀ مينه ابدى ده.